که نه وي ؟
تاریخ نشر پنجشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۴ – ۱۶جولای ۲۰۱۵ هالند
که نه وي ؟
الحاج نجم الدین « سعیدی »
که د انسان و ګمراهې قوه شيطان کي نه وي ؟
د خيټي غم او شهواني قوه انسان کي نه وي ؟
***
تل عبادت او صداقت به وې رښتيا انسان کي .
چي غل او غش، دوکه کول ئې په وجدان کي نه وي ؟
***
د خوار يتيم او بې وزلو خلکو ژوند به هله ښه وي ؟
چي د چوکيو په سر ناست دا ګنګسان که نه وي ؟
***
دا د جنګونو او نفاق اور به بل نه وي ملک کي .
چي د اسلام په نامه دا ټيکه داران که نه وي ؟
***
خلک به آرامه او مصروف به په خپل وطن کي .
د قافلي په سر که غله ، داړه ماران که نه وي ؟
***
=========
نجم الدين ( سعيدي )
جناب أقاي الحاج نجم الدین « سعیدی » ، طاعات و عبادات تان قبول درگاه حق ، عید سعید فطر مبارک . موفق باشید. مهدی بشیر