د دونيا رنګ
تاریخ نشر سه شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۹ – ۱۲ می ۲۰۲۰ هالند
د دونيا رنګ
طبيـعت دی په قهر شوی
زه او تـــه ئې لـــيوني کړو
د دونيا رنګ بدل شوی
مونږ ئې ټول په اور ستي کړو
د پامير بازان خــواره دي
د بابا زمــريـان ويـده دي
هندو کش په سيل لاهو شو
مونږ ئې خپلو کې پردي کړو
دا امو څپې ، څپې شوې
څه بې لارې قافلې شوې
د پــردو ځمکې سير آبه
ورته ګورو خوشحالي کړو
——
شاعر : الحاج نجم الدین سعیدي
مهاجرت
تشکر جناب سعیدی صاحب ، سروده عالیست زنده باشید. مهدی بشیر
گرانو سعیدی صيب كوردي ودان
ډیر ښکلی او په زړه پورې . په احساس او لاسونو مو برکت سه.
قیوم بشیر هروی