ځاې به وي ياران به نوي .
تاریخ نشر سه شنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۴ – ۱۶ جون ۲۰۱۵ هالند
ځاې به وي ياران به نوي .
الحاج نجم الدین « سعیدی »
رنګا رنګ ګلان مې وليده باغو کې .
په رنګو باندې رنګ رنګ خپلو ښاخو کې .
هر يو ځان لره ښکلا لرله ښکلې .
که وه سپين يا که زيړ يا نور رنګو کې .
هر يو ګل به د خپل ځان ښکلا صفت کړه .
د زمان په تير يدو او ورځو شپو کې .
وخت لا نه وه چې خزان پرې باندې را غې .
د با غو ځينې نيولې هم په غرو کې .
ټول د عمر و آخر ته قدم کيښود .
ځاې ئې وه خو ياران نه وه په حجرو کې .
دبرول شار جرمنی
(11-06-2015 )
تشکر از جناب الحاج سعیدی عزیز ، سروده زیبا و عالیست. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر