د ګلو مزرعه
تاریخ نشر چهارشنبه چهارم حوت ۱۳۹۵ – ۲۲ فبروری ۲۰۱۷ – هالند
د ګلو مزرعه
محترم مصطفی پسرلی
22/02/2017
زما د زړګي هيله په آزار بدله شوه
لوخړه د ځيګر مې په انګار بدله شوه
زما خواره واکمنه نه پوهيږمه چې ولي
د ګلو مزرعه دې اوس په خار بدله شوه
ګناه څه ده ذاهده! د بیوزله عاشقانو ؟
شیبه چې د وصال په انتظار بدله شوه
ستا په محبت کې مې د زړه غوښې اوبه شوې
د صبر حوصله مې په تلوار بدله شوه
مايوسه اوښکې راغلې په ګریوان یې سيلاب جوړ کړ
چې هو مې وه په زړه کې په انکار بدله شوه
په ژوند می لوبې وشوې د بده شوم بدتره
د ګلو غاړګى راته په دار بدله شوه
ھر رګ مې پسرلیه اوس خپلواکه وینه غواړي
زما دغه ارمان په ستره لار بدله شوه
مصطفی پسرلی
22/02/2017
درود به جناب محترم مصطفی پسرلی ، تشکر از سروده عالی تان. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر