دا به څو مره ؟
تاریخ نشر جمعه هفتم عقرب ۱۳۹۵ – ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۶ – هالند
دا به څومره ؟
محترم الحاج نجم الدین « سعیدی »
**************
ولې دومره د هر خوا راځې در دونه ؟
ولې خپل اعضاء مې يو بل ته ګوا ښونه ؟
دا به څو مره حوصله او لوې قوت وې ؟
چې تاء مل کړې اختلاف او بد حالونه ؟
***
چيرې لاړ شم چاته وسپړم ګريوان ؟
دې در دو او دې نا خوالو د هجران .
زه د څه شې شکوه وکړمه طبيب ته ؟
چې دکومه مې در دو نه دې په ځان .
***
چې نا اهله شې او لاد پلار پرې زو ريږي .
دې نا اهله نه فاميل ټول تباه کيږي .
د دنياء په زواهرو چې ککړ شې .
خپل لا څه کړې چې پر دي ترې بر باديږي .
***
دا به څومره ؟ دا به څومره ؟ وې مستې .
زه چې وينمه د ژوند آخر نيستي .
نو په څه باندې مغروره او تکبر کړې .
د دې عمر زه نور نه وينم هستي .
************
نجم الدين ( سعيدي ) / ۲۰۱۵ / ۸ / ۲۱
تشکر از جناب محترم الحاج نجم الدین « سعیدی » ، سروده عالیست . موفق باشید . مهدی بشیر
مننه مهدي بشيره وروره الله دي عزت مند لره صحت او سلامتي دي غوارم .