محمد امین واکمن؛ د یوه درانه انسان تلپاتې یاد
( هجدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر : سه شنبه مؤرخ ۱۰ سنبله ( شهریور) ۱۴۰۵ خورشیدی – ۱ سپتامبر۲۰۲۶ میلادی – ملبورن – استرالیا
—————————————————————————————————————————————————
محمد امین واکمن؛ د یوه درانه انسان تلپاتې یاد
***************************
نن مې د انټرنیټی رسنیو له لارې د محمد امین واکمن د مړینې خبر ولوست، چې ډیر ورباندې غمجن شوم.
د افغانستان په معاصر سیاسی او فکری تاریخ کې داسې شخصیتونه شته چې د هغوی د ژوند ارزښت یوازې په دې نه سنجول کېږی چې کوم مقام یې درلود، کوم ګوند یې رهبری کړ او یا په کومه رسنۍ کې یې کار کاوه؛ بلکې د هغوی ارزښت په دې کې وی چې د خپل عصر له فکری، سیاسی او ټولنیزو بدلونونو سره یې څنګه مخامخ ژوند کړی، څه یې ویلی، څه یې لیکلی او د راتلونکو نسلونو لپاره یې څه میراث پرې ایښی دی.
ځینې انسانان چې له دې نړۍ سترګې پټې کړی، داسې احساس درکوی لکه یوازې یو انسان نه، بلکې د ژوند یوه برخه مو له لاسه ورکړې وی. د هغوی د نشتوالی تشه په الفاظو نه ډکېږی، ځکه هغوی یوازې په خپل نوم نه، بلکې په خپل حضور، اخلاقو او خاطرو کې زموږ په ژوند کې ځای نیولی وی. د ډاکټر محمد امین واکمن مړینه زما لپاره همداسې یوه شېبه ده.
ما مرحوم واکمن له نږدې لیدلی و. له هغه سره د ناستې، خبرو او لیدلو خاطرې مې لا هم په ذهن کې ژوندۍ دی. کله چې نن د هغه د وفات خبر اورم، نه یوازې چې د یوه پخوانی سیاستوال او ژورنالیست د مړینې خبر یې بولم؛ بلکې د ټولنیز پرمختګ د زړور مبارز او د یوه درانه انسان د نشتوالی درد راسره دی.
زما په یاد کې واکمن تر هر څه وړاندې یو باوقاره، متین او د کمینهخوی څښتن انسان و. د هغه په خبرو کې دروندوالی و، خو په چلند کې ډیر متواضع انسان و. هغه له هغو کسانو څخه و چې د شخصیت د ثابتولو لپاره یې لوړې خبرې او لویې دعوې ته اړتیا نه لرله. د هغه سکون، متانت او د خلکو سره د چلند توګه پخپله د هغه د شخصیت پېژندپاڼه وه.
واکمن د افغانستان د یوه له سختو او له بدلونونو ډک عصر شاهد و. سیاست یې وکړ، مبارزې یې وکړې، اختلافات یې تجربه کړل، مهاجرت یې ولید او د ژورنالیزم له لارې یې د خپل ولس له حالاتو سره اړیکه وساتله. د افغان ملت له سیاسی جریان سره یې اوږده اړیکه درلوده او د سیاست، ژورنالیزم، لیکوالۍ او ملی فکر په ډګرونو کې یې خپل نوم پرېښود. زه د هغه له سیاسی دریځونو سره د موافقې یا اختلاف خبره نه کوم؛ زما لپاره د هغه تر ټولو لوی میراث د انسان پاتې کېدو هنر و.
د واکمن مړینه یوازې د یوه فرد د ژوند پای نه دی؛ دا د هغه نسل د یوې بلې څېرې د خاموشېدو معنا هم لری چې د افغانستان د شلمې پېړۍ له لویو سیاسی بدلونونو سره یې ژوند کړی و. محمد امین واکمن د افغانستان د معاصر سیاسی او فرهنګی تاریخ له هغو څېرو څخه و چې نوم یې د یوه بشپړ عصر له سیاسی تجربو سره تړلی پاتې شو.
محمد امین واکمن به زما په یاد کې یو دروند انسان، د کمینه اخلاقو چښتن، یو روڼ فکر او یو نه هېرېدونکی یاد وی.
خدای یې دې وبخښی، روح یې دې ښاد وی؛ کورنۍ او دوستانو ته یې د زړونو صبر او ددې لوی غم د زغملو حوصله غواړم.
نور محمد غفوری
۳۱/۰۸/۲۰۲۶

ښاغلی غفوری صیب ! خدای ج د هغه د بې پایانه رحمت لاندې کړی او روح یې خوشحاله او راضی وساتی!
په درناوی
قیوم بشیر هروی