۲۴ ساعت

17 دسامبر
بدون دیدگاه

ظالمو زمانه ده

سمیع الدین افغانی

سمیع الدین افغانی

سمیع الدین افغانی

 

 

 

 

 

 

 

ظالمو زمانه ده

دنشر نیټه ۲۶ / ۹ / ۱۳۹۰ – ۱۷ / ۱۲ / ۲۰۱۱

چا وران کړو دا وطن چا تری لوټ کړې خزانه ده

که خپل کـــه بیګانه ده
چه خپل یــې ورانوی بیا د پـــردو نه څه ګیله ده

ظالمو زمانه ده

په نوم د عدالت دی خو خیانت پکې چالان دی

غریب پدې وطــن کې د ماړه نس په ارمان دی

دا ملک چاته جنت چـــاته په مثل د زندان دی

هر چا ده غږولی د خپل خــــوښې ترانه ده

ظالمو زمانه ده

هر چا تــــر خپــــله وسه دا وطــــن کــــړلـــو خراب

څوک ناست دی بلـډنګو کې په ډالر کوی حساب

څوک پروت دی په خیمه کې له یخنی نه شو کباب

هستی یــــې رانه لـــوټ کـــړه د ډالرویارانه ده

ظالمو زمانه ده

خلک لاړه ترکیهانه موږ په خپلو کې جنګیږو

پدې عصرو زمــــان کې د پردو په ډول ګډیږو

نفاق او تربګنی کــــې هیڅ مطلب ته نه رسیږو

وطن په نامه

یو شی صرف همدا یوه  چاره ده

ظالمو زمانه ده

ټینګ عزم افغانی اوورورګلوی موسعادت دی

وطن ته د با دردو هیواد والو ضرورت دی

یووالی اتحــــاد زمونږه پوهه ده همت دی

وطن بـــه شی اباد که دا مو عزم او اراده ده

ظالمو زمانه ده
——————-
سمیع الدین افغانی

 

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما