اغيار

اغيار
الحاج نجم الدین سعیدی
*********
زه په سلگو در دونه نه شميرم .
ستا د سپين مخ خالو قطار شميرم .
***
زه په سجده يا په رکوع کې که يم .
ستا په رخسار د زلفو تار شميرم .
***
ساقې دا ولی د پيالو حساب کړئ .
زه د خمو نو لا انبار شميرم .
***
ته د دنياء ظاهر دارې ته ګورئ .
زه دې په مينه کې اقرار شميرم .
***
کله چې غرق د ستا په مينه کې شم .
ناز او ادا دي په تکرار شميرم .
***
سمه خبره دی تر خولی نه وځي .
وا ئې سعيد زه په اغيار شميرم .
********
نجم الدين سعيدي
درود به جناب الحاج نجم الدین سعیدی ، تشکر از سروده عالیتان . مانند همیشه خواندنیست. . موفق وسلامنت باشید. مهدی بشیر
مهدې بشيره وروره مننه له تانه خير دې په نصيب شه الله دې په هر کار کې کامياب لره ښه ژوند او اوږد عمر در ته غواړم . نجم الدين سعيدي