۲۴ ساعت

21 نوامبر
۱ دیدگاه

اقتصادی، ټولنیز او کلتوری سیستمونو متقابل اغېز

( نوزدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر : شنبه  مؤرخ  ۳۰ عقرب ( آبان ) ۱۴۰۵ خورشیدی  – ۲۱ نوامبر ۲۰۲۶ میلادی –  ملبورن – استرالیا
——————————————————————————————————————————————————

 

۶.۴.  د اقتصادی، ټولنیز او کلتوری سیستمونو متقابل اغېز

(اتمه برخه)

نور محمد غفوری

که څه هم پورته درې اړیکې په جلا توګه وڅېړل شوې، خو اقتصادی، ټولنیز او کلتوری سیستمونه یوازې له سیاسی سیستم سره جلا جلا اړیکې نه لری؛ بلکې په خپل منځ کې هم متقابل اغېز لری. د یوه سیستم بدلون کولای شی د نورو سیستمونو پر فعالیت او وضعیت اغېز وکړی.

د بېلګې په توګه، اقتصادی وده د زده‌کړې او روغتیا لپاره د سرچینو د زیاتوالی زمینه برابروی؛ د زده‌کړې پراختیا بیا د خلکو پر ټولنیز پوهاوی او کلتوری لیدلورو اغېز کوی. همدارنګه، کلتوری ارزښتونه د کار، تولید، سپما، پانګونې او اقتصادی همکارۍ پر ډول اغېز لرلای شی. دغه بدلونونه بیا د سیاسی غوښتنو او دولتی پالیسیو په جوړولو کې انعکاس مومی.

په همدې ډول، سیاسی پرېکړې کولای شی د دغو دریو سیستمونو ترمنځ اړیکې تنظیم یا بدلې کړی. د بېلګې په توګه، د ښوونې او روزنې په برخه کې یوه نوې پالیسی ښایی د بشری ځواک وړتیا لوړه کړی، د کارموندنې فرصتونه زیات کړی او د ټولنې په کلتوری او فکری ژوند کې بدلون رامنځته کړی.

بېلګه:  که دولت د عامه زده‌کړو د پراختیا لپاره یوه اغېزمنه پالیسی عملی کړی، په اوږدمهال کې د خلکو د پوهې او مسلکی مهارتونو کچه لوړېدای شی. دا بدلون د اقتصادی تولید او کارموندنې په زیاتوالی کې مرسته کوی، ټولنیز فرصتونه پراخوی او د خلکو په سیاسی پوهاوی او ګډون هم مثبت اغېز کولای شی.

له همدې امله، د سیاسی سیستم د فعالیت تحلیل هغه وخت بشپړېږی چې د اقتصادی، ټولنیزو او کلتوری شرایطو اغېزې هم په پام کې ونیول شی. سیاسی سیستم په خپلواک او منزوی ډول فعالیت نه کوی، بلکې د ټولنې د نورو سیستمونو له تعامل سره سم خپلې پرېکړې او پالیسۍ تنظیموی.

 

۶.۵.  د سیسټمی تیورۍ له نظره د دغو اړیکو تحلیل

د سیسټمونو د تیورۍ (Systems Theory) له نظره، سیاسی، اقتصادی، ټولنیز او کلتوری سیستمونه د یوه پراخ ټولنیز سیستم (Social System) متقابلې برخې ګڼل کېږی. هر یو یې ځانګړې دندې او جوړښت لری، خو د نورو سیستمونو له فعالیتونو سره تړاو لری او د یوه سیستم بدلون د ټولیز نظام پر وضعیت اغېز کولای شی.

په دې لیدلوری کې سیاسی سیستم له خپل چاپېریال (Environment) یا (Umfeld) څخه غوښتنې، ملاتړ، معلومات او نورې اړتیاوې ترلاسه کوی. اقتصادی ستونزې، ټولنیزې غوښتنې او کلتوری ارزښتونه د همدې چاپېریال مهم عناصر دی. سیاسی سیستم دغه غوښتنې او معلومات ارزوی، د پرېکړو او پالیسیو له لارې ورته ځوابونه وړاندې کوی او د دغو ځوابونو پایلې بېرته پر ټولنه اغېز کوی.

دا بهیر د سیسټمونو د تیورۍ له مهمو مفاهیمو سره تړاو لری:

  • متقابل تړاو  (Interdependence)یا (وابستگی متقابل): د سیاسی، اقتصادی، ټولنیزو او کلتوری سیستمونو فعالیتونه یو پر بل اغېز لری.
  • د چاپېریال اغېز (Environmental Influence)یا (تأثیر محیطی):  د ټولنې اقتصادی، ټولنیز او کلتوری شرایط د سیاسی سیستم پر پرېکړو اغېز کوی.
  • سیسټمی تعامل  (System Interaction) یا (Systeminteraktion):  بېلابېل سیستمونه د سرچینو، معلوماتو، غوښتنو او پایلو له لارې له یو بل سره تعامل کوی.
  • غبرګون: (Feedback)  د سیاسی پرېکړو او پالیسیو پایلې د ټولنې له خوا ارزول کېږی او دغه ارزونې د راتلونکو پرېکړو لپاره معلومات برابروی.
  • تطابق : (Adaptation) سیاسی سیستم د اقتصادی، ټولنیزو او کلتوری بدلونونو له مخې خپلې پالیسۍ او اداری کړنلارې تنظیموی.

د دې اړیکو د ښه درک لپاره لاندې بهیر په پام کې نیولای شو:

د سیاسی او نورو ټولنیزو سیستمونو د تعامل بهیر

اقتصادی سیستم

سرچینې، تولید، عواید، پانګونه او کارموندنه

ټولنیز سیستم

ټولنیزې ډلې، اړتیاوې، اړیکې او غوښتنې

کلتوری سیستم

ارزښتونه، باورونه، دودونه او سیاسی فرهنګ

متقابل اغېز او تعامل

سیاسی سیستم

غوښتنې ارزوی، پرېکړې کوی، قوانین او پالیسۍ جوړوی

سیاسی پایلې او دولتی اقدامات

قوانین، عامه خدمتونه، بودیجه او اصلاحات

د پایلو ارزونه او بېرته غبرګون

د سیستمونو تطابق او بدلون

د نوو شرایطو له مخې د اقتصادی، ټولنیزو او کلتوری پالیسیو بیاکتنه

دا تحلیل څرګندوی چې سیاسی سیستم د ټولنې له نورو برخو څخه جلا نه دی، بلکې د هغوی د اړتیاوو، شرایطو او بدلونونو په رڼا کې فعالیت کوی. له همدې امله، د سیاسی سیستم د بریالیتوب ارزونه باید د اقتصادی، ټولنیزو او کلتوری پایلو له ارزونې سره یوځای ترسره شی.

 

۶.۶.   د دې اړیکو اهمیت

د سیاسی سیستم او اقتصادی، ټولنیزو او کلتوری سیستمونو د اړیکو مطالعه څو مهمې علمی او عملی ګټې لری:

  1. د سیاسی پرېکړو د اغېزو درک:  څرګندوی چې سیاسی پرېکړې یوازې پر دولتی ادارو نه، بلکې د ټولنې پر اقتصادی، ټولنیز او کلتوری ژوند هم اغېز کوی.
  2. د پالیسیو اغېزمنتیا:  له حکومتونو سره مرسته کوی چې د پالیسیو د جوړولو پر مهال د ټولنې بېلابېل شرایط او اړتیاوې په پام کې ونیسی.
  3. د سیاسی ثبات پیاوړتیا:  د اقتصادی نابرابرۍ، ټولنیزو شخړو او کلتوری اختلافاتو د اغېزو په پېژندلو سره د ستونزو د مخنیوی او مدیریت زمینه برابروی.
  4. د ټولنیز عدالت تأمین:  د سرچینو، فرصتونو او عامه خدمتونو د عادلانه وېش اهمیت څرګندوی.
  5. د حکومت مشروعیت:  ښیی چې د خلکو اړتیاوو ته مناسب ځواب ویل او د ټولنې له ارزښتونو سره د دولتی پالیسیو همغږی د حکومت پر مشروعیت او عامه باور اغېز لری.
  6. د سیستم تطابق او دوام:  سیاسی سیستم ته دا وړتیا ورکوی چې د اقتصادی، ټولنیزو او کلتوری بدلونونو په وړاندې خپلې پالیسۍ او اداری کړنلارې اصلاح کړی.

۶.۷.  پایله  (Conclusion)

سیاسی سیستم د ټولنې په پراخ جوړښت کې له اقتصادی، ټولنیز او کلتوری سیستمونو سره په دوامداره او متقابل تعامل کې فعالیت کوی. اقتصادی سیستم د سرچینو، تولید، پانګونې او د عوایدو د وېش له لارې د سیاسی پرېکړو پر شرایطو اغېز کوی؛ ټولنیز سیستم د وګړو د اړتیاوو، اړیکو، غوښتنو او ګډو فعالیتونو له لارې د سیاسی بهیر په جوړولو کې ونډه لری؛ او کلتوری سیستم د ارزښتونو، باورونو، دودونو او سیاسی فرهنګ له لارې د خلکو پر سیاسی فکر او چلند اغېز کوی.

په مقابل کې، سیاسی سیستم د قوانینو، پالیسیو، دولتی پرېکړو او عامه پروګرامونو له لارې پر دغو درېیو سیستمونو اغېز کوی. له همدې امله، د سیاسی سیستم د فعالیت او پایلو سمه ارزونه یوازې د دولتی ادارو او سیاسی بنسټونو په مطالعه نه بشپړېږی، بلکې د ټولنې د اقتصادی، ټولنیزو او کلتوری شرایطو تحلیل هم غواړی.

د سیسټمونو د تیورۍ له نظره، د دغو سیستمونو متقابل تړاو د ټولنې د عمومی نظم، ثبات، تطابق او پرمختګ لپاره بنسټیز اهمیت لری. هر څومره چې د دغو سیستمونو ترمنځ همغږی، متقابل درک او اغېزمن تعامل پیاوړی وی، په هماغه اندازه د سیاسی نظام د اغېزمنتیا او د ټولنې د متوازن پرمختګ امکانات زیاتېږی.

 

 

یک پاسخ به “اقتصادی، ټولنیز او کلتوری سیستمونو متقابل اغېز”

  1. admin گفت:

    ګرانه ښاغلی غفوری، د ستاسو له ښکلی مقالې څخه مننه، خوشحاله اوسئ.
    په درناوی
    قیوم بشیر هروی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما