۲۴ ساعت

24 اکتبر
۱ دیدگاه

سیستم څنګه کار کوی؟(دوهمه برخه)

( نوزدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر : شنبه مؤرخ  ۲ عقرب ( آبان ) ۱۴۰۵ خورشیدی  – ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ میلادی –  ملبورن – استرالیا
————————————————————————————————————————————————–

سیستم څنګه کار کوی؟

د سیستم د فعالیت څرنګوالی – دوهمه برخه

نور محمد غفوری

سریزه

په تېره لیکنه کې مو د سیستم له مفهوم سره اشنایی ومونده او دا مو روښانه کړه چې سیستم د بېلابېلو برخو، عناصرو او د هغوی ترمنځ د اړیکو یوه منظمه ټولګه ده. اوس دا پوښتنه مطرح کېږی چې یو سیستم په عملی توګه څنګه کار کوی؟ د هغه بېلابېلې برخې څنګه خپلې دندې ترسره کوی، څنګه له یو بل سره اړیکې نیسی او په ګډه څنګه یوه پایله رامنځته کوی؟

د دې پوښتنې د ځواب له پاره باید سیستم یوازې د برخو د یوې میخانیکی ټولګې په توګه ونه پېژنو، بلکې د هغه جوړښت، د برخو دندې، د اړیکو څرنګوالی، د فعالیت بهیر او د پایلو د ارزونې طریقه هم وڅېړو. په حقیقت کې، د سیستم فعالیت یوازې د هغه د برخو په شتون پورې نه، بلکې د دغو برخو د تنظیم، متقابل تعامل او همغږۍ په څرنګوالی پورې هم تړلی دی.

۱.  د سیستم جوړښت او د هغه د برخو (اجزاوو) دندې

هر سیستم له بېلابېلو عناصرو او برخو جوړ وی. په یوه سیستم کې هره برخه د هغه د ماهیت او جوړښت له مخې ځانګړی رول یا دنده لری. د دغو دندو تنظیم، د مسؤلیتونو وېش او د برخو ترمنځ د اړیکو څرنګوالی د سیستم د جوړښت مهم عناصر دی.

د بېلګې په توګه، د انسان په بدن کې زړه د وینې د پمپ کولو، سږی د ګازونو د تبادلې او مغز د ګڼو بدنی فعالیتونو د تنظیم دنده لری. دا غړی بېلابېلې دندې ترسره کوی، خو د هغوی فعالیتونه له یو بل سره تړلی دی. د دغو غړو ترمنځ همغږی د بدن د عادی فعالیت او د ژوند د دوام لپاره اړینه ده.

همدا اصل په ښوونیزو ادارو، شرکتونو او سیاسی نظامونو کې هم لیدل کېږی. په یوه ښوونځی کې اداره، ښوونکی، زده‌کوونکی او درسی مواد هر یو ځانګړی رول لری. که دندې او مسؤلیتونه روښانه وی او د فعالیتونو ترمنځ همغږی موجوده وی، د ښوونیزو موخو د ترلاسه کولو زمینه برابریږی. برعکس، که دندې مبهمې وی، مسؤلیتونه له یو بل سره ټکر ولری یا د برخو ترمنځ همغږی نه وی، د سیستم فعالیت له ستونزو سره مخ کېدای شی.

له همدې امله، د سیستم د جوړښت د پېژندلو پر مهال باید یوازې دا ونه ګورو چې له کومو برخو جوړ دی؛ بلکې دا هم وڅېړو چې هره برخه څه دنده لری او د ټول سیستم په فعالیت کې څه رول لوبوی.

۲.  د برخو ترمنځ اړیکې او متقابل اغېز

د سیستم فعالیت یوازې د هغه د برخو په شتون پورې نه دی تړلی، بلکې د دغو برخو ترمنځ اړیکې او متقابل اغېز هم اساسی اهمیت لری. د سیستم ځانګړې برخې په ډېرو مواردو کې په خپلواکه توګه نه، بلکې د یو بل په تعامل کې خپلې دندې ترسره کوی. له همدې امله، د یوې برخې بدلون یا ستونزه د نورو برخو او په پایله کې د ټول سیستم پر فعالیت اغېز کولای شی.

د بېلګې په توګه، که په یوه ښوونځی کې د ښوونکو شمېر کافی نه وی، درسی مواد له اړتیاوو سره برابر نه وی یا د ادارې او ښوونکو ترمنځ همغږی کمزورې وی، دا ستونزې د زده‌کړې پر بهیر اغېز کولای شی. په دې حالت کې، د زده‌کوونکو د کمزورو پایلو لامل ښایی یوازې د هغوی وړتیا یا هڅه نه وی، بلکې د سیستم په نورو برخو کې هم ستونزې موجودې وی.

همدا ډول، په یوه سازمان یا سیاسی نظام کې د مسؤلیتونو ناسم وېش، د معلوماتو د لېږد ستونزې او د ادارو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی کولای شی د پرېکړو پلی کېدل له خنډونو سره مخ کړی.

له دې څخه څرګندېږی چې د یوه سیستم د فعالیت د سم درک له پاره باید د هغه برخې جلا جلا وڅېړو، خو تحلیل باید همدلته پای ته ونه رسوو. اړینه ده چې د برخو ترمنځ اړیکې، د هغوی متقابل اغېز او د ټول سیستم پر فعالیت د دغو اړیکو پایلې هم وڅېړو.

۳.  د سیستم د فعالیت بهیر

سیستمونه د خپل ماهیت او جوړښت له مخې په بېلابېلو طریقو فعالیت کوی، خو د ډېرو سیستمونو د فعالیت په بهیر کې درې مهم عناصر پېژندلای شو: سرچینې یا معلومات، فعالیتونه او پایلې.

سرچینې هغه امکانات، مواد، انرژی یا معلومات دی چې سیستم یې د فعالیت له پاره ترلاسه کوی. فعالیتونه هغه بهیرونه دی چې د سرچینو د کارولو، تنظیم یا بدلون له لارې ترسره کېږی. پایلې بیا هغه محصولات، خدمتونه، بدلونونه یا اغېزې دی چې د سیستم د فعالیت په پایله کې رامنځته کېږی.

د بېلګې په توګه، یو ښوونځی ښوونکی، زده‌کوونکی، درسی مواد، وخت او مالی امکانات د خپلو فعالیتونو له پاره کاروی. د تدریس، تمرین او ارزونې له لارې د زده‌کوونکو پوهه او مهارتونه وده کوی. په دې مثال کې سرچینې د سیستم د فعالیت لومړنی امکانات دی، تدریس او زده‌کړه د فعالیت بهیر جوړوی او ترلاسه شوې پوهه او مهارتونه یې له مهمو پایلو څخه دی.

البته، د یوه سیستم پایلې تل د هغه له لومړنیو موخو سره سمون نه لری. کله ناکله سیستم خپلې موخې ترلاسه کوی، خو ځینې نااټکل شوې پایلې هم رامنځته کوی. له همدې امله، د سیستم د فعالیت ارزونه باید یوازې د ترسره شویو فعالیتونو پر شمېر ونه شی، بلکې د هغو پر پایلو او اغېزو هم ولاړه وی.

سیستمونه همدارنګه له خپل چاپېریال سره په بېلابېلو کچو اړیکې لری. ځینې له چاپېریال څخه سرچینې او معلومات ترلاسه کوی او په بدل کې محصولات، خدمتونه یا نورې پایلې وړاندې کوی. د انسانی او سازمانی سیستمونو فعالیت هم د اقتصادی شرایطو، ټولنیزو اړتیاوو، قوانینو او نورو بهرنیو عواملو تر اغېز لاندې راتلای شی.

له همدې امله، د سیستم د فعالیت د درک له پاره باید سرچینې، فعالیتونه او پایلې یې وڅېړو او دا هم په پام کې ونیسو چې د هغه چاپېریال څنګه پر فعالیت اغېز کوی.

۴.  د پایلو ارزونه او بیرته غبرګون

د یوه سیستم د اغېزمنتیا د ارزونې له پاره یوازې دا کتل بسنه نه کوی چې کوم فعالیتونه ترسره شوی دی؛ بلکې دا هم باید وڅېړل شی چې دغو فعالیتونو څه پایلې لرلې، تر کومه بریده یې ټاکل شوې موخې ترلاسه کړې دی، له کومو ستونزو سره مخ شوی دی او د فعالیت د ښه والی له پاره کومو بدلونونو ته اړتیا ده.

په انګلیسی کې دې بهیر ته Feedback ویل کېږی. په پښتو کې د «بېرته‌غبرګون» اصطلاح هم ورته کارول کېدای شی، خو دلته یې معنا یوازې د یوه شخص د خبرې یا کړنې په وړاندې د بل شخص عکس‌العمل نه دی. په سیسټمی مفهوم کې بېرته‌غبرګون هغو معلوماتو او پایلو ته ویل کېږی چې د سیستم د فعالیت په اړه بېرته ترلاسه کېږی او د سیستم د ارزونې، تنظیم او اصلاح له پاره ترې ګټه اخیستل کېږی.

د بېلګې په توګه، که د یوه ښوونځی د ازموینو پایلې وښیی چې د زده‌کوونکو یوه لویه برخه په یوه مضمون کې کمزورې ده، دا پایلې د ښوونیز سیستم د فعالیت په اړه معلومات برابروی. اداره او ښوونکی کولای شی د تدریس طریقه، درسی مواد، د ښوونکو د تدریس شرایط او د زده‌کوونکو د زده‌کړې ستونزې وارزوی. که ارزونه څرګنده کړی چې د تدریس په طریقه کې نیمګړتیاوې شته، د هغې د اصلاح له لارې د زده‌کړې پایلې ښې کېدای شی.

همدا ډول، په سیاسی او اداری سیستمونو کې د خلکو غوښتنې او نیوکې، د دولتی ادارو راپورونه، د قوانینو د پلی کېدو پایلې او د عامه خدمتونو ارزونه د سیستم د فعالیت په اړه مهم معلومات برابروی. د دغو معلوماتو له لارې معلومېدای شی چې کومې چارې په سمه توګه ترسره کېږی، کومې ستونزې موجودې دی او د خلکو کومې اړتیاوې لا نه دی پوره شوې.

د بېلګې په توګه، که د خلکو شکایتونه وښیی چې په یوه دولتی اداره کې د اسنادو د ترلاسه کولو بهیر ډېر وخت نیسی، اړوندې ادارې کولای شی د دې ځنډ لاملونه وڅېړی. ښایی د کارکوونکو شمېر کم وی، اداری کړنلارې پېچلې وی، د ادارو ترمنځ همغږی کمه وی یا د کار بهیر مناسب تنظیم شوی نه وی. د ستونزې د لامل له پېژندلو وروسته، د کړنلارو ساده کول، د مسؤلیتونو روښانه کول یا د کار د بهیر ښه تنظیمول د حل له ممکنه لارو څخه کېدای شی.

خو د سیستم د فعالیت په اړه د معلوماتو ترلاسه کول په خپله د اصلاح معنا نه لری. د دې له پاره اړینه ده چې معلومات په دقت وارزول شی، د ستونزو اصلی لاملونه وپېژندل شی، د اصلاح اړتیا ومنل شی او د حل مناسبه لاره عملی شی. که معلومات موجود وی، خو د پرېکړې مسؤل کسان یې له پامه وغورځوی، ستونزې په سمه توګه ونه ارزوی یا د حل له پاره اقدام ونه کړی، د سیستم په فعالیت کې ښایی هېڅ مثبت بدلون رامنځته نه شی.

له همدې امله، د یوه سیستم د اغېزمن فعالیت له پاره یوازې د معلوماتو ترلاسه کول بسنه نه کوی؛ بلکې د هغو سمه ارزونه، د پایلو پر بنسټ پرېکړه او د اړینو اقداماتو عملی کول هم مهم دی. کله چې د اصلاحاتو له پلی کېدو وروسته پایلې بیا وارزول شی، سیستم کولای شی معلومه کړی چې بدلونونه یې څومره اغېزمن وو او ایا نورو اقداماتو ته اړتیا شته که نه. په دې توګه، د ارزونې او اصلاح بهیر بیا بیا تکرارېدای شی.

پایله

د یوه سیستم فعالیت د هغه د برخو، دندو، اړیکو او د فعالیتونو د بهیر پر متقابل تړاو ولاړ وی. د سیستم د سمې پېژندنې له پاره یوازې د هغه د جوړښت مطالعه بسنه نه کوی؛ بلکې باید وڅېړو چې برخې یې څنګه خپلې دندې ترسره کوی، څنګه پر یو بل اغېز کوی، سرچینې څنګه په فعالیتونو بدلېږی او د دې فعالیتونو پایلې څنګه ارزول کېږی.

همدارنګه، د سیستم د فعالیت په اړه د معلوماتو ترلاسه کول او د هغو پر بنسټ د اړتیا وړ اصلاحاتو ترسره کول د سیستم د تنظیم او ښه والی مهم عناصر دی. خو د اصلاح بریالیتوب د معلوماتو پر شتون سربېره، د ارزونې پر دقت، د پرېکړو پر کیفیت او د اقداماتو پر عملی کېدو هم تړلی دی.

په لنډه توګه، د یوه سیستم د فعالیت د درک له پاره باید څلور اساسی پوښتنې ځواب کړو: سیستم له کومو برخو جوړ دی؟ دا برخې څنګه له یو بل سره اړیکې لری؟ د دوی د ګډ فعالیت په پایله کې څه رامنځته کېږی؟ او د پایلو د ارزونې له مخې د سیستم فعالیت څنګه تنظیم یا اصلاح کېدای شی؟

ما په تیره لیکنه کې ویلی و چې د سیستم د توضیح په دوهمه برخه کې به د هغه ډولونه څیړو، خو لازمه مې وبلله چې د مقالې په دې برخه کې د سیستم د فعالیت څرنګوالی د هغو د ډولنو له توضیح څخه را مخکې کړم. په راتلونکې لیکنه کې به د سیستمونو بېلابېل ډولونه وڅېړو او د اصلی سیستمونو او فرعی سیستمونو ترمنځ به توپیر روښانه کړو.

۲۳/۱۰/۲۰۲۶م

 

یک پاسخ به “سیستم څنګه کار کوی؟(دوهمه برخه)”

  1. admin گفت:

    ښاغلی غفوری صیب، ستاسې د ښکلی لیکنې له امله مننه، بریالی اوسئ
    پدرناوی
    قیوم بشیر هروی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما