سوځي
تاریخ نشر چهار شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۴ – ۱۵جولای ۲۰۱۵ هالند
سوځي
الحاج نجم الدین « سعیدی »
زما وطن د اور لمبو کې سوځي .
د رقيبانو شوم قصو کې سوځي .
***
چا ئې خښ شوې خزانې تالا کړې .
د اشغالګرو په پلمو کې سوځي .
***
دا ټول لګيادي چې تقسيم ئې کاندي .
د ګاونډ يانو د سيسو کې سوځي .
***
د نفاق تخم ئې هر محل کې کري .
هم اوس دژبې تفرقو کې سوځي .
***
د رغيدو ئې کوم علاج نه وينم .
دسعيدزړه دهجرت شپوکې سوځي .
***
نجم الدين ( سعيدي )
تشکر جنا ب آقای سعیدی عزیز ، سروده تان مانند همیشه عالیست. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر
با ابراز تشکر از لطف شما هميشه موفق باشيد . نجم الدين سعيدي