۲۴ ساعت

22 اکتبر
۱ دیدگاه

سیستم څه ته وایی؟

( نوزدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر : پنج شنبه مؤرخ  ۳۰ میزان ( مهر) ۱۴۰۵ خورشیدی  – ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ میلادی –  ملبورن – استرالیا
————————————————————————————————————————————————–

سیستم څه ته وایی؟

نور محمد غفوری

سریزه

سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې، اقتصاد او سیاست یوه مهمه اصطلاح ده. موږ په ورځنی ژوند کې له بېلابېلو سیستمونو سره مخ کېږو، خو ښایی تل دې ته پام ونه کړو چې سیستم څه شی دی، له کومو برخو جوړ دی او څنګه فعالیت کوی.

په ساده ژبه، سیستم د څو عناصرو، برخو یا ادارو هغه منظمه ټولګه ده چې له یو بل سره اړیکې لری او د یوه ګډ فعالیت، اړتیا یا موخې د ترسره کولو لپاره په ګډه کار کوی. د سیستم برخې یوازې جلا جلا موجودات نه دی، بلکې د هغوی ترمنځ اړیکې، د فعالیت څرنګوالی او د هرې برخې دنده هم د سیستم په جوړښت او فعالیت کې اساسی رول لری.

د سیستم مفهوم

سیستم یوازې د څو برخو میخانیکی یوځای کېدو ته نه ویل کېږی، بلکې د دغو برخو ترمنځ منظمې او متقابلې اړیکې هم پکې اساسی اهمیت لری. د سیستم بېلابېلې برخې د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال پر یو بل اغېز کوی او په ګډه د یوه ټولیز جوړښت په توګه فعالیت کوی. که د یوې ټولګې ځانګړې برخې له یو بل سره هېڅ اړیکه ونه لری، یوازې د هغوی څنګ پر څنګ شتون د یوه منظم او فعال سیستم د رامنځته کېدو لپاره بسنه نه کوی.

د بېلګې په توګه، د انسان بدن یو سیستم دی. زړه، سږی، مغز، ځیګر او نور غړی هر یو ځانګړې دنده لری، خو د دغو غړو همغږی فعالیت د انسان د ژوند دوام ممکنوی. که د بدن د یوه مهم غړی فعالیت له جدی ستونزې سره مخ شی، د ټول بدن پر فعالیت اغېز کولای شی.

له همدې امله، د یوه سیستم د پېژندلو له پاره باید درې مهم ټکی په پام کې ونیسو: د هغه برخې او عناصر، د دغو برخو ترمنځ اړیکې او د هغو ګډ فعالیت، اړتیا یا موخه چې سیستم یې د ترسره کولو لپاره فعالیت کوی.

د سیستم اساسی ځانګړنې

سیستمونه د خپل ډول او جوړښت له مخې توپیر لری، خو په ډېرو سیستمونو کې لاندې ګډې ځانګړنې (خواص) موندل کېږی:

۱.  برخې او عناصر: هر سیستم له څو برخو یا عناصرو جوړ وی. دا برخې کېدای شی انسانان، ادارې، قوانین، وسایل یا طبیعی عناصر وی. د دغو برخو مجموعه د سیستم بنسټیز جوړښت رامنځته کوی.

۲.  اړیکې او همغږی:   د سیستم مختلفې برخې له یو بل سره اړیکې لری او د خپلو دندو په ترسره کولو کې پر یو بل اغېز کوی. د دغو اړیکو او همغږۍ کیفیت ټاکی چې سیستم به څومره منظم او اغېزمن فعالیت وکړی.

۳. جوړښت او نظم:  په یوه سیستم کې د بېلابېلو برخو د فعالیت، مسئولیتونو او اړیکو له پاره یو ځانګړی جوړښت موجود وی. دا جوړښت د مختلفو برخو د دندو د تنظیم او د ټول سیستم د فعالیت په همغږۍ کې مرسته کوی.

۴. موخه یا پایله:  ډېر انسانی او تخنیکی سیستمونه د یوې ټاکلې موخې د ترلاسه کولو له پاره جوړېږی؛ لکه ښوونیز سیستم چې د پوهې او مهارتونو د لېږد لپاره فعالیت کوی. خو طبیعی سیستمونه، لکه د لمریز نظام او ایکولوژیکی سیستم، د انسان له خوا د یوې ټاکل شوې موخې لپاره نه دی جوړ شوی، بلکې د طبیعی قوانینو او بهیرونو له مخې فعالیت کوی.

۵. د معلوماتو او سرچینو تبادله:  ډېر سیستمونه له خپل چاپېریال سره په متقابل تعامل کې فعالیت کوی. هغوی له چاپېریال څخه معلومات، انرژی یا نورې سرچینې ترلاسه کوی، په خپلو داخلی بهیرونو کې یې کاروی او په پایله کې توکی، خدمتونه یا نور بدلونونه رامنځته کوی.

د بېلګې په توګه، یو ښوونځی ښوونکی، زده‌کوونکی، درسی مواد او نورې سرچینې په یوه منظم ښوونیز بهیر کې سره یوځای کوی، څو زده‌کوونکو ته پوهه او مهارتونه ورزده کړی. البته، ټول سیستمونه له چاپېریال سره په یوه اندازه اړیکه نه لری. ځینې سیستمونه نسبتاً پرانیستی وی او له چاپېریال سره مواد، انرژی یا معلومات تبادله کوی، په داسې حال کې چې ځینې نور تر یوه حده تړلی وی.

۶. د بدلون او اصلاح وړتیا:  سیستمونه تل په یوه ثابت حالت کې نه پاتې کېږی، بلکې د داخلی ستونزو، بهرنیو شرایطو او نوو اړتیاوو له امله بدلون مومی. د بېلګې په توګه، د سرچینو کمښت، د برخو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی، اقتصادی بدلونونه، د ټولنې نوې اړتیاوې او د ټکنالوژۍ پرمختګ کولای شی د یوه سیستم پر جوړښت او فعالیت اغېز وکړی.

اغېزمن سیستمونه د خپلو ستونزو د پېژندلو، د لاملونو د ارزولو او د مناسبو اصلاحاتو د ترسره کولو وړتیا لری. د معلوماتو راټولول، د پایلو ارزونه، له تېروتنو زده کړه او د اړتیا پر مهال د فعالیتونو بدلول د دې بهیر مهمې برخې دی.

د بېلګې په توګه، که په یوه ښوونیز سیستم کې د زده‌کوونکو د زده‌کړې کچه ټیټه شی، باید د تدریس طریقه، درسی مواد، د ښوونکو وړتیا او د زده‌کړې شرایط وڅېړل شی. که د ارزونې پایلې ستونزې څرګندې کړی، د مناسبو اصلاحاتو له لارې د ښوونیز سیستم فعالیت ښه کېدای شی.

همدا اصل په سیاسی او اقتصادی سیستمونو کې هم د تطبیق وړ دی. هغه سیستمونه چې خپلې نیمګړتیاوې ارزوی، د خلکو اړتیاوو ته پام کوی او د اغېزمنو اصلاحاتو له لارې له بدلېدونکو شرایطو سره ځان عیاروی، د اغېزمنتیا او دوام لپاره غوره فرصتونه لری.

پایله

سیستم د برخو، عناصرو او د هغوی ترمنځ د اړیکو یو منظم جوړښت دی چې په ګډه فعالیت کوی. د یوه سیستم د سمې پېژندنې لپاره باید یوازې د هغه برخو ته ونه ګورو، بلکې د برخو ترمنځ اړیکې، د فعالیت څرنګوالی او له چاپېریال سره تعامل یې هم وڅېړو.

د یوه سیستم پیاوړتیا یوازې په منظم جوړښت کې نه ده، بلکې د ستونزو د پېژندلو، له تجربو څخه د زده‌کړې او د اړتیا پر مهال د اصلاح او بدلون په وړتیا کې هم ده.

په راتلونکې لیکنه کې به د سیستمونو تنوع وڅېړو او دا به روښانه کړو چې اصلی سیستمونه او فرعی سیستمونه څه ته وایی او د یوه سیستم مختلفې برخې څنګه د یوه پراخ جوړښت په دننه کې فعالیت کوی.

 ۲۱/۱۰/۲۰۲۶

 

 

 

یک پاسخ به “سیستم څه ته وایی؟”

  1. admin گفت:

    ښاغلی غفوری صیب، ستاسې د ښکلی لیکنې له امله مننه، بریالی اوسئ
    پدرناوی
    قیوم بشیر هروی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما