لاړم تر کعبې پورې !
تاریخ نشر چهارشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۶ – ششم دسامبر ۲۰۱۷– هالند
لاړم تر کعبې پورې !
محترم نجم الدين ( سعيدي)
*************
لاړمه په منډه تر کعبې پورې
هلته ابراهيم بابا کوټې پورې
وزغاستم صفا مروا په دښته کې (۱)
خپل د ګناهو نو ختميدو پورې
دا چې د ګناه پيټې مې کم به شي
پورته شوم هورا غره در وازې پورې
هلته عرفا ته مې هم و دانګل
لاړمه جمرات شيطان ويشتو پورې
پريوتم دوعا کې په سجدو سره
خپلو دوعا ګانو قبليدو پورې
*******************
نجم الدين ( سعيدي) ۲۰۱۷ /۲۶/۱۱
١ – سوره (بقره ) آيات ( ١٥٨)
تشکر از جناب محترم الحاج نجم الدین سعیدی ، بازهم سروده عالیست. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر
مننه مهدي بشير وروره الله دي په عمر بركت كيده .