گزارش ورزشی
ځوانو رضاکارانو د پختونخوا د کرکټ ټیم ته په ۱۰ منډو ماته ورکړه
د ۱۳۹۰ کال د لړم د میاشتې په ۶ مه نېټه د لغمان د سرې میاشتې د ځوانو رضاکارانو د کرکټ ټیم د پختونخوا د کرکټ ټیم ته په لس ۱۰ منډو ماتې ورکړه، دا لوبه د ننګرهار ولایت د اسلامی پوهنتون د کرکټ په لوبغالی کې ترسره شوه.
د ځوانو رضاکارانو ټیم پچه وګټله او د بایټنګ پیل کولو پرېکړه یې وکړه چې په ۱۶ – اورونو کې یې د درې لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۴۵ منډې جوړې کړې او د پختونخوا ټیم ته یې ۱۴۶ منډې هدف وټاکه خو د پختونخوا ټیم د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکلی اورونو کې ۱۳۶ منډې جوړې او ټاکلی هدف ته ونه رسېدل چې په نتیجه کې لوبه په ۱۰ منډو سره د ځوانو رضاکارانو په ګټه پای ته ورسېده.
عزیز الرحمن ذکی
د لغمان د ځوانو رضاکارانو د روزنیز کلوپ مدیر
دیدگاه بگذارید