۲۴ ساعت

30 آوریل
۱ دیدگاه

ولیکه

تاریخ نشر چهار شنبه ۳۰ اپریل ۲۰۱۴ هالند

ولیکه

عزیزی غزنوی

تورنتو کانادا

*****

قلمه ولیکه رښتیا ولیکه

په نیمه شپه او شین صبا ولیکه

پریږده د قیس او د لیلی خبرې

ظلم اوستم چور اوتالا ولیکه

ولیکه دا چې انسان ډوله حیوان

آچوي خوله په هره خوا ولیکه

خنداپه خوله کشې نشنه کیږي د چا

نارې سورې چیغې ژړا ولیکه

ورځ د محشرده په هرکور او کلي

وینې بهیږي په بیدیا و لیکه

ولیکه دا چه وطن وران شو ولې

دا ستا له لاسه او که زما ولیکه

سمسور باغونه شولې ورانې زمونږ

شنې کروندې شولې تالا ولیکه

ښکلي ګلان خاورې ایرې شول ولې

سوځي په اور کشې بڼ زما ولیکه

د بلبلانو چڼیدا ورکه شوه

هیرشو له زرکې نه خندا ولیکه

د وږو تږو او شکیدلی ګریوان

رنځونه ټول یو ځلې بیا ولیکه

تنکي ځوانان مو در په در ګرځی ټول

له مور او پلاره دې جلا ولیکه

سپوږمۍ په سپرغه کشې خاپوړي وهي

نشته په لمر کشې نن رڼا ولیکه

هغه ظلمونه چه غلیم کړي دي

په لر او بره پښتونخوا ولیکه

سودا ګري کیږي د دین په نامه

په زیر او زور دغه وینا ولیکه

سردی غوڅ شوی دی ډاریږی ولې

ولیکه هرڅه بې پروا ولیکه

عزیزی غزنوی

 

یک پاسخ به “ولیکه”

  1. admin گفت:

    عزنوی عزیز ، سروده زیباست . امیدوارم که همه قلم بدستان حقایق را بنویسند. همیشه و در همه جا از حقایق پشتبانی کنند. شما زنده باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما