۲۴ ساعت

20 ژوئن
۱ دیدگاه

د هېواد په راتلونکې کې د سیاسی ګوندونو د رول او نوښت په اړه

( هجدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر : شنبه مؤرخ  ۳۰ جوزا (خرداد) ۱۴۰۵ خورشیدی  – ۲۰ جون ۲۰۲۶ میلادی   ملبورن  استرالیا
—————————————————————————————————————

د هېواد په راتلونکې کې د سیاسی

ګوندونو د رول او نوښت په اړه

نور محمد غفوری

د دې مقالې اساسی محتوا له هغې لیکنې څخه سرچینه اخلی چې ما لس کاله مخکې، د ۲۰۱۶ کال د جون په ۱۸مه نېټه، په ټولنیزو رسنیو او یو شمېر چاپی او برېښنایی خپرونو کې خپره کړې وه. اوس چې وخت یو ځل بیا هغه لیکنه زما مخې ته راوسته، ما مناسبه وګڼله چې د افغانستان او نړۍ د وروستیو تحولاتو په رڼا کې پرې بیا کتنه وکړم او ځینې نوی لیدلوری او تعدیلات پکې ورزیات کړم.

د دې مقالې د لوستلو پر مهال باید یوه مهمه خبره په پام کې ونیول شی: ټولنې، سیاسی جریانونه او تاریخی بهیرونه په ثابت او جامد حالت کې نه وی. بدلون د ټولنیز ژوند یوه نه جلا کېدونکې ځانګړنه ده. له همدې امله، سیاسی نظریات او سازمانی جوړښتونه هم باید د راتلونکې زمانې د نویو غوښتنو، د ټولنې د اړتیاوو او د خلکو د هیلو له بدلون سره ځان عیار کړی.

نن افغانستان له داسې پړاو څخه تېرېږی چې سیاسی ځواکونه، په ځانګړې توګه دموکراتیک ګوندونه، سیاسی سازمانونه او د هغوی مشران، له یوې مهمې تاریخی ازموینې سره مخامخ دی. د دوی د بریا او اغېزمنتیا یو مهم شرط دا دی چې له خپلو محدودو او تړلو کړیو څخه ووځی، د انحصار، ځان‌محورۍ او سیاسی حصارونو دیوالونه ونړوی او د ټولنې له پراخو قشرونو، په ځانګړی ډول له ځوان نسل سره، ژوندۍ او متقابلې اړیکې ټینګې کړی.

حقیقت دا دی چې د هر سیاسی حرکت ځواک د خلکو له باور او ملاتړ څخه سرچینه اخلی. هغه ګوندونه چې لا هم د تېرې پېړۍ په ذهنیتونو، زړو تشکیلاتی قالبونو او تاریخی نوستالژیو کې بند پاتې وی، نه شی کولای د نن ورځې د ټولنې له اړتیاوو سره ځان برابر کړی. د معلوماتی انقلاب، نړیوالو اړیکو، نوو فکری جریانونو او د ځوان نسل د سیاسی شعور وده د دې غوښتنه کوی چې سیاسی فعالان او سازمانونه هم خپل فکر، ژبه او د عمل میتودونه نوی کړی.

خو د ستونزې ریښه (ولیې) یوازې په تشکیلاتی جوړښتونو کې نه ده. د افغانستان د ډېرو سیاسی جریانونو اساسی ستونزه فکری او فرهنګی بڼه هم لری. لا هم په ډېرو مواردو کې د آزاد بحث، سالم انتقاد، د نظر د اختلاف زغم او د ګډ کار فرهنګ کمزوری دی. حال دا چې دموکراسی تر هر څه وړاندې یو فرهنګ دی؛ هغه فرهنګ چې د مختلفو نظرونو د همزیستۍ (یوځای ژوند کولو)، د قانون د حاکمیت او د سیاسی سیالانو د مشروعیت د منلو پر بنسټ ولاړ وی.

په همدې دلیل د ګوندونو او سیاسی سازمانونو داخلی جوړښتونه هم جدی اصلاحاتو ته اړتیا لری. د رهبرانو د امرونو، فرمانونو او یوطرفه تصمیم نیونې پر ځای باید د آزاد بحث، ګډو پرېکړو او داوطلبانه مشارکت فرهنګ پیاوړی شی. د شلمې پېړۍ د سخت او متمرکز «دموکراتیک مرکزیت» پر ځای باید «داوطلبانه دموکراتیک مرکزیت» د سازمانی ژوند بنسټ وګرځی؛ داسې اصل چې هم د سازمان یووالی وساتی او هم د غړو آزاده اراده، فکری تنوع او د نظر څرګندولو حق خوندی کړی.

همدارنګه د نړۍ د معاصرو دموکراتیکو تجربو مطالعه او درک د هر دموکراتیک جریان لپاره حیاتی ارزښت لری. دموکراسی یوازې یو سیاسی شعار نه دی؛ بلکې د سیاسی فعالیت، سیالۍ، حساب ورکونې، شفافیت او د خلکو د باور د ترلاسه کولو یوه عملی طریقه ده. هغه ګوندونه چې غواړی په معاصر سیاسی ډګر کې بریالی واوسی، باید دا اصول د خپلو ټولنیزو واقعیتونو او ملی اړتیاوو په رڼا کې په عملی بڼه پلی کړی.

یو بل مهم حقیقت دا دی چې په دموکراتیکو نظامونو کې د سیاسی بهیرونو برخلیک تر ډېره د آزادې سیالۍ له لارې ټاکل کېږی. د خلکو باور د پټو معاملو له لارې نه ترلاسه کېږی او نه هم د استخباراتی لوبو، د پردې شاته جوړجاړیو او غیرشفافو پرېکړو په مټ ساتل کېدای شی. سیاسی مشروعیت هغه مهال دوام مومی چې د خلکو د ارادې، مشارکت او باور پر بنسټ ولاړ وی.

په یوه رښتینی دموکراتیک ګوند کې غړی د رهبر تابع او فرمانبردار نه وی، بلکې د ګډو موخو د تحقق شریکان او همکاران وی. همدارنګه رهبر هم یو فوق‌العاده، نه بدلېدونکی او له نقد څخه پورته شخصیت نه ګڼل کېږی. هغه د یوې ټاکلې مودې لپاره د ګوند د غړو له خوا د مسئولیت د ترسره کولو له پاره غوره او ټولنې ته وړاندې کېږی. تر هغه چې د ګوند د اهدافو د تحقق او د خلکو د باور د ساتلو توان ولری، ملاتړ ترې کېږی؛ خو کله چې نور د پرمختګ او بریا مؤثره وسیله نه وی، د دموکراتیکو اصولو له مخې یې ځای بل وړ شخص نیولی شی.

له همدې امله په دموکراتیکو تشکیلاتو کې د شخصیت‌پرستۍ، رهبرمحورۍ او سیاسی بت‌سازۍ لپاره ځای نشته. د رهبرۍ مشروعیت د افرادو له تقدس څخه نه، بلکې د هغوی له کار، برنامې او لاسته راوړنو څخه سرچینه اخلی. د دموکراسۍ روحیه د آزاد فکر، انتقاد، حساب ورکونې، مشارکت او ګډ مسئولیت په اصولو ولاړه ده.

نن د افغانستان د دموکراتیکو ځواکونو پر وړاندې تر ټولو ستره اړتیا د باور بیا رغونه ده؛ باور د خلکو او سیاست ترمنځ، باور د نسلونو ترمنځ او باور د مختلفو سیاسی جریانونو ترمنځ. دا هدف یوازې هغه وخت ترلاسه کېدای شی چې سیاسی ځواکونه له انحصاری تفکر، تاریخی تعصبونو او شخصی سیالیو څخه تېر شی او د ملی ګټو، مدنی ارزښتونو او ګډو اهدافو پر محور راټول شی.

په پایله کې ویلای شو چې د افغانستان د دموکراتیکو ځواکونو د بیا راژوندی کېدو او اغېزمن حضور لار د خلکو پر لور د ستنېدو، د ځوان نسل د اعتماد د ترلاسه کولو، د تشکیلاتی او فکری دموکراسۍ د پیاوړتیا او د معاصرو سیاسی ارزښتونو د منلو له منځه تېرېږی. هر هغه سیاسی جریان چې له خپل تېر څخه د زده کړې جرئت ولری، د زمانې غوښتنې درک کړی او د ټولنې له ژوندیو واقعیتونو سره ځان عیار کړی، کولای شی د راتلونکی افغانستان په سیاسی او ټولنیز ژوند کې رغنده، مؤثر او دوامدار رول ولوبوی.

۱۸ / ۰۶ / ۲۰۲۶

 

یک پاسخ به “د هېواد په راتلونکې کې د سیاسی ګوندونو د رول او نوښت په اړه”

  1. admin گفت:

    ښاغلی غفوری صیب، ستاسو د ښکلی لیکنې
    څخه مننه، کامیاب او بریالی اوسئ.

    په درناوی
    قیوم بشیر هروی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما