۲۴ ساعت

18 جولای
۱ دیدگاه

پــرېــکــړه لــيـــک

تاریخ نشر جمعه ۱۸ جولای  ۲۰۱۴ هالند

د لوی اوسپېڅلي توانا خدای په نامه

پــرېــکــړه لــيـــک

نيټه:۱۳/۰۷/۲۰۱۴ م (۲۲ چنګاښ ۱۳۹۳ هـ.ق)، لندن – انګلستان

نن د ۱۳۹۳ هـ ش، کال د يکشنبې ورځ د چنګاښ دويشتمه نيټه په برېتانیه – لندن کې ديوشمېر مدني ټولنواستازو، علماؤ، قومي مشرانو، کارپوهانو، جهادي قوماندانانو او د ځوانانو د ټولنو استازو يوه تاريخي او پرتمينه غونډه وکړه. غونډه  د قرآن پاک  د څو آياتونو په تلاوت پېل شوه او بيا د اجندا سره سم د ګران هېواد افغانستان په سياسي حالاتو او په خاص ډول د ټاکنو د ملي پروسې په بهير کې د ځينو داخلي اوبهرنيو کړيو او افرادو په لاس وهنه او دسايسو د جوړولو او غیر قانوني اقداماتو او ګواښونو په اړه  يو شمېر ګډون کوونکو،  کارپوهانو او د مدني ټولنو استازو علمي او تحليلي ويناوې وکړې او خپل ليدلوري يې په مستندو شواهدو حاضرينو ته وړاندې کړل. د غونډې په پای کې د ويناوالو د دريځونو پر بنسټ او د ګډون کوونکو مدني ټولنولخوا یو  پرېکړه ليک تسوید او د رأيو په اتفاق تصویب شو.

د غونډې ګډونوالو د ټولو ملي او دولتي ادارو او نړيوالو دوستانو او په افغانستان کې د دې ملي پروسې مرسته کوونکو څخه په جدي توګه هيله وکړه، چې د دې پرېکړه ليک محتوی په نظر کې ونيسي او مراعات يې کړي.

۱.      د نېکه مرغه د امرېکې د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير ښاغلي جان کيري په منځګړتوب ظاهراً دواړه ټاکنیز ټیمونه پرون د شنبې په ورځ (۱۲/۰۷/۲۰۱۴م نیټې) سره توافق ته ورسیدل. مونږ دا توافق د ایجاد شوي حالاتو او کړکیچونو په وجود کې یو نیک فال ګڼو خو بيا هم د ټاکنو د مستقل کميسيون او د شکایاتو د اورېدلو کميسيون باید ټول درج شوي شکايات په عادلانه توګه وڅېړي، ناپاکې رائی د پاکو رایو څخه بېلې او باطلې اعلان کړي او د انتخاباتونتايج د ترتيب شوي او اعلان شوي زماني جدول مطابق اعلان کړي او په نتيجه کې  سياسي واک نوي منتخب رئيس جمهور ته په سوله ایز ډول انتقال کړي.

۲.​د دواړو انتخاباتي ټيمونو او پلويانوڅخه يې، جدي غوښتنه کوو چې د هېواد د نافذه قوانينو ته احترام وساتي او مراعات يې وکړي او د انتخاباتو د دواړو کميسيونونو سره هر اړخېزه همکاري وکړي چې خپل کار او وظايف په شفافه توګه د قانون سره سم په احسنه توګه سرته ورسوي اونهايی پايلی اعلان کړي.

۳.​د نړيوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د ټولو نړيوالو دوستانو او په خاص ډول د امريکا متحده ایالاتو څخه هیله او غوښتنه لرو چې د افغانستان ملي واکمني، ځمکني بشپړتيا، قوانينو او نورمونو ته احترام وساتي او د ټولو ملي او دولتي  اورګانونو سره خپله هراړخېزه مرسته جاري وساتي ترڅو د ټاکنو  ملي پروسه، چې په واقعیت کې د زرګونو افغانانو د سر په قيمت او وينو په تويدلو تمامه شوې ده، په بريالیتوب سره سرته ورسېږي او په ديموکراسۍ د ولسونو باور نور هم لا زيات شي.

۴.​مونږ د افغان د غيور ولس د پاکو رايو په نتيجه کې د يو قوي، مرکزي، با ثباته منتخب ملي حکومت غوښتونکي يو او د ائتلافي يا مؤقتي حکومت د رامنځ ته کولو دپاره هر ډول فشارونه او تحميلي هڅي ردوو.

۵.​مونږ د انتخاباتو د ملي پروسې په دوران کې، او په خاص ډول د وروستیو ورځو ټول غيرمدني حرکتونه، ګواښونه، زورواکي، فشارونه، سياسي لجوجيت، قومي او سياسي را پارونکی ويناوې په کلکه غندو او د ولسواکۍ د اصولو او نورمونو خلاف ئي ګڼو.همدارنګه مونږ په لندن کې د یوڅو تنومتعصبو پردي پالو افرادو د چهارشنبې د رځې (۰۹/۰۷/۲۰۱۴)لاریون غندو او د ملي ګټو او نورمونو ضد عمل يې ګڼو او دا په ډاګه کوو چې دوی په هيڅ ډول د افغانانو استازيتوب نه شي کولای. په پای کې مونږ د ټولوسياسي ګوندونواو ټولنو او په خاص ډول د انتخاباتي تيمونو څخه په درنښت هيله او غوښتنه کوو چې د قوانينو په رڼا کې د ديموکراسۍ ټولو اصولو اونورمونو ته غاړه کېږدي او مراعات ئې کړي او د انتخاباتو پايلې په ورين تندي ومني اود اعلان په صورت کې سمدلاسه بايد بايلونکې کانديد ګټونکي کانديد ته مبارکي ووائي ترڅو نوي نسل ته يو مدني کلتور په ميراث پرېږدي او په دې توګه د وطن او خلکو منافع او مصالح لوړې وګڼل شي.

د يو پياوړي، مرکزي، باثباته او سوکاله افغانستان په هيله

په درناوی

په برتانيه کې د مدني ټولنو او افغانانوله خوا

لندن، ۱۳/۰۷/۲۰۱۴

Contact Address: پـتـه

Th SOAR  in the UK

West Acton Community Centre

Churchill Gardens

London W3 0JN

United Kingdom

Tel: 0208 993 2129, 0208 993 8168, 07950027362

 

یک پاسخ به “پــرېــکــړه لــيـــک”

  1. admin گفت:

    دوستان محترم اشتراكننده گان و صادر كننده قطعنامه لندن در مورد انتخابات اخير افغانستان سلام و عرض ادب . طوريكه در قطعنامه تان ديده ميشود ، امضاء كننده گان محترم از داخل كشوربي خبر اند و در لندن آرام و خوش زندگي ميكنند و اطلاع ندارند كه در كشور چي ميگذشت و هردقيقه امكان زد و خورد بين دو كانديد متقلب وجود داشت كه با امدن بادار آنها از امريكا اوضاع كمي بهتر شد واز اين جنجال ها كرزي نفع ميبرد . اينها هم از كرزي فرقي ندارند و همان دزد هاي كه قبلا بودند باز هم هستند چون اين را امريكا ميخواهد . و هر تصميمي كه گرفته شده از طرف امريكا گرفته شده نه از طرف متقلبين.لطفا سر تان را به درد نياوريد و دعا كنيد كه اين دزد ها و جنيتكاران هر چي زود تر نيست و نابود شوند و يك دولت واحد و مردمي روي كار آيد. به اميد يك صلح سراسري در كشور واحد ما افغانستان. موفق و سلامت باشيد . مهدي بشير

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما