د سیاسی سیستم اړیکې له اقتصادی، ټولنیز او کلتوری سیستمونو سره
( نوزدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر : جمعه مؤرخ ۲۹ عقرب ( آبان ) ۱۴۰۵ خورشیدی – ۲۰ نوامبر ۲۰۲۶ میلادی – ملبورن – استرالیا
——————————————————————————————————————————————————
۶. د سیاسی سیستم اړیکې له اقتصادی،
ټولنیز او کلتوری سیستمونو سره
(اوومه برخه)
نور محمد غفوری
سیاسی سیستم (یا سیاسی نظام) د ټولنې یو مهم بنسټ دی، خو فعالیتونه او اغېزې یې یوازې په سیاسی او دولتی چارو پورې محدودې نه دی، بلکې له اقتصادی، ټولنیز او کلتوری سیستمونو سره ژورې او متقابلې اړیکې لری. دغه سیستمونه د ټولنې د پراخ جوړښت بېلابېلې برخې دی چې هر یو ځانګړې دندې او فعالیتونه لری، خو د خپلو موخو د ترلاسه کولو او د ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو پر بل متکی دی.
سیاسی سیستم د قوانینو، پالیسیو، دولتی ادارو او عامه پرېکړو له لارې د اقتصادی فعالیتونو، ټولنیزو اړیکو او کلتوری چارو پر تنظیم او مدیریت اغېز کوی. په مقابل کې، اقتصادی شرایط، ټولنیزې اړتیاوې، د وګړو غوښتنې، کلتوری ارزښتونه او دودونه هم د سیاسی سیستم پر پرېکړو، فعالیتونو او بدلونونو اغېز پرېباسی. له همدې امله، د دغو سیستمونو ترمنځ اړیکه یو اړخیزه نه ده، بلکې متقابله او دوامداره ده.
د سیستمونو د تیورۍ له نظره، د سیاسی، اقتصادی، ټولنیزو او کلتوری سیستمونو ترمنځ تعامل د یوې پراخې ټولنیزې شبکې په توګه د ټولنې پر ثبات، نظم، پرمختګ او د ستونزو پر حل اغېزه کوی. په یوه سیستم کې بدلون یا اختلال کولای شی پر نورو سیستمونو هم اغېزې ولری؛ همدارنګه، د یوه سیستم د فعالیتونو پایلې د نورو سیستمونو لپاره نوی شرایط، اړتیاوې او غوښتنې رامنځته کوی.
په دې برخه کې به لومړی د سیاسی او اقتصادی سیستمونو اړیکه، ورپسې د سیاسی او ټولنیز سیستم اړیکه او بیا د سیاسی او کلتوری سیستم اړیکه په جلا توګه وڅېړل شی، څو څرګنده شی چې دغه سیستمونه څنګه یو پر بل اغېز کوی او د ټولنې په عمومی جوړښت او فعالیت کې څه رول لری.
۶.۱. د سیاسی نظام او اقتصادی سیستم اړیکه
سیاسی او اقتصادی سیستمونه د ټولنې دوه مهم او یو له بل سره تړلی بنسټونه دی. سیاسی سیستم د واک، قوانینو، پالیسیو او دولتی ادارو له لارې د اقتصادی فعالیتونو لپاره چوکاټ ټاکی؛ په داسې حال کې چې اقتصادی سیستم د تولید، وېش، تبادلې، مصرف، پانګونې، کارموندنې او د سرچینو د مدیریت له لارې د ټولنې مادی اړتیاوې پوره کوی. د دغو دواړو سیستمونو ترمنځ اړیکه متقابله ده؛ یعنې سیاسی پرېکړې پر اقتصادی وضعیت اغېز کوی او اقتصادی شرایط د سیاسی پرېکړو، غوښتنو او ثبات پر بهیر اغېز پرېباسی.
سیاسی سیستم د اقتصادی فعالیتونو د تنظیم لپاره قوانین او مقررات وضع کوی. د بېلګې په توګه، د سوداګرۍ قوانین، د پانګونې اصول، د کار قانون، د مالیاتو نظام او د بانکی فعالیتونو مقررات د دولت له لوری ټاکل کېږی. دغه حقوقی او اداری چوکاټ د اقتصادی فعالیتونو د ترسره کېدو شرایط برابروی او هڅه کوی چې د اقتصادی فعالیتونو ترمنځ نظم، شفافیت او د قانون حاکمیت تأمین کړی.
همدارنګه، دولت د ملی بودیجې او عامه لګښتونو له لارې د اقتصادی سرچینو په وېش کې مهم رول لری. حکومت د مالیاتو او نورو عوایدو له لارې مالی سرچینې راټولوی او بیا یې د زیربناوو، ښوونې او روزنې، روغتیا، ترانسپورټ، کرنې، صنعت او نورو عامه خدمتونو لپاره ځانګړې کوی. د دې سرچینو څرنګوالی او اندازه د اقتصادی ودې، د کارموندنې د فرصتونو او د خلکو د ژوند د کیفیت پر ښه والی اغېز کوی.
له بلې خوا، اقتصادی وضعیت د سیاسی سیستم پر فعالیت او مشروعیت مستقیم او غیرمستقیم اغېز لری. اقتصادی وده، د عوایدو عادلانه وېش، د کار فرصتونه او د خلکو د ژوند د کچې لوړوالی کولای شی د حکومت پر وړاندې د خلکو باور زیات کړی. برعکس، بېکاری، بېوزلی، انفلاسیون، اقتصادی نابرابری او د لومړنیو اړتیاوو کمښت ښایی د خلکو ناخوښی زیاته او د حکومت پر مشروعیت او سیاسی ثبات منفی اغېز وکړی.
اقتصادی شرایط د خلکو سیاسی غوښتنې هم بدلوی. کله چې اقتصادی ستونزې زیاتې شی، خلک د کارموندنې، د بیو د کنټرول، د عادلانه مالیاتی نظام، د ټولنیز خوندیتوب او د اقتصادی اصلاحاتو غوښتنه کوی. دا غوښتنې د سیاسی سیستم لپاره د نوی سیاست جوړونې او د اقتصادی پالیسیو د بیاکتنې اړتیا رامنځته کوی.
بېلګه: که په یوه هېواد کې بېکاری او بېوزلی زیاته شی، خلک ښایی له حکومت څخه د کاری فرصتونو د رامنځته کولو، د پانګونې د ملاتړ، د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو د پیاوړتیا او د ټولنیز عدالت د تأمین غوښتنه وکړی. حکومت د دغو غوښتنو په ځواب کې د اقتصادی اصلاحاتو پروګرامونه جوړوی. په دې توګه، اقتصادی ستونزې سیاسی غوښتنې رامنځته کوی او سیاسی پرېکړې بیا د اقتصادی وضعیت د بدلون هڅه کوی.
د سیاسی او اقتصادی سیستم د اړیکو اساسی اهمیت په دې کې دی چې د یوه سیستم اغېزمنتیا د بل سیستم له وضعیت سره تړلې ده. یو باثباته، قانونمحور او اغېزمن سیاسی نظام کولای شی د اقتصادی ودې لپاره مناسب شرایط برابر کړی؛ همدارنګه، یو پیاوړی او متوازن اقتصادی سیستم د سیاسی ثبات او د دولتی بنسټونو د اغېزمنتیا په پیاوړتیا کې مرسته کوی.
۶.۲. د سیاسی نظام او ټولنیز سیستم اړیکه :
سیاسی او ټولنیز سیستمونه د ټولنې د نظم، اړیکو، ارزښتونو او ګډ ژوند په تنظیم کې یو له بل سره نږدې اړیکه لری. ټولنیز سیستم د وګړو، کورنیو، ټولنیزو ډلو، بنسټونو او هغو اړیکو مجموعه ده چې د ټولنې جوړښت رامنځته کوی. سیاسی سیستم بیا د قوانینو، دولتی ادارو، سیاسی پرېکړو او عامه پالیسیو له لارې د دغو اړیکو د تنظیم او مدیریت په برخه کې مهم رول ترسره کوی.
سیاسی نظام د قوانینو او ټولنیزو پالیسیو له لارې پر ټولنیز ژوند اغېز کوی. د ښوونې او روزنې، روغتیا، کارموندنې، ټولنیز خوندیتوب، د ښځو او ماشومانو د حقونو، د اقلیتونو د حقونو او د ټولنیز عدالت په اړه دولتی پرېکړې د ټولنې پر جوړښت او د وګړو پر ورځنی ژوند مستقیم اغېز لری.
د بېلګې په توګه، که دولت د ټولو وګړو لپاره د زدهکړې برابر فرصتونه رامنځته کړی، د روغتیایی خدمتونو لاسرسی پراخ کړی او د زیانمنونکو ټولنیزو ډلو د ملاتړ لپاره پروګرامونه جوړ کړی، د ټولنیز ګډون او فرصتونو د برابرۍ زمینه پیاوړې کېږی. خو که عامه خدمتونه په نابرابره توګه ووېشل شی، ښایی د ټولنیزو توپیرونو او محرومیت کچه لوړه شی.
له بلې خوا، ټولنیز سیستم هم د سیاسی سیستم پر فعالیت او پرېکړو اغېز لری. د ټولنې جوړښت، د وګړو د ژوند شرایط، د ټولنیزو ډلو غوښتنې، د خلکو د زدهکړې کچه، د ټولنیزو سازمانونو فعالیت او د خلکو ترمنځ د باور اړیکې د سیاسی ګډون او غوښتنو په رامنځته کېدو کې مهم رول لری.
ټولنیزې ډلې د خپلو ګډو ګټو او اړتیاوو د څرګندولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلی؛ لکه د مدنی ټولنو فعالیتونه، ټولنیز حرکتونه، عامه غونډې، عریضې، سولهییز اعتراضونه او د استازو له لارې د غوښتنو وړاندې کول. دغه فعالیتونه سیاسی سیستم ته د ټولنې د اړتیاوو او ستونزو په اړه معلومات برابروی او د پالیسیو پر جوړولو اغېز کولای شی.
همدارنګه، ټولنیز یووالی (Social Cohesion) یا (Sozialer Zusammenhalt)، ټولنیز باور(Social Trust) یا ((Soziales Vertrauen او د ټولنیزو شخړو کچه د سیاسی ثبات لپاره مهم عوامل دی. په هغو ټولنو کې چې د وګړو ترمنځ متقابل باور، همکاری او د ګډو اصولو درناوی موجود وی، د سیاسی او دولتی بنسټونو د فعالیت لپاره مناسب شرایط رامنځته کېږی. خو ټولنیز تبعیض، ژورې نابرابرۍ او د ډلو ترمنځ بېباوری کولای شی سیاسی اختلافات او بېثباتی زیاته کړی.
بېلګه: که په یوه ټولنه کې د بېلابېلو ټولنیزو ډلو ترمنځ د زدهکړې، روغتیا، کار او اقتصادی فرصتونو په برخه کې لوی واټن موجود وی، محرومې ډلې ښایی د برابرۍ او ټولنیز عدالت غوښتنه وکړی. دغه غوښتنې کولای شی د عامه بحثونو، مدنی فعالیتونو او سیاسی فشارونو لامل شی. حکومت بیا د دغو غوښتنو په ځواب کې د ټولنیزو خدمتونو د پراختیا او د فرصتونو د برابرولو لپاره نوې پالیسۍ وضع کولای شی.
په دې اساس، د سیاسی او ټولنیز سیستم اړیکه یوازې د دولت له لوری پر ټولنه د قوانینو او پالیسیو د پلی کولو موضوع نه ده، بلکې ټولنه هم د خپلو اړتیاوو، غوښتنو او فعالیتونو له لارې د سیاسی سیستم په جوړښت، پرېکړو او بدلون کې فعاله ونډه لری.
۶.۳. د سیاسی او کلتوری سیستم اړیکه
سیاسی او کلتوری سیستمونه د ټولنې د ارزښتونو، باورونو، دودونو، هویت او سیاسی چلند په جوړولو کې له یو بل سره متقابلې اړیکې لری. کلتوری سیستم (نظام) د هغو ګډو ارزښتونو، ژبو، دودونو، تاریخی تجربو، باورونو او ټولنیزو مفکورو مجموعه ده چې د یوې ټولنې د غړو د ژوند او چلند بڼه ټاکی. سیاسی سیستم بیا د همدې کلتوری چاپېریال په منځ کې فعالیت کوی او د خلکو د سیاسی فکر، ګډون او د واک په اړه د تصوراتو تر اغېز لاندې وی.
کلتوری ارزښتونه د خلکو پر سیاسی لیدلوری او چلند اغېز کوی. د عدالت، ازادۍ، برابرۍ، واک، قانون، مسئولیت، مشرتابه او مشارکت په اړه د یوې ټولنې تصورات د هغې د سیاسی فرهنګ (Political Culture) مهم عناصر دی. دغه تصورات د دې لامل کېږی چې خلک سیاسی واک څنګه درک کړی، له دولتی بنسټونو څخه څه تمې ولری او په سیاسی فعالیتونو کې په کوم ډول ګډون وکړی.
سیاسی فرهنګ په ځان کې د خلکو هغه ګډ باورونه، ارزښتونه، احساسات او تمې رانغاړی چې د سیاسی نظام، دولتی ادارو، سیاسی مشرانو، قوانینو او سیاسی ګډون په اړه یې لری. د بېلګې په توګه، په هغو ټولنو کې چې د قانون حاکمیت، د وګړو د حقونو، زغم او سیاسی مشارکت ارزښتونه پیاوړی وی، خلک ښایی د سیاسی بهیرونو په اړه فعاله او مسؤلانه ونډه واخلی.
له بلې خوا، سیاسی سیستم هم د قوانینو، تعلیمی پالیسیو، کلتوری پروګرامونو او عامه بنسټونو له لارې پر کلتوری ژوند اغېز کوی. دولت کولای شی د ژبو، تاریخی میراثونو، هنری فعالیتونو، فرهنګی مرکزونو او کلتوری تنوع د ساتنې او ودې لپاره پالیسۍ جوړې کړی. همدارنګه، د بیان، فکر، مطبوعاتو او عقیدې د ازادیو په اړه سیاسی او حقوقی پرېکړې د کلتوری فعالیتونو پر پراختیا اغېز کوی.
د سیاسی سیستم او کلتوری سیستم اړیکه د ملی هویت (National Identity) او ټولنیز یووالی په جوړولو کې هم مهمه ده. سیاسی بنسټونه د ګډو ملی ارزښتونو، تاریخی میراثونو او اساسی حقوقی اصولو په پیاوړتیا کې ونډه لرلای شی. خو په عین حال کې، د کلتوری تنوع درناوی او د بېلابېلو ډلو د هویتونو ساتنه د یوه ټولشموله سیاسی نظام لپاره مهم شرایط دی.
که سیاسی نظام د بیان ازادی، فکری تنوع او کلتوری فعالیتونه تضمین کړی، د بېلابېلو کلتوری نظرونو د څرګندېدو، بحث او ودې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کېږی. برعکس، که دغه ازادۍ محدودې شی، د کلتوری فعالیتونو، علمی بحثونو او فکری تنوع د ودې فرصتونه کمېدای شی.
بېلګه: که یو دولت د بیان ازادی او د کلتوری فعالیتونو حق په قوانینو کې تضمین کړی، بېلابېلې ټولنیزې او کلتوری ډلې کولای شی خپلې ژبې، دودونه، هنری آثار او فکری لیدلوری په قانونی او سولهییز ډول څرګند کړی. په دې توګه، د کلتوری تنوع ساتنه او د ټولنیز تفاهم پیاوړتیا ممکنه کېږی. خو که د خلکو د کلتوری او فکری څرګندونو مخه ونیول شی، د ټولنې د بېلابېلو برخو ترمنځ د واټن او بېباورۍ د زیاتېدو احتمال رامنځته کېږی.
په پایله کې، کلتوری سیستم یوازې د سیاسی سیستم تر اغېز لاندې نه دی، بلکې د سیاسی نظام د مشروعیت، ثبات او فعالیت په جوړولو کې هم مهم رول لری. هغه سیاسی نظام چې د ټولنې کلتوری ارزښتونه، تاریخی تجربې او تنوع په پام کې ونیسی، د خلکو د باور او سیاسی ګډون د پیاوړتیا لپاره غوره زمینه برابرولای شی.
په راتلونکې (اتمه) برخه کې به د سیاسی سیستم سره د اقتصادی، اجتماعی او کلتوری سیستمونو ډیالکتیکی او متقابلې اړیکې په ګډه سره وڅیړل شی.
۱۹.۱۱.۲۰۱۶

ښاغلی غفوری صیب، ستاسې د ښکلی لیکنې له امله مننه، بریالی اوسئ
پدرناوی
قیوم بشیر هروی