۲۴ ساعت

26 فوریه
۱ دیدگاه

غزل

تاریخ  نشر یکشنبه هشتم   حوت  ۱۳۹۵ –  ۲۶  فبروری  ۲۰۱۷  –  هالند

غزل

مصطفی پسرلی

اوس په دې کلي کې هر څوک د ځان خبرې کوي

ځان ترې نه هير وي او د لوړ اسمان خبرې کوي

مخ ته مې ګوري خو مې سترګو ته کتلى نه شي

داسې سرکوزي بيا د دین ، ايمان خبرې کوي

زه ځپل شوى يم په دې چې ما ترې مينه غوښته

زخمي ګوګل مې د هغه دوران خبرې کوي

نور په خوږو خوږو کيسو د هغه نه غولیږم

اغيار په مکر د وصال ، هجران خبرې کوي

د پسرلي خوار قسمته ته به کله ويښ شې ؟

د شر لاسونه بيا د ګران ، ارزان خبرې کوي

مصطفی پسرلی
18/02/2017

 

یک پاسخ به “غزل”

  1. admin گفت:

    تشکر از آقای پسرلی ، سروده عالیست. موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما