داغلي زړونه
تاریخ نشر چهار شنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۸ – ۱۲ فبروری ۲۰۲۰ هالند
تــورې وريځې طــوفانونه
غــم لــړلـي مــاښامـونــه
بيا آسمان ولې په قهر دی
بد حالت دی بد روزګار دی
د آسمان لمنې سرې دي
درد اوغم شیبه، شیبې دي
دي غمجن، مهلک وختونه
نــــا اميد داغــــلي زړونه
ځوانيمرګــه مو هستي ده
دنــــيا تلونکې ده فــاني ده
ځـــي د اوښــکو سیلابونه
پرې لامده شول ګريوانـونه
ځوانيمرګ مـو نن بهار دی
جګ نښتر دی هم چنار دی
ربــــه راولــــې قرار بيا
د دې سيمې پــه ګلزار بيا
غوټــۍ وسپړي خندا شي
خوشالي په هــره خوا شي
ربــه ختم دا مــــاتم کــړې
خوشالي په هر قدم کړې
د آسمان لــمنې شنې کړې
د خوښۍ بلې ډيــوې کړې
ستا دربارته دوعـاګـوی يو
چې پــدې خــبره پوی يــــو
صرف تحفه زمونږ ايمان دی
دا ژوندون يـــو امتحان دی
سمیع الدین افغاني
درود به دوست محترم آقای سمیع الدین افغاني و تشکر از سروده عالی تان. موفق و سلامت باشید. مهدی بشیر
مننه معزز مهدی بشیر کور مو ودان خدای مو په خپل امان کې لره په عزت اوسئ