د سیاسی سیستم د فعالیت څرنګوالی
( نوزدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر : پنج شنبه مؤرخ ۲۱ عقرب ( آبان ) ۱۴۰۵ خورشیدی – ۱۲ نوامبر ۲۰۲۶ میلادی – ملبورن – استرالیا
————————————————————————————————————————————————–
د سیاسی سیستم د فعالیت څرنګوالی
(پنځمه برخه)
نور محمد غفوری
۴. د سیاسی سیستم (د سیاسی نظام) د فعالیت څرنګوالی
سیاسی سیستم د یوه منظم، پرلهپسې او متقابل بهیر له لارې فعالیت کوی. په دې بهیر کې د ټولنې اړتیاوې، غوښتنې او ستونزې د سیاسی موضوعاتو په توګه مطرح کېږی، اړوند بنسټونه یې ارزونه کوی، د حل لپاره پرېکړې او پالیسۍ جوړېږی او وروسته د دغو پرېکړو د پلی کېدو او پایلو څارنه او ارزونه ترسره کېږی.
په بل عبارت، سیاسی سیستم د ټولنې غوښتنې او اړتیاوې په سیاسی پرېکړو، قوانینو او عامه پالیسیو بدلوی او هڅه کوی چې د هغو له لارې د ټولنې ستونزو ته ځواب ووایی. دغه بهیر یو اړخیز نه دی، بلکې د خلکو، سیاسی بنسټونو او دولتی ادارو ترمنځ متقابل تعامل پکې ترسره کېږی. د پالیسیو د پلی کېدو پایلې بېرته د ټولنې او سیاسی سیستم پر اړیکو اغېز کوی او د نویو غوښتنو او پرېکړو زمینه برابروی.
د سیاسی سیستم د فعالیت بهیر په عمومی توګه په لاندې پړاوونو وېشل کېدای شی:
۴.۱. د اړتیاوو او غوښتنو څرګندېدل
د سیاسی سیستم فعالیت د ټولنې د اړتیاوو، غوښتنو او ستونزو له څرګندېدو پیلېږی. په هره ټولنه کې خلک او ټولنیزې ډلې د خپلو ورځنیو تجربو، اقتصادی او ټولنیزو شرایطو او ژوند د اړتیاوو له مخې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږی او د هغو د حل غوښتنه کوی. دغه غوښتنې کېدای شی د ښوونې او روزنې، روغتیایی خدمتونو، امنیت، کارموندنې، اقتصادی عدالت، سیاسی ګډون، بشری حقونو، زیربناوو او نورو عامه موضوعاتو په اړه وی.
خلک خپلې غوښتنې د بېلابېلو لارو سیاسی سیستم ته رسوی؛ لکه د ټاکنو له لارې، د سیاسی ګوندونو او مدنی ټولنو په وسیله، د رسنیو له لارې، د عامه غونډو او سولهییزو لاریونونو په ترڅ کې، د عریضو او غوښتنلیکونو په وړاندې کولو او یا له دولتی ادارو سره د مستقیمو اړیکو له لارې.
په دې پړاو کې د خلکو غوښتنې د سیاسی سیستم لپاره د معلوماتو او سیاسی فشار سرچینه جوړوی. دغه غوښتنې سیاسی بنسټونو ته څرګندوی چې ټولنه له کومو ستونزو سره مخ ده او له حکومت او نورو سیاسی بنسټونو څخه څه ډول اقدامات غواړی.
د بېلګې په توګه، که په یوه سیمه کې د ښوونځیو د نشتوالی له امله خلک د خپلو ماشومانو د زدهکړې له ستونزې سره مخ وی، نو د سیمې اوسېدونکی کولای شی خپله غوښتنه د سیمهییزو شوراګانو، رسنیو، مدنی ټولنو او دولتی ادارو له لارې مطرح کړی. په دې توګه، یوه سیمهییزه ټولنیزه ستونزه په سیاسی غوښتنه بدلېږی.
۴.۲. د ستونزو ارزونه او د لومړیتوبونو ټاکل
د ټولنې ټولې غوښتنې او ستونزې په یوه وخت او په یوه اندازه نه شی حل کېدای؛ ځکه سیاسی سیستم له محدودو مالی، بشری، اداری او تخنیکی سرچینو سره مخ وی. له همدې امله، اړوند سیاسی او دولتی بنسټونه باید مطرح شوې ستونزې وارزوی او د اهمیت، اړتیا او شته امکاناتو له مخې ورته لومړیتوبونه وټاکی. په دې پړاو کې د هرې ستونزې د پراخوالی، ټولنیزو او اقتصادی پایلو، د اغېزمنو خلکو شمېر، د حل امکاناتو، اړینو سرچینو او د ستونزې د نه حل کېدو احتمالی زیانونو ارزونه ترسره کېږی.
د لومړیتوبونو ټاکل یوازې یوه تخنیکی او اداری موضوع نه ده، بلکې مهم سیاسی اړخ هم لری. بېلابېلې ټولنیزې ډلې، سیاسی ګوندونه او د ګټو ډلې ښایی د خپلو اړتیاوو، ارزښتونو او ګټو له مخې د یوې ستونزې په اړه بېلابېل نظرونه ولری. له همدې امله، د لومړیتوبونو ټاکل ډېری وخت د سیاسی بحثونو، مذاکرو او د بېلابېلو ګټو د همغږۍ غوښتنه کوی.
د بېلګې په توګه، یوه ټولنه ښایی د ښوونځیو د نشتوالی، بېکارۍ، روغتیایی خدمتونو د کمښت او د سړکونو د خرابوالی له ستونزو سره مخ وی. اړوند سیاسی بنسټونه باید د دغو ستونزو د بېړنیوالی، ټولنیزو پایلو، د حل د لګښتونو او شته امکاناتو له مخې مشخص کړی چې کومې ستونزې باید لومړی حل شی.
په دې توګه، د ستونزو ارزونه او د لومړیتوبونو ټاکل سیاسی سیستم ته دا زمینه برابروی چې محدودې سرچینې په منظم ډول وکاروی او هغو موضوعاتو ته لومړیتوب ورکړی چې د ټولنې لپاره ډېر اهمیت لری.
۴.۳. د پرېکړو او پالیسیو جوړول
کله چې یوه ستونزه د سیاسی سیستم په لومړیتوبونو کې شامله شی، نو د هغې د حل لپاره د مناسبو لارو او بدیلو انتخابونو ارزونه پیلېږی. په دې پړاو کې سیاسی مشران، دولتی ادارې، متخصصان، قانون جوړوونکی او اړوند بنسټونه د ستونزې د حل له پاره په بحث، مشوره او تصمیم نیونه کې برخه اخلی.
لومړی د ستونزې اصلی علتونه څېړل کېږی، اړوند معلومات راټولېږی او د حل بېلابېلې لارې پېژندل کېږی. وروسته د هرې حللارې احتمالی ګټې، زیانونه، لګښتونه، اغېزې او د پلی کېدو امکانات ارزول کېږی.
د دغو ارزونو پر بنسټ یوه یا څو مناسبې لارې ټاکل کېږی او د اړتیا له مخې د قانون، عامه پالیسۍ، پراختیایی پروګرام، ستراتیژۍ یا اداری پرېکړې بڼه غوره کوی.
د پرېکړو د کیفیت لپاره اړینه ده چې د خلکو نظرونه، علمی او څېړنیز معلومات، اساسی قانون او حقوقی اصول، مالی امکانات، ټولنیز شرایط او احتمالی پایلې په پام کې ونیول شی. همدارنګه، د پرېکړو په بهیر کې د شفافیت، حساب ورکونې او عامه مشارکت رعایت د پرېکړو د مشروعیت او منلو کچه پیاوړې کوی.
په ډیموکراتیکو سیاسی نظامونو کې د پرېکړو او پالیسیو جوړول عموماً د عامه بحثونو، مشورو، سیاسی استازیتوب، پارلمانی څېړنو او قانونی تصویب له لارې ترسره کېږی. خو په هغو سیاسی نظامونو کې چې د خلکو او سیاسی ډلو ګډون محدود وی، د پرېکړو واک تر ډېره د محدودو سیاسی او حکومتی کړیو په لاس کې متمرکز وی.
د بېلګې په توګه، که یوه سیمه د بېکارۍ له لوړې کچې سره مخ وی، حکومت کولای شی د ستونزې د حل لپاره د حرفوی زدهکړو پروګرام، د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ طرحه، د پانګونې هڅوونکې پالیسی او د کاری فرصتونو د رامنځته کولو پروګرامونه وارزوی. وروسته د شته امکاناتو او احتمالی پایلو له مخې مناسبه تګلاره غوره او د پلی کېدو لپاره تصویب کړی.
په دې توګه، د پرېکړو او پالیسیو جوړولو پړاو هغه مرحله ده چې د ټولنې اړتیاوې او سیاسی غوښتنې په رسمی دولتی پرېکړو او عملی تګلارو بدلېږی.
۴.۴. د پرېکړو او پالیسیو پلی کول
د سیاسی نظام د فعالیت په بهیر کې د پرېکړو او پالیسیو له جوړولو او تصویب وروسته د هغو د عملی کولو پړاو پیلېږی. په دې پړاو کې ټاکل شوې پرېکړې او پالیسۍ له نظری او رسمی حالت څخه عملی ډګر ته لېږدول کېږی او اړوند دولتی ادارې، اجرائیوی بنسټونه، دولتی کارکوونکی او نور مسؤل ارګانونه د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره لازم اقدامات ترسره کوی.
د پالیسیو د اغېزمن پلی کېدو لپاره یو لړ اداری، مالی، بشری او تخنیکی شرایطو ته اړتیا ده. په دې شرایطو کې د مسؤلیتونو او صلاحیتونو روښانه وېش، د اړینې بودیجې برابرول، د بشری او تخنیکی سرچینو تنظیم، د فعالیتونو لپاره د مشخص مهالوېش جوړول، د اړوندو ادارو ترمنځ همغږی او د عملی فعالیتونو دوامداره څارنه شامل دی.
په دې پړاو کې د دولتی ادارو اداری وړتیا، د کارکوونکو مسلکی پوهه، د مدیریت کیفیت، د قانون حاکمیت او د خلکو همکاری مهم رول لری. که مسؤلیتونه په سمه توګه ووېشل شی، سرچینې په مناسب ډول وکارول شی او اړوندې ادارې له یو بل سره همغږۍ ولری، د پالیسیو د بریالی پلی کېدو امکانات زیاتېږی.
د یوې پالیسۍ بریالیتوب یوازې د هغې په ښه طرحه او تصویب پورې تړلی نه دی، بلکې د پلی کولو پر څرنګوالی او کیفیت هم اړه لری. ځینې وختونه یوه پالیسی په نظری او تخنیکی لحاظ مناسبه وی، خو د بودیجې د نشتوالی، اداری کمزورۍ، فساد، د مسؤلیتونو د نه روښانتیا، د ادارو ترمنځ د همغږۍ د نشتوالی یا د خلکو د نه همکارۍ له امله په عملی ډګر کې خپلې ټاکل شوې موخې نه شی ترلاسه کولای.
د بېلګې په توګه، که حکومت د بېکارۍ د کمولو لپاره د حرفوی زدهکړو او مسلکی مهارتونو د پراختیا یوه ملی پالیسی تصویب کړی، نو د هغې د پلی کولو لپاره باید اړوندې ادارې مشخصې شی، بودیجه ورته ځانګړې شی، مسلکی روزونکی او اړین تخنیکی امکانات برابر شی او د روزنیزو پروګرامونو د ترسره کولو لپاره مشخص پلان جوړ شی. همدارنګه، باید وڅارل شی چې څومره کسان روزل شوی او تر روزنې وروسته یې څومره د کار فرصتونه ترلاسه کړی دی.
له همدې امله، د پالیسیو د پلی کولو بهیر باید له پیل څخه تر پایه په منظم ډول مدیریت او وڅارل شی، څو د پلی کېدو خنډونه پر وخت وپېژندل شی او د هغو د له منځه وړلو لپاره لازم اقدامات ترسره شی.
په دې توګه، د پرېکړو او پالیسیو پلی کول هغه پړاو دی چې د سیاسی سیستم رسمی پرېکړې په عملی فعالیتونو او خدمتونو بدلوی او د ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره زمینه برابروی.
۴.۵. د پایلو ارزونه
د سیاسی سیستم د فعالیت په بهیر کې د پرېکړو او پالیسیو له پلی کېدو وروسته د هغو د پایلو ارزونه ترسره کېږی. د دې پړاو اساسی موخه دا ده چې معلومه شی، پلی شوې پالیسۍ تر کومه بریده خپلې ټاکل شوې موخې ترلاسه کړې دی او د ټولنې پر وضعیت یې څه ډول اغېزې کړې دی.
په دې پړاو کې ارزول کېږی چې اصلی ستونزه څومره حل شوې، د پالیسی له پلی کېدو څخه کومې مثبتې او منفی پایلې رامنځته شوې، ټاکل شوې بودیجه په اغېزمن ډول کارول شوې او که نه، او د پلی کولو په بهیر کې له ټاکل شویو موخو او پلانونو څخه کوم انحراف رامنځته شوی دی که نه.
د پایلو د ارزونې لپاره بېلابېل معیارونه او شاخصونه کارول کېږی. په دغو معیارونو کې د پالیسۍ د موخو د ترلاسه کېدو کچه، د مالی لګښتونو تناسب، د سرچینو د کارونې اغېزمنتیا، ټولنیزې او اقتصادی پایلې، د خلکو رضایت او د خدمتونو د کیفیت بدلون شامل دی.
د بېلګې په توګه، که حکومت د بېکارۍ د کمولو لپاره د حرفوی زدهکړو یو پروګرام پلی کړی وی، نو د هغه د ارزونې پر مهال باید معلومه شی چې څومره کسانو په پروګرام کې ګډون کړی، څومره کسانو مسلکی مهارتونه ترلاسه کړی، څومره کسان په کار ګومارل شوی او د پروګرام د پلی کولو لګښتونه د ترلاسه شویو پایلو په پرتله څومره وو.
د پایلو ارزونه یوازې د یوې پالیسۍ د بریا یا ناکامۍ د معلومولو لپاره نه ده، بلکې د سیاسی سیستم د اصلاح، زدهکړې او راتلونکو پرېکړو د ښه کولو لپاره هم ځانګړی اهمیت لری. د ارزونې له لارې هغه نیمګړتیاوې، خنډونه او ستونزې پېژندل کېږی چې د پالیسۍ د پلی کېدو پر کیفیت یې منفی اغېز کړی وی. وروسته د همدې موندنو پر بنسټ د پالیسۍ د اصلاح، دوام، پراختیا یا بدلون په اړه پرېکړې ترسره کېږی.
همدارنګه، د پایلو ارزونه د حکومت د حساب ورکونې او شفافیت د پیاوړتیا وسیله هم ده؛ ځکه خلک او اړوند څارونکی بنسټونه کولای شی د حکومتی پرېکړو او لګول شویو عامه سرچینو د پایلو په اړه معلومات ترلاسه کړی.
په دې توګه، د پایلو ارزونه د سیاسی سیستم د فعالیت یوه مهمه برخه ده چې د پالیسیو د اغېزمنتیا کچه څرګندوی، د حکومت د فعالیتونو د اصلاح زمینه برابروی او د راتلونکو پرېکړو لپاره اړین معلومات چمتو کوی.
د مختلفو پړاوونو ترمنځ اړیکه
د سیاسی سیستم د فعالیت په تشریح کې لومړی د خلکو غوښتنې او اړتیاوې څرګندېږی، بیا د هغو ارزونه او د لومړیتوب ټاکنه کېږی او په پای کې د حل لپاره پرېکړې او پالیسۍ جوړېږی. په راتلونکو پړاوونو کې د دغو پالیسیو پلی کول، څارنه او ارزونه هم د همدې بهیر بشپړوونکې برخې دی.
د سیاسی سیستم د فعالیت په بهیر کې د خلکو د اړتیاوو څرګندونه، ارزونه او د لومړیتوبونو ټاکل، د پرېکړو او پالیسیو جوړول ، د هغو پلی کول او د پایلو د ارزونې پړاوونه یو له بل سره مستقیم تړاو لری.
مهمه پایله داده چې د نتایجو ارزونه د سیاسی سیستم د فعالیت وروستی پړاو نه ګڼل کېږی؛ بلکې د ارزونې موندنې بېرته د سیاسی سیستم د معلوماتو او پرېکړو بهیر ته داخلېږی. په دې توګه، د پخوانیو پالیسیو د پایلو له ارزونې څخه د نویو اړتیاوو د پېژندلو، د لومړیتوبونو د بیا ټاکلو او د راتلونکو پالیسیو د ښه کولو لپاره ګټه اخیستل کېږی.
نور محمد غفوری
۱۱/۱۱/۲۰۲۶ ز کال
نوټ: دا لیکنه پاته شپږمه برخه هم لری

ښاغلی غفوری صیب، ستاسې د ښکلی لیکنې له امله مننه، بریالی اوسئ
پدرناوی
قیوم بشیر هروی