۲۴ ساعت

08 سپتامبر
۱ دیدگاه

په جګړه کې زموږ ګټه څه ده؟

( هجدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر : سه شنبه مؤرخ  ۱۷ سنبله ( شهریور) ۱۴۰۵ خورشیدی  – ۸ سپتامبر۲۰۲۶ میلادی   ملبورن  استرالیا
—————————————————————————————————————————————————

په جګړه کې زموږ ګټه څه ده؟

نور محمد غفوری

افغانستان نور د جګړې توان نه لری او افغان ولس نور د جګړې د دوام زغم نه لری. زموږ د نږدې نیمې پېړۍ تجربې په ښکاره ډول راښیی چې جګړه هېڅکله د عامو خلکو د ژوند د ښه کېدو، د هېواد د آبادۍ او د ملی ګټو د خوندی کېدو لاره نه ده.

هیڅ افغان نه غواړی چې پاکستان، پنجاب او یا کوم بل بهرنی هېواد پر افغانستان واکمن شی. همدارنګه افغانان نه غواړی له خپلو ګاونډیانو سره دښمنی ولری. د یوه خپلواک هېواد ملی ګټې ایجابوی چې له ټولو ګاونډیانو سره د ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او سوله‌ییز تعامل اړیکې ولرو او له نړۍ سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې د افغانستان د ملی ګټو پر بنسټ پیاوړې کړو.

زموږ تر ټولو اساسی اړتیا سوله، امنیت، ثبات او د هېواد ساتنه ده.

د افغانستان د اوږدو جګړو تر ټولو ستره بیه تل عامو او بېوزلو خلکو ورکړې ده. د جګړې په لومړۍ کرښه کې د غریبانو، کارګرانو او بې‌وسه کورنیو زامن وژل کېږی او معلولېږی؛ خو د شتمنو، زورواکو، قوماندانانو او لوړپوړو چارواکو اولادونه عموماً د جګړې له اوره خوندی پاتې کېږی.

له همدې امله، هغه څوک چې د عام ولس، محرومو او زحمتکښو خلکو د حقونو لپاره سیاسی مبارزه کوی، باید هر هغه عمل رد کړی چې د جګړې، تاوتریخوالی او وسلوالې شخړې لپاره زمینه برابروی.

زموږ هېواد ته د جګړې دوام نه، بلکې د جګړې پای ته رسول، د امنیت ټینګول او د ټولنیز ژوند عادی کول اړین دی.

تاریخ موږ ته دا هم راښودلې چې اوږدې جګړې یوازې انسانان نه وژنی؛ بلکې دولتونه کمزوری کوی، اقتصاد ته زیان رسوی، ټولنیز باور له منځه وړی، خلک له هېواده تېښتې ته اړ کوی، د هېواد د شتمنیو او طبیعی زیرمو د چور او لوټ لپاره شرایط جوړوی او د بهرنیو لاسوهنو له پاره لارې پرانیزی.

له همدې امله، هر هغه ځواک چې په قصدی ډول د جګړې اور تازه کوی، باید له ځانه وپوښتی چې دا جګړه د چا له پاره ده؟ او ګټه یې چا ته رسېږی؟

هغو عوامفریبه سیاستوالو او جګړه‌مارو ډلو چې د افغانستان د تېر شل کلن نظام په دوره کې د بهرنیو ځواکونو تر سیوری لاندې د واک او امتیاز خاوندان وو، د هېواد د خلکو په وړاندې یې خپل امتحان ورکړی دی. د هغوی د واک پایله د پراخ فساد، بې‌عدالتۍ، ټولنیزې بې‌باورۍ، غلا، چور او د هېواد د بنسټونو کمزوری کېدل وو. هغوی چې هغه مهال، د لسګونو هېوادونو د پوځی او سیاسی ملاتړ سره سره، ونه توانېدل چې هېواد سمسور او خپل نظام وساتی، نن یې هم د جګړې له لارې د افغانستان د ستونزو د حل ادعا ناسمه، دروغجنه او خیالی ده.

ازمویل شوی بیا ازمویل، تېروتنه ده.

که مخالفین د اوسنی نظام له سیاستونو سره مخالفت لری، د هغوی حق دی چې خپل نظر ولری، خپل سیاسی اهداف بیان کړی او په سوله ایز چوکاټ کې د اصلاحاتو لپاره مبارزه وکړی. خو د سیاسی اختلاف حل باید د ټوپک، بم او جګړې له لارې ونه شی.  ملتونه د جګړې په زور نه، بلکې د سالم سیاست، خبرو، اصلاحاتو او د خلکو د ارادې له لارې پرمختګ کوی. موږ باید د افغانستان د ستونزو د حل لپاره داسې لاره غوره کړو چې د هېواد خپلواکی، ملی یووالی، ټولنیز ثبات او د خلکو ژوند خوندی کړی.

افغانستان د بهرنیو قدرتونو د سیالۍ ډګر نه دی؛ افغانستان زموږ ګډ کور دی.

هغه کسان چې د خپلو شخصی، کورنیو، ګوندی او اقتصادی ګټو لپاره د بهرنیانو ملاتړ غواړی او هېواد د جګړې پر لور بیایی، باید پوه شو چې دوی پخپله د جګړې اصلی قربانیان نه دی، بلکې قربانیان یې بیا هم هماغه بېوزله او زحمتکښ افغانان دی چې له تېرو لسیزو راهیسې یې د جګړې تر ټولو دروند بار پر اوږو وړی دی. له چا سره چې د ملت غم وی او د زحمتکښو خلکو او محرومو ټولنیزو ډلو د حقونو لپاره مبارزه کوی، باید د زورواکو، فاسدو او مستبدو کسانو د ګټو لپاره جګړه ونه کړی.

هر څوک چې د جګړې شوق لری؛ پرېږدئ چې د خپلو ګټو لپاره پخپله جګړه وکړی؛ زموږ عوام خلک او غریب وطنوال په جګړه کې څه ګټه لری؟  موږ نه د جګړې د پروژو قرارداد غواړو، نه د وینې بازار، نه د پردیو ملاتړ او نه د خپل وطن ورانېدل.

موږ سوله غواړو!

خو سوله د مبارزې پای نه ده؛ بلکې د هېواد د سمسورتیا او د خلکو د ژوند د هوساینې له پاره د یوې بلې، هوښیارې، باتدبیره، عاقلانه او اوږدمهالې مبارزې پیل دی.

موږ، وطنپاله زیار کښان، د ټولنې عادی کسان او محرومې ډلې، خپل انسانی حقوق غواړو؛ خو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره به د سولې، قانون، سیاسی مبارزې، ټولنیز پوهاوی او پرله‌پسې اصلاحاتو لاره غوره کوو. زموږ مبارزه باید منظمه، سوله‌ییزه، عادلانه او د ټول افغانستان د خیر او پرمختګ لپاره وی.

راځئ چې د جګړې پر ځای د سولې غږ پیاوړی کړو؛ د کرکې پر ځای د خبرو لاره غوره کړو؛ د زور پر ځای سیاست ته مخه کړو؛ او د شخصی ګټو پر ځای د افغانستان او افغان ولس ګټې لومړیتوب وګرځوو.

ځکه زموږ د وطن د غریبانو لپاره د جګړې په دوام کې هېڅ ګټه نشته. موږ سوله غواړو، عدالت غواړو، ورورولی غواړو، عزت غواړو او یو آباد، خپلواک او سوکاله افغانستان غواړو.

۰۷/۰۹/۲۰۲۶

 

 

 

یک پاسخ به “په جګړه کې زموږ ګټه څه ده؟”

  1. admin گفت:

    ښاغلی غفوری صیب، ستاسې د ښکلی مقالې څخه مننه. بریالی اوسئ.
    په درناوی
    قیوم بشیر هروی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما