ناوې
تاریخ نشر جمعه ۲۷ سنبله ۱۳۹۴ – ۱۸ سپتامبر ۲۰۱۵ هالند
دوستان محترم و گرامی لطفا نظریات خویش را در قسمت دیدگاه های صفحه ۲۴ ساعت بنویسید تا مطالب شما همیش محفوظ بماند .
با عرض حرمت
مهدی بشیر
******
ناوې
الحاج نجم الدین سعیدی
څومره خوشحالي ده دخوښې نه ټول ګډيږي .
هر يو نوې ژوند ته ګوري يو بل نه جاريږي .
ساز کوي خوښي کوي يو بل ته هو سيږي .
ناوې د ښايست نه محفل څومره ښه ښکاريږي .
ورو کړه قدمونه ستا همزو لي په نڅاء .
هلته شاه په زړه کې ده د نوي ژوند د نياء .
پام چې زخمې نکړې ګوره ناڅې او څرخيږي .
ناوې دښايست نه محفل څومره ښه ښکاريږي .
پورته تور کاکل باندې دې ټيک دې په نخرو .
شر شور جوړ کړې شرنګهار دې پاې زيبو .
ستا په شرنګهار کې څومره ښې نغمې غږيږي .
ناوې د ښايست نه محفل څومره ښه ښکاريږي .
ناوې قدم پورته کړه دمه تر څنګ د شاه .
څنګ کې دې د پيغلو قطا رونه خوا په خوا .
وخانده مسکۍ شه چې سعيد پدې خوښيږي .
ناوې دښايست نه محفل څومره ښه ښکاريږي .
*********** *
نجم الدين سعيدي
تشکر از جناب الحاج نجم الدین سعیدی ، سروده زیبا و مانند همیشه خواندنیست . موفق وسلامت باشید . مهدی بشیر
مهدې بشيره وروره مننه له لطف او مهربانې څخه مو اوږد عمر مو په نصيب شه . نجم الدين سعيدي