۲۴ ساعت

28 جولای
۲دیدگاه

اختره مه را ځه ؟

تاریخ نشر سه شنبه ششم  اسد ۱۳۹۴ – ۲۸ جولای  ۲۰۱۵ هالند

الحاج نجم الدین « سعیدی »

الحاج نجم الدین « سعیدی »

اختره مه را ځه  ؟

 الحاج نجم الدين  (  سعيدي )

************
اختره  مه  را ځه  جانان   ته  رسيدلې  نه يم .
 لاره اوږده  ده  زه  هدف  پورې لا تللې  نه يم .
 يو څه دمه شه روژه ماتې  پورې  صبر  وکړه .
زه  لا تسبوح  او  د  نفلو  ځينې  وتلې  نه يم .
 زما تسبيح او دوعا ګانې خلاصې  شوې ندې .
د  يار  ليدو  ته   په  سجدو  توا  نيدلې  نه يم .
 ګوره !
اختره  مه را ځه  د يار سينګار لا وخت غواړې .
هم  د نکريزو   ايښو  دو  لپاره  تخت  غوا ړې .
 واړه  همزو لې  په ګډا وې  دې  رخصت غواړې .
 سره لوپه ټه کې ده زه ئې څنګ ته ود ريلې نه يم .
اختره هغه وخت راځه !
اختره هغه وخت را ځه چې يار سنګار جوړ کړې  .
 ګډ په ګډا وې پا يزيبونه  ئې شرنګهار جوړ کړې .
<کټ کټ خندا وې او همزولې ئې قطار جوړ کړې .
 لا د سعيد وپاکې مينې محبت غيږ ته ورغلې نه يم .
اختره    مه  راځه  جانان  ته   رسيدلې   نه يم .
لاره  اوږده  ده  زه  هدف پورې لا  تللې  نه يم .
***************
 نجم الدين  (  سعيدي )
 

۲ پاسخ به “اختره مه را ځه ؟”

  1. admin گفت:

    درود به آقای الحاج نجم الدین ( سعیدی ) سروده زیبا و مملو از احساس عالی تان است. عید بخیر آمدنیست بشرطیکه وحشی ها و جانی ها مردم را آرام بگذارند. . موفق باشید. مهدی بشیر

  2. الحاج نجم الدین « سعیدی » گفت:

    مهدې بشير وروره په خوله دې برکت شه زه به هم ووايم چې آمين او الهې دې دا وحشيان تباه او بر باد کړې سمه ورځ ئې په مونږ تور تم کړې اختر لا پريده . خو په هر حالت الله دې تاسو او ټولو وطنوال وخپل پاک هدف ته ور سوې تر څو د خوښې او خوشحالې اختر راشې پر ور د ګار لوې ذات دې او دنيا په اميد خوړه شوې نه بايد اميد له لاسه ور کړو هر هغه څه چې غواړو هغه به وشې . زه مخکې له مخکې اختر مبارکې وايم . ( نجم الدين سعيدي )

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما