يو طرفه سفر( آخرين پر واز )
تاریخ نشر چهار شنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۶ – ۱۲ جولای ۲۰۱۷– هالند
يو طرفه سفر( آخرين پر واز )
الحاج نجم ا لدين ( سعيدي )
************
دا سفر دی حرکت له دې دنيا نه
آخرت په لورې درومی اې انسا نه
دا پر واز هره ثانيه چی امر وشي
عزائيل دې اخستونکې روح له تانه
دا پر واز يو طرفه بازګشت ئې نشته
علين يا هم سجين به دې مکانه . (۱) (۲)
دې سفر کې تنها اوه ګزه کفن وړی
د ثواب يا د عذاب پيټې دی ګرانه
هلته ټولو عملو به دې پر سان وي
نه به مال وي نه دولت او نه خپلوانه
و کوم څه چې پکاريږي دې سفرته
ورځنې ذکر او سجدې د پاک سبحانه
ګوره ووايه سعيده تا څه کړي
دې سفر ته څه تو شه لرې د ځانه
**************** **
نجم ا لدين ( سعيدي ) ۲۰۱۷ / ۷ / ۶
( ۱ ) – علين پورت مقام د جنت . ( مطففين) سوره (۱۸) آيات .
( ۲ ) – سجين : – ښکته ترين دوزخ . ( مطففين) سوره ( ۷ – ۸) آيات
تشکر از سروده عالی تان جناب الحاج نجم ا لدين ( سعيدي ) موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر
سپاس برادر بزرگوار محترم مهدي بشير هميشه كامياب و صحتمند باشي .