۲۴ ساعت

09 جولای
۲دیدگاه

معلوم نشو

تاریخ نشر پنجشنبه  ۱۸ سرطان ۱۳۹۴ نهم  جولای  ۲۰۱۵ هالند

الحاج نجم الدین « سعیدی »

الحاج نجم الدین « سعیدی »

  معلوم نشو 

 الحاج  نجم الدين  ( سعيدي )

 ټول وطن ئې وران کړه ملامت پکې معلوم نه شو .

 لافې د وحدت کړي  صداقت   پکې  معلوم  نشو .
 ***
 وږي  د  قدرت  دې  په وژنه  کې   با  توره   دې .
ټول  زخمې زخمې دي  سلامت پکې معلوم نشو .
***
 بر په  چوکۍ  ناست  دي اکتونه  د  زعيم   کوي .
 ويشي  نعمتونه  خوار قسمت پکې  معلوم   نشو .
***
 وائې  په  تقسيم  کې  ميم   زرما  ټوله   زما  ده .
  ځان  پکې ولې  کړې  کرامت  پکې  معلوم  نشو .
 ***
څو  پورې  سعيده   د  غلو  سره   به  کلې   وي .
 لاس  په  ګيره  کاږي  عدالت  پکې  معلوم   نشو .
 **************
الحاج  نجم الدين  ( سعيدي )
 

۲ پاسخ به “معلوم نشو”

  1. admin گفت:

    جناب جاجی صاجب نجم الدین ( سعیدی ) بازهم مانند همیشه سروده زیباو مملو از احساس است. بالاخره کسانیکه کشور را ویران کردند به جزای خود خواهند رسید تا هموطنان ما متحدانه باهم زندگی کنند. موفق باشید. مهدی بشیر

  2. الحاج نجم الدین « سعیدی » گفت:

    الله دې دوعا په خپل در بار کې قبوله کړه بشيره وروره تر څو پدې ملک کې سراسرې صلح او امنيت راشې او ټول د ورورې په فضاء کې سره ژوند وکړې . آمين نجم الدين سعيدي

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما