۲۴ ساعت

01 سپتامبر
۱ دیدگاه

محمد امین واکمن؛ د یوه درانه انسان تلپاتې یاد

( هجدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر : سه شنبه مؤرخ  ۱۰ سنبله ( شهریور) ۱۴۰۵ خورشیدی  – ۱ سپتامبر۲۰۲۶ میلادی   ملبورن  استرالیا
—————————————————————————————————————————————————

محمد امین واکمن؛ د یوه درانه انسان تلپاتې یاد

***************************

نن مې د انټرنیټی رسنیو له لارې د محمد امین واکمن د مړینې خبر ولوست، چې ډیر ورباندې غمجن شوم.

د افغانستان په معاصر سیاسی او فکری تاریخ کې داسې شخصیتونه شته چې د هغوی د ژوند ارزښت یوازې په دې نه سنجول کېږی چې کوم مقام یې درلود، کوم ګوند یې رهبری کړ او یا په کومه رسنۍ کې یې کار کاوه؛ بلکې د هغوی ارزښت په دې کې وی چې د خپل عصر له فکری، سیاسی او ټولنیزو بدلونونو سره یې څنګه مخامخ ژوند کړی، څه یې ویلی، څه یې لیکلی او د راتلونکو نسلونو لپاره یې څه میراث پرې ایښی دی.

ځینې انسانان چې له دې نړۍ سترګې پټې کړی، داسې احساس درکوی لکه یوازې یو انسان نه، بلکې د ژوند یوه برخه مو له لاسه ورکړې وی. د هغوی د نشتوالی تشه په الفاظو نه ډکېږی، ځکه هغوی یوازې په خپل نوم نه، بلکې په خپل حضور، اخلاقو او خاطرو کې زموږ په ژوند کې ځای نیولی وی.  د ډاکټر محمد امین واکمن مړینه زما لپاره همداسې یوه شېبه ده.

ما مرحوم واکمن له نږدې لیدلی و. له هغه سره د ناستې، خبرو او لیدلو خاطرې مې لا هم په ذهن کې ژوندۍ دی. کله چې نن د هغه د وفات خبر اورم، نه یوازې چې د یوه پخوانی سیاستوال او ژورنالیست د مړینې خبر یې بولم؛ بلکې د ټولنیز پرمختګ د زړور مبارز او د یوه درانه انسان د نشتوالی درد راسره دی.

زما په یاد کې واکمن تر هر څه وړاندې یو باوقاره، متین او د کمینه‌خوی څښتن انسان و. د هغه په خبرو کې دروندوالی و، خو په چلند کې ډیر متواضع انسان و. هغه له هغو کسانو څخه و چې د شخصیت د ثابتولو لپاره یې لوړې خبرې او لویې دعوې ته اړتیا نه لرله.  د هغه سکون، متانت او د خلکو سره د چلند توګه پخپله د هغه د شخصیت پېژندپاڼه وه.

واکمن د افغانستان د یوه له سختو او له بدلونونو ډک عصر شاهد و. سیاست یې وکړ، مبارزې یې وکړې، اختلافات یې تجربه کړل، مهاجرت یې ولید او د ژورنالیزم له لارې یې د خپل ولس له حالاتو سره اړیکه وساتله. د افغان ملت له سیاسی جریان سره یې اوږده اړیکه درلوده او د سیاست، ژورنالیزم، لیکوالۍ او ملی فکر په ډګرونو کې یې خپل نوم پرېښود. زه د هغه له سیاسی دریځونو سره د موافقې یا اختلاف خبره نه کوم؛ زما لپاره د هغه تر ټولو لوی میراث د انسان پاتې کېدو هنر و.

د واکمن مړینه یوازې د یوه فرد د ژوند پای نه دی؛ دا د هغه نسل د یوې بلې څېرې د خاموشېدو معنا هم لری چې د افغانستان د شلمې پېړۍ له لویو سیاسی بدلونونو سره یې ژوند کړی و.  محمد امین واکمن د افغانستان د معاصر سیاسی او فرهنګی تاریخ له هغو څېرو څخه و چې نوم یې د یوه بشپړ عصر له سیاسی تجربو سره تړلی پاتې شو.

محمد امین واکمن به زما په یاد کې یو دروند انسان، د کمینه اخلاقو چښتن، یو روڼ فکر او یو نه هېرېدونکی یاد وی. 
خدای یې دې وبخښی، روح یې دې ښاد وی؛ کورنۍ او دوستانو ته یې د زړونو صبر او ددې لوی غم د زغملو حوصله غواړم.

نور محمد غفوری

۳۱/۰۸/۲۰۲۶
 

 

یک پاسخ به “محمد امین واکمن؛ د یوه درانه انسان تلپاتې یاد”

  1. admin گفت:

    ښاغلی غفوری صیب ! خدای ج د هغه د بې پایانه رحمت لاندې کړی او روح یې خوشحاله او راضی وساتی!
    په درناوی
    قیوم بشیر هروی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما