۲۴ ساعت

د مینې نغمه

سمیع الدین افغانی

سمیع الدین افغانی

  د مینې نغمه

سمیع الدین افغانی

٢١ – ۵ – ٢٠١٢ م٠کال

دنشر نیټه ۲۴ – ۵ – ۲۰۱۲

ته د مینې لـــوی کتاب یې

ته دمینې لــوی دریاب یې

ته تصویــر د ښکلا ګــانو

ته ښایسته شانته ګلاب یې

تــه دمیــنې سمــندر کې

د موجونو په حساب یې

ته څرګند تصویــر د مینې

ته سکون د زړګی تاب یې

ته د ژوند پــه امتحان کې

په بر لاسوکې حساب یې

تــه نغمه یــې د شعــرونو

د  درخــو ادم ربــاب یې

تا نه زه لــوګی لوګی شم

د غمجن زړګو ثواب یې

———-

سمیع الدین افغانی

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما