بنګړوخبرې
تاریخ نشر چهار شنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۴ – پنجم آگست ۲۰۱۵ هالند
بنګړوخبرې
الحاج نجم الدين. سعيدي
************
وړې وړې خبرې په كرشمو خبرې .
دشونډو څوکو په سر، کړې په نخرو خبرې .
دا تور کاکل دې په مخ سايه بانې کوي .
په مخ دې شنه خالونه پيره داري کوي .
دا ستا کږې وريځې ، كړي مرچلو خبرې .
دشونډو څوکو په سر ، کړې په نخرو خبرې .
چارګل په پوزه ګلې ډيره ښکلا لري .
ستا صدفې غاښو نه څه تجلا لري .
ستا د بڼو حر كا ت په اشارو خبرې .
دشونډو څوکو په سر ، کړې په نخرو خبرې .
پيزوان په شونډو باندې څه ښى نخرې کوي .
د زنې خال دې ګرانې ښايست قصې کوي .
کټ کټ خندا دې ياره ستا بې ، پردو خبرې .
د شونډ و څوکو په سر ، کړې په نخرو خبرې .
په لاره تګ دې آشنا زرکې نکلونه کوي .
ئې د حرم ښا پيرې نذا کتونه کوې .
ستا د لا سو حر کات کړي د بنګړو خبرې .
د شو نډو څوکو په سر ، کړي په نخرو خبرې .
***********
نجم الدين. سعيدي
درود به جناب الحاج نجم الدین. سعیدی ،سروده زیبا و مانند همیشه عالیست.موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر
محترم وروره مهدې بشيره سلا مونه او ښې چارې ته دې ژوندې اوسې په مننې له تا څخه کوم څه چې د ويلو دې هغه دا ده چې د بنګرو فکر په سر ونه ګر ځوې کنه نو زما په شان به زر زوړ شې . نجم الدين سعيدي