گزارش ورزشی
ځوانو رضاکارانو د پختونخوا د کرکټ ټيم ته په ۱۰ منډو ماته ورکړه
د ۱۳۹۰ کال د لړم د مياشتې په ۶ مه نېټه د لغمان د سرې مياشتې د ځوانو رضاکارانو د کرکټ ټيم د پختونخوا د کرکټ ټيم ته په لس ۱۰ منډو ماتې ورکړه، دا لوبه د ننګرهار ولايت د اسلامي پوهنتون د کرکټ په لوبغالي کې ترسره شوه.
د ځوانو رضاکارانو ټيم پچه وګټله او د بايټنګ پيل کولو پرېکړه يې وکړه چې په ۱۶ – اورونو کې يې د درې لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۴۵ منډې جوړې کړې او د پختونخوا ټيم ته يې ۱۴۶ منډې هدف وټاکه خو د پختونخوا ټيم د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکلي اورونو کې ۱۳۶ منډې جوړې او ټاکلي هدف ته ونه رسېدل چې په نتيجه کې لوبه په ۱۰ منډو سره د ځوانو رضاکارانو په ګټه پای ته ورسېده.
عزيز الرحمن ذکي
د لغمان د ځوانو رضاکارانو د روزنيز کلوپ مدير


دیدگاه بگذارید