آزمـــون
تاریخ نشر سه شنبه پنجم حمل ۱۳۹۹ – ۲۴ مارچ ۲۰۲۰ هالند
آزمـــون
شاعر : سمیع الدین افغاني
څه رنګینه شان موقعه ده
د تـاریخ حساس شیبه ده
سرنوشت پــــه بله کیږي
د افغان د ژوند کیسه ده
زما ، ستا چې د لسیزو
د حالاتـو نــــه ګیله ده
اوس را پاڅه لاس په کار شه
چې د مرګ او ژوند صفحه ده
ښه یې وینو چې ډوبیږو
لا هم وینه مـو سړه ده
د افغان نسل ورکیـــږي
ترېنــــه پاتې قافله د
نن د وخت بد نام سالار بیا
د ولس په سره دعوه ده
سره یو شئ چې ورکیږو
د غلیم سره مـو شپه ده
شهامت مونږ ته پکار دی
څه ویرجنه سلسله ده؟
سرنوشت مو خپل په لاس کړئ
د پردو نــــه څــــه ګیله ده
که یو نه شو نو ورکیږو
پکار عــــزم اراده ده
اوس لا هم زمونږ د نیکونو
لــــوټه شوی حماسه ده
پوه رهبر درول غــــواړو
دا مــــو عــــزم اراده ده
افغاني په دې موقعه کې
د یووالــــي لار کــــره ده
——–
سمیع الدین افغاني
درود به دوست محترم آقای سمیع الدین افغانی و تشکر از سروده مملو از احساس تان. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر
مننه ګران مشر مهدی ظفر هیله ده چې دصحت په جامو کې پټ یاست ډیره مننه لدې چې زما شعر مو ډیزاین او نشر ته سپارلی په عزت اوسئ کور مو ودان