ارسال شده توسط admin در
سیاسی

سميع الدين افغانی
سمیع الدین افغاني
د غرض لاسونه
دنشر نیټه ۱۱ / ۱ / ۲۰۱۲
دا یو څرګند حقیقت دی په کــــومه ټولنه کې چې نفاق او تــربګنۍ وي طبعي ده چـې د خلکو د بد بختیو اصلي عامل همدا تربګنۍ اوچرته چې یوالی او ورور ګلوي وي هلته کامیابي اوسعادت خدای پاک د خلکو نصیب ګرزوي چې دا اصل د کـورنۍ نه راوخله بیا تـر کلي کور ، ولسونو ، هیواد او دبشریت په کچه د منلو وړ خبره ده.
خو کله کله دځینو بشري ټولنو یوالی داسې کیدای شې چې د نوروپه ګته یا تاوان وي هغه داسې چې ډیری تیري کوونکي سیاستوال دخپلو خلکو په یووالي سره دنورو حقوق تر پښولاندې کړ ي او دنور انسانانو حقوق یې غصب اودهغوی هستي او شتمنۍیې تباه او د هغه خلکوحیثت ته یې په سپکه کتلي چې د نـړی استعمار ګره سیاستونه ددې مثال ژوندۍبیلګې دي.
ادامه نوشته…