۲۴ ساعت

18 آگوست
بدون دیدگاه

د افغانستان ملی ګوند

دنشر نیټه : د ۱۳۹۱ کال د زمری د مياشتې ۲۸ مه

د افغانستان ملی ګوند رهبرۍ د مبارکۍ پيغام

کابل د ۱۳۹۱ کال د زمری د مياشتې ۲۶ مه نېټه

د افغانستان د ملی ګوند رهبری د ګونډ غړو، د افغانستان ديندار ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچنی اختر مبارکی وړاندې کوی. خدای د وکړی چې د اختر ورځې د خپلو درنو کورنيوله غړو سره په سوله او خوشحالۍ کې تيرې کړئ.

په ګران هيواد افغانستان کې د نيکمرغه کوچنی اختر د خوښيو د راتلو سره سم د سختو او زړه لړزوونکو پيښو شاهدان يو چې ډيرو افغانانو ته د مرګ او ژوبلې لامل شوې. موږ د لوی خدای له درباره د شهيدانو کورنيو ته د زړونو تسلی  او زخميانو ته  د درملنې، روغتيا او اوږده خوشحاله ژوندانه غوښتنه کوو.  د ګوند له غړو، ټولو وطنوالو، اسلامی امت او بشريت څخه غواړو چې  په افغانستان کې د سولې،  امنيت  او سوله ايز ژوندانه د شرايطو د چمتو کولو په لار کې خپلې هڅې ګړندۍ کړی.

خدای د وکړی چې راتلونکی اخترونه د ورورولۍ، سولې او امنيت په فضاکې تجليل کړو.

عبدالحی مالک

د افغانستان ملی ګوند رئيس

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما