دا به څو مره ؟
تاریخ نشر جمعه هفتم عقرب ۱۳۹۵ – ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۶ – هالند
دا به څومره ؟
محترم الحاج نجم الدین « سعیدی »
**************
ولې دومره د هر خوا راځې در دونه ؟
ولې خپل اعضاء مې یو بل ته ګوا ښونه ؟
دا به څو مره حوصله او لوې قوت وې ؟
چې تاء مل کړې اختلاف او بد حالونه ؟
***
چیرې لاړ شم چاته وسپړم ګریوان ؟
دې در دو او دې نا خوالو د هجران .
زه د څه شې شکوه وکړمه طبیب ته ؟
چې دکومه مې در دو نه دې په ځان .
***
چې نا اهله شې او لاد پلار پرې زو ریږی .
دې نا اهله نه فامیل ټول تباه کیږی .
د دنیاء په زواهرو چې ککړ شې .
خپل لا څه کړې چې پر دی ترې بر بادیږی .
***
دا به څومره ؟ دا به څومره ؟ وې مستې .
زه چې وینمه د ژوند آخر نیستی .
نو په څه باندې مغروره او تکبر کړې .
د دې عمر زه نور نه وینم هستی .
************
نجم الدین ( سعیدی ) / ۲۰۱۵ / ۸ / ۲۱
تشکر از جناب محترم الحاج نجم الدین « سعیدی » ، سروده عالیست . موفق باشید . مهدی بشیر
مننه مهدی بشیره وروره الله دی عزت مند لره صحت او سلامتی دی غوارم .