۲۴ ساعت

19 سپتامبر
۱ دیدگاه

کیسه(داستان)، لنډه کیسه، ناول او رومان

( هجدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر : شنبه مؤرخ ۲۸ سنبله ( شهریور) ۱۴۰۵ خورشیدی  – ۱۹ سپتامبر۲۰۲۶ میلادی   ملبورن  استرالیا
——————————————————————————————————————————————————–

کیسه(داستان)، لنډه کیسه،

ناول او رومان

پوهنیار ظفرخان «اهتمام»  

-ادب پوهان او ادب څېړونکی دادبیاتو داوسنی تعبیر له مخې دیوې ژبې ټول لیکلی او شفاهی منثور آثار چې هُنری ارزښت ولری ادبیات ګڼی چې دکیسوټول ډولونه په کې ځانګړی اړین ځای لری.زموږلیکوال هغه څه اوپېښې چې لیدلی،اورېدلی،احساس کړی اویایې په فکرا وخیال کې تېرېږی بیانوی د دغوداستانی لیکنو ارزښت اوکره والی  دلیکوال اوپنځوونکی په الهامی یا فطری استعداد،فنی اوکسبی پوهې اومهارت پورې تړاو لری چې انسانی روانی حالات،دوګړوهیلې او غوښتنې،جذبات،احساسات اوعواطف په الفاظو کې څنګه انخور او راونغاړی،لوستونکی ته یې ؤلېږدوی اودهغوی په عواطفو کې خوځښت راولی.پښتوادبی لیکنوله ۱۹۵۰میلادی کال نه پس وده اوپراختیاموندلې ده. کیسه،لنډه کیسه،ناول اورومان څخه عبارت دی چې دلته به هریو په لنډه توګه معرفی کړو:

۱-کیسه (داستان):

د حماسی ادب ځانته فورم دی دجوړښت په لحاظ ترلنډې کیسې لویه اوله ناول څخه وړوکې وی.څنګه چې کیسه حکایتی بڼه لری،نو دناول په انډول یې تخیلی جنبه زیاته وی.په کیسه کې دهُنراتل(هیرو)په ژوند پوره رڼا اچول کېږی اودګډون کوونکویا پرسوناژونوشمېر یې دلنډې کیسې دګډون والو په پرتله ډېر وی یا په بل عبارت: کیسه ډیکشنری کې ستوری ته وایی چی د هستوری (تاریخ) د کلیمی یو لنډیزدی چی د روایت بیانولو یا د رامنځ ته شوې پیښې ما ناور کوی، کیسه یاداستان د هغو کارنامو او پیښو بیان دی چی پکی د ژوند په هراړخ څه ناڅه ذکر موجود وی د کیسو ډولونه د هغو د اندازو په نسبت ډیر دی ، لکه: حماسی، قصیدې، بوللې ، تاریخی ،د لیکوالو ژوندُ، نکلونه، اُسطورې، خوبونه، مذهبی حکایات ، درواجونو، پولیسی، جدی او کره کیسې ، چی هره یوه خپلې ځانګړتیاوې او ډولونه لری.

۲- لنډه کیسه:

لنډه کیسه یو داسی فن دی چی ځان ته ښکلا یز اصول اوفنی غوښتنې لری لکه کوټلی تاثیر(آغېز)، رمزیت (سمبولیکوالی) او دمواد و فنکارانه اوډل، هره کیسه باید تلوسه، پیل ، منځ او پای سره دیوی انتباهی.کومیډی ،تراژیدی اوهیجانی پایلې وی کیسه باید له پیل څخه منطقی وی باید پلاټ او بیان یې منطقی ، کافی منسجم او له ولولو ډک وی.

د کیسې پلاټ (جوړښت) د احساساتو، فطری درک او ایډ یاوو څخه جوړیږی،یو کړه( (Action په یوځای اویوه ورځ ښیی یوه لنډه کیسه د واحد مرکزی کرکتر (پرسوناژ) موضوع، دواحدې پیښې، واحد احساس، او هیجاناتو د کړۍ سره چی دواحدې وضعې د غوښتنې او واحدې آغیزې سره سمه منځ ته راځی یوڅه فانتیزی (خیال) باید هم ولری ،په لنډه کیسه کې حتمی نده، چی هیرو ولری، لنډه کیسه کیدای شی فانتیزی (تخیلی) اویاریالستیکه (حقیقی) ؤ اوسی ځانګړې اړتیا د لنډې کیسې له پاره داده چی کیسه باید د یوې انتباه او درک لپاره منځ ته راشی ، تخیل باید دومره لوی اوحماسی (مبالغه یې) کړی چی یو دردونکی، پیچلی او یا خوښونکی لذت وبخښی لکه چی ویل کیږی، لنډه کیسه کلک زړونه تراشوی، په نرمو اوزړه سواندو زړونویې بدلوی دا ددې نوموړو تاثراتو په پایله کی کیږی،په لنډه کیسه کې دژوند دیوې برخې ،د یوه حالت اودیوې پیښې شننه پرته ده، د لنډې کیسې کرکترونه د بصیرت او ادراک زیږنده دی،یاپه بله وینا:

په لویدیځ ادب کې لنډه کیسه (Short Story) بلل کېږی.لنډه کیسه دنثری کیسو یوډول دی،لنډه اوله داسې توکوڅخه جوړه وی چې یوله بله سره تړلې اویودبل ترآغیزلاندې وی. موضوع دخپلوحدودوپه چوکاټ کې رانغاړی،بې اړتیا خبره به کې ځای نه لری.دتأثراوآغیریووالی په کې یوازینی شرط دی.

۳- ناول:

دلاتینی ژبې کلیمه ده لغوی مانایې نوی،تازه اوعجیبه څیز دی.په ادبی اصطلاح کې هغې ادبی نثری کیسې یاداستان ته وایی چې له لنډې کیسې څخه لویه اوله رومان څخه لنډ.وی.په لیکنی چوکاټ کې یې طرح،اصلی اوفرعی کرکترونه .مکالمې اودکیسې پیل ،منځ اوپای لری.له لنډې کیسې سره یې توپیرپه دې کښې دی چې هم په کې پېښې په تفصیل سره بیانېږی اوهم یې کرکترونه زیات وی.

په اظهاریې د نورو انسانانو همدردی پیداشی،په ناول کی د انسانی ژوند لوړې ژورې، موجودې وی، د انسان له پیدایښت څخه ترپایښت پورې چی کوم واقِعات پیښیږی د ټولو تصویرونه د خپل فن، سکالو (موضوع) ګرځوی، د ناول دنیا د حقیقی دنیا په شان د زمان او مکان او په نړۍ کې دپیښو د رښتیـنوالی پربنا ولاړه وی.

د داستان په څیر پلاټ په تخیلی دنیا کی نه وی، ناول، په زړه پورې کشش او مرکزی خیال لری، په ناول کی اسکلیت ، سکالو دایدیا لوژی په نسبت سرترپایه هډوکی کلکوی او دناول داید یالوژی دقِقه نه ده .له لنډې کیسې سره یې توپیرپه دې کښې دی چې هم په کې پېښې په تفصیل سره بیانېږی اوهم یې کرکترونه زیات وی.

۴-  رومان:

رومان فرانسوی کلیمه یاغونډاله ده،په ځینو فرهنګونوکې یې معناخیالی داستانونه یاکیسې اوپه ځینو کې دمینې اومحبت کیسې راغلی دی.په ادبی اصطلاح کې هغې کیسې ته ویل کېږی چې له ناول څخه اوږده وی.دژوندډېری اوبیلابیلې لړی به کې منعکس شوی وی او دبیلابیلوپیښو انځورپه ادبی قالب کې ځایوی دشکل یاجوړښت په لحاظ له ناول سره زیات فرق نه لری،یوازې دمضمون یاموضوع په ټاکنه او دواقیعتونوپه څېړلوکې توپیر لری.هغه داچې په ناول کې همیشه واقعینونه دعلمی اومنطقی اصولوله مخې بیان اوڅېړل کېږی،خوپه رومان کې په تخیلی ډول،یانې کوښښ کېږی چې خیالی پېښې لوستونکوته په رښتینې یاصرف ریالیستیکه بڼه وړاندې کړی.نور ورته ادبی ژانرونه لکه:داستانی طرحه(اډانه)،ادبی ټوټه،ډرامه اوډولونه یې،طنز،ادبی راپورتاژ،یونلیک،ادبی لیکونه اونورهم شټه چې په دې بحث کې شامل نه دی. خبرې به لنډې کړم.!

‎دکره کیسولیکلواوپیژندلوله پاره د ښوکیسو لیکوالو:ښاغلو زرین انځور، بریالی باجوړی،ډاکټر محمداکرم عثمان، احسان الله آرینزی، اکبرګرکر،عبدالواحد نظری، رهنورد زریاب ،علم ګل سحر،صفیه حلیم، عارفه عمرلور، صفیه صدیقی،نجیبه لیمه،آمین افغانپور،منان ملګری،جلال نورانی، نورمحمد تره کی ، محمد صدیق پسرلی، سپوږمۍ زریاب،شهسوارسنګروال،نام حق زیرک، بشیردودیال،عبدالوکیل سوله مل،میرحسام دین برومند ،نصیراحمداحمدی، ایمل پسرلی، اجمل وپسرلی،سعدالدین شپون، عبیدالله محک، اجمل تورمان،اوّ ځینوبهرنیوکې: لوتولستوی، رابنراناتـ ټاګور،راجاګوپال چاری،رـ ک ناریان،کریش چندر،،پریم چند،ماکسیم ګورکی،چخوف(چې په دری اوپښتو ترجمه اثار لری) اودځینو نوروښاغلو د کیسو په لوستلو په معیاری کیسو لاس بری حاصلېږی.

-د کیسو، لنډو کیسو رومان او ناول له پاره لیکوونکی پیښې خپله وینی او یایې له نورو څخه کیسې اوریدلی وی ،کله کله داسې هم کیږی چی یوه کیسه دوه لیکوال او یا سره ورته کیسه څولیکوال لیکی دادهغه اوریدونکی کیسه وی چی څو کسانو اوریدلې وی او یا خوله په خوله دتیرې زمانو څخه را پاتې وی،دکیسو له پاره تر ټولو غوره لومړی دموضوع ټاکل یا په ذهن الهام دی، د کیسې موضوع باید ستاسی د زده کړې، چاپیریال، خوښې او لید لوری سره نږدې او موافقه وی، ترڅو په شوق ، ذوق او دخپلې طبعې سره برابر په ښه موضوع خپل تخلیق وړاندې کړای شۍ، دموضوع ټاکنه او خپله لیکنه وروسته له لیکلو خپلو استادانو او یا دهمدی عرصی مخکښانوته وښیئ یا یې دشونتیا په صورت کې دغېرمتعصبواوبې پرې کره کتـنوغونډوته وړاندې کړئ،دهغوی رایه اوتشویق کوونکې خو رښتینې مثبه مشوره به ګټوره وی ، بل داوسنی عصرسره برابر په نویو او رښتینو موضوعاتو باید کیسې ولیکل شی داهم ښه اونوې ښیګڼه ده.

        ……………………………………………..

ماخذونه:

د دغوماخذونودځینومخونوله لنډیزڅخه په استفادې:

۱.دلنډې کیسې تیوری شریفه «شریف» د ۱۳۶۷کال چاپ

۲.قصه داستان کوتاه رمان جما ل میر« صادقی » د ۱۳۶۵ کا ل چاپ

۳.دمقالی لیکلو اصول عبدالمالک «همت» د ۱۳۸۵ ل ل کال چاپ .

۴.دیوولسم ټولګی پښتودرسی کتاب دویمه ژبه- پوهندوی محمدآقاشېرزاد- د۱۳۹۰ کال چاپ.ا

 

 

 

یک پاسخ به “کیسه(داستان)، لنډه کیسه، ناول او رومان”

  1. admin گفت:

    ښاغلی اهتمام صاحب، ستاسو د ښکلی لیکنې څخه مننه، بریالی اوسئ.
    په درناوی
    قیوم بشیر هروی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما