۲۴ ساعت

06 نوامبر
۱ دیدگاه

سیاسی، اقتصادی، ټولنیز او کلتوری سیستمونه

( نوزدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر : جمعه  مؤرخ  ۱۵ عقرب ( آبان ) ۱۴۰۵ خورشیدی  – ۶ نوامبر ۲۰۲۶ میلادی –  ملبورن – استرالیا
————————————————————————————————————————————————–

نور محمد غفوری

سیاسی، اقتصادی، ټولنیز او کلتوری سیستمونه

ځانګړتیاوې، داخلی جوړښت او د فعالیت څرنګوالی

============================

لمړی برخه :

سریزه

انسانان په ټولنه کې ژوند کوی او د خپلو ګډو اړتیاوو د پوره کولو، د ستونزو د حل، د نظم د رامنځته کولو او ګډ ژوند د تنظیم له پاره بېلابېل جوړښتونه او سیستمونه رامنځته کوی. ټولنه یوازې د وګړو له یوځای ژوند کولو څخه نه جوړېږی، بلکې د اړیکو، بنسټونو، اصولو، ارزښتونو او فعالیتونو یوه پېچلې مجموعه ده چې هره برخه یې د ټولنیز ژوند په تنظیم او دوام کې ځانګړی رول لری.

د ټولنې د پېژندلو او د هغې د فعالیت د څرنګوالی د درک له پاره د سیستمونو مفهوم ځانګړی اهمیت لری. سیستم د هغو عناصرو، بنسټونو، اړیکو او بهیرونو یوه منظمه مجموعه ده چې د یوه ګډ هدف یا دندو د ترسره کولو له پاره په متقابل تړاو کې فعالیت کوی. د یوه سیستم عناصر جلا جلا دندې لری، خو د دوی ترمنځ اړیکې او ګډ فعالیت د ټول سیستم بڼه او پایلې ټاکی.

د ټولنې د مطالعې له پاره څلور مهم سیستمونه په ځانګړې توګه د یادونې وړ دی:

۱. سیاسی سیستم:  هغه جوړښت او بهیرونه په ځان کې رانغاړی چې د ټولنې د سیاسی واک د تنظیم، د پرېکړو د نیولو، د قوانینو د جوړولو، د عامه پالیسیو د ټاکلو او د هغو د پلی کولو له پاره فعالیت کوی.

۲. اقتصادی سیستم:  د اړتیا وړ کالیو د تولید، وېش، تبادلې او مصرف ټول فعالیتونه او اړیکې تنظیموی. دا سیستم ټاکی چې په یوه ټولنه کې توکی او خدمتونه څنګه تولیدېږی، سرچینې څنګه وېشل کېږی او اقتصادی اړتیاوې څنګه پوره کېږی.

۳. ټولنیز سیستم:  د وګړو، ډلو او ټولنیزو بنسټونو ترمنځ اړیکې، دندې، دریځونه او متقابل تعاملات په غیږ کې نیسی. کورنۍ، ښوونځی، ټولنیزې ډلې او نور بنسټونه د دې سیستم مهمې برخې دی.

۴. کلتوری سیستم:  د یوې ټولنې ګډ ارزښتونه، باورونه، دودونه، ژبه، پوهه، هنر، تاریخی حافظه او د ژوند طرز په ځان کې رانغاړی. دا سیستم د ټولنې د هویت په رامنځته کولو، د وګړو په فکری روزنه او د ټولنیزو ارزښتونو په لېږد کې مهم رول لری.

دا څلور ډوله سیستمونه که څه هم بېلابېلې دندې او ځانګړتیاوې لری، خو له یو بل څخه خپلواک نه دی. د یوه سیستم بدلون پر نورو سیستمونو هم اغېز کوی. د بېلګې په توګه، سیاسی پرېکړې پر اقتصادی فعالیتونو اغېز لری، اقتصادی وضعیت د خلکو پر ټولنیز ژوند اغېز کوی او کلتوری ارزښتونه د سیاسی او ټولنیزو چلندونو په ټاکلو کې ونډه لری.

له همدې امله، د ټولنې د سمې پېژندنې له پاره اړینه ده چې دا سیستمونه هم په خپلواکه توګه او هم د یو بل په تړاو مطالعه شی.

په دې لیکنه کې لومړی د سیاسی سیستم مفهوم، ځانګړتیاوې، داخلی جوړښت او د فعالیت څرنګوالی څېړو، څو د ټولنې د سیاسی نظم او د واک د کارونې د بهیر په اړه روښانه درک ترلاسه کړو.

لومړی څپرکی: سیاسی سیستم

۱. د سیاسی سیستم مفهوم

سیاسی سیستم د ټولنې هغه منظم جوړښت او بهیرونه دی چې د سیاسی واک د ترلاسه کولو، وېش، کارونې او کنټرول له پاره فعالیت کوی. د دې سیستم له لارې په ټولنه کې ګډې اړتیاوې او غوښتنې په سیاسی موضوعاتو بدلېږی، د هغو په اړه پرېکړې کېږی، قوانین او عامه پالیسۍ جوړېږی او د پلی کېدو له پاره یې اړین اقدامات ترسره کېږی.

په بل عبارت، سیاسی سیستم یوازې حکومت یا دولتی ادارې نه دی، بلکې د واک ټول بنسټونه، سیاسی سازمانونه، قوانین، سیاسی فعالان، د پرېکړو بهیرونه او هغه اړیکې هم په غیږ کې نیسی چې د ټولنې د سیاسی ژوند په تنظیم کې ونډه لری.

پارلمان، حکومت، محکمې، سیاسی ګوندونه، مدنی ټولنې، رسنۍ، ټاکنیز بنسټونه او د خلکو سیاسی ګډون د سیاسی سیستم بېلابېلې برخې دی. د دغو برخو ترمنځ اړیکې او متقابل فعالیت د سیاسی سیستم څرنګوالی ټاکی.

سیاسی سیستم په هره ټولنه کې په یوه بڼه نه وی. د هغه جوړښت او فعالیت د سیاسی نظام، اساسی قانون، تاریخی تجربو، ټولنیزو شرایطو، اقتصادی وضعیت او کلتوری ارزښتونو له مخې توپیر لری. په ځینو ټولنو کې سیاسی واک د بېلابېلو بنسټونو ترمنځ وېشل شوی وی، په ځینو نورو کې بیا په یوه یا څو محدودو ادارو او اشخاصو کې متمرکز وی.

له همدې امله، د سیاسی سیستم د پېژندلو پر مهال باید یوازې د حکومت رسمی جوړښت ته ونه کتل شی، بلکې دا هم باید وڅېړل شی چې واک په عمل کې څوک کاروی، پرېکړې څنګه نیول کېږی، خلک څومره ګډون لری او د واک د کنټرول او حساب ورکونې کومې لارې موجودې دی.

۲.  د سیاسی سیستم اساسی ځانګړتیاوې

سیاسی سیستم د څو مهمو ځانګړتیاوو له مخې پېژندل کېږی. دغه ځانګړتیاوې د هغه د جوړښت، فعالیت او د ټولنې پر ژوند د اغېز څرنګوالی څرګندوی.

۲.۱.  سیاسی واک

سیاسی واک د سیاسی سیستم یوه اساسی ځانګړتیا ده. واک هغه وړتیا ده چې د هغې له لارې افراد، ډلې یا دولتی بنسټونه د ټولنې پر ګډو چارو اغېز کوی، پرېکړې نیسی او د هغو د پلی کولو لپاره اقدامات کوی.

په سیاسی سیستم کې واک د قوانینو، اساسی قانون او نورو منل شویو اصولو له مخې تنظیمېږی. د واک د سرچینې، وېش او کارونې څرنګوالی د یوه سیاسی نظام ځانګړتیاوې څرګندوی.

په ډیموکراتیکو نظامونو کې سیاسی واک د خلکو له ارادې او سیاسی ګډون څخه مشروعیت ترلاسه کوی او د بېلابېلو بنسټونو ترمنځ وېشل کېږی. خو په استبدادی نظامونو کې واک ډېر ځله د یوه فرد، یوې ډلې یا محدودو سیاسی کړیو په لاس کې متمرکز وی.

د واک د ترلاسه کولو او کارونې تر څنګ، د هغه د محدودولو او څارلو لارې هم مهمې دی. که واک له اغېزمن کنټرول پرته وکارول شی، د استبداد، فساد او د عامه ګټو د زیانمنېدو زمینه برابرولای شی.

۲. ۲.  قوانین او اصول

قوانین او اصول د سیاسی سیستم د فعالیت بنسټ جوړوی. د هغو له لارې د دولتی بنسټونو واکونه او دندې، د وګړو حقونه او مکلفیتونه او د ټولنیزو چارو د تنظیم لارې ټاکل کېږی.

اساسی قانون د یوه هېواد تر ټولو لوړ حقوقی سند دی چې د دولت جوړښت، د واک وېش، د دولتی بنسټونو صلاحیتونه او د وګړو اساسی حقونه او ازادۍ تعریفوی.

نور قوانین او مقررات د اساسی قانون د اصولو په رڼا کې جوړېږی او د ټولنې بېلابېل سیاسی، اقتصادی او ټولنیز فعالیتونه تنظیموی.

د قوانینو اغېزمنتیا یوازې د هغو په شتون پورې تړلې نه ده، بلکې د عادلانه پلی کېدو، د ټولو وګړو پر وړاندې د برابر تطبیق او د قانون د حاکمیت په عملی شتون پورې هم اړه لری.

۲.۳. د پرېکړو او پالیسیو جوړول

د سیاسی سیستم یوه مهمه دنده د ټولنې د ګډو چارو په اړه د پرېکړو نیول او د عامه پالیسیو جوړول دی.

عامه پالیسی هغه اصول، موخې او اقدامات دی چې حکومت یا اړوند دولتی بنسټونه یې د ټولنې د یوې ستونزې د حل، د اړتیاوو د پوره کولو یا د یوه عامه هدف د ترلاسه کولو له پاره ټاکی.

د بېلګې په توګه، د ښوونې او روزنې پراختیا، د روغتیایی خدمتونو ښه کول، د بېکارۍ کمول، د امنیت ټینګښت او د چاپېریال ساتنه د عامه پالیسیو له مهمو برخو څخه دی.

د پرېکړو او پالیسیو جوړول باید د ټولنې د واقعی اړتیاوو، شته امکاناتو، قانونی اصولو او د خلکو د ګټو پر بنسټ ترسره شی. د پالیسیو کیفیت تر ډېره د هغو د جوړولو د بهیر، د معلوماتو د کره‌والی او د اړوندو خلکو د ګډون له څرنګوالی سره تړاو لری.

۲.۴.  سیاسی ګډون او استازیتوب

سیاسی ګډون هغه لارې او فعالیتونه دی چې خلک یې د سیاسی ژوند او عامه پرېکړو په بهیر کې د ونډې اخیستلو له پاره کاروی.

په دې ګډون کې په ټاکنو کې برخه اخیستل، د سیاسی ګوندونو غړیتوب، د مدنی ټولنو فعالیت، سوله‌ییز لاریونونه، عامه بحثونه، د نظر څرګندول او د استازو له لارې د غوښتنو مطرح کول شامل دی.

سیاسی استازیتوب هغه بهیر دی چې د هغه له لارې د خلکو ګټې، غوښتنې او نظرونه د ټاکل شویو یا منل شویو استازو له خوا په سیاسی بنسټونو کې مطرح کېږی.

د سیاسی ګډون او استازیتوب له لارې خلک کولای شی د پرېکړو پر بهیر اغېز وکړی، د خپلو حقونو دفاع وکړی او د حکومت پر فعالیتونو څارنه وکړی.

البته، یوازې د سیاسی ګډون رسمی حق د اغېزمن ګډون ضمانت نه کوی. د بیان ازادی، د غونډو او ټولنو د جوړولو حق، د معلوماتو لاسرسی، ازادې ټاکنې او د سیاسی فعالیتونو د ترسره کولو مناسب شرایط د رښتینی ګډون له مهمو اړتیاوو څخه دی.

۲.۵.  حساب ورکونه او څارنه

حساب ورکونه هغه اصل دی چې له مخې یې دولتی چارواکی او سیاسی بنسټونه باید د خپلو پرېکړو، کړنو او پایلو په اړه خلکو او اړوندو قانونی ادارو ته ځواب ووایی.

څارنه هغه بهیر دی چې د هغه له لارې د دولتی بنسټونو فعالیتونه ارزول کېږی، د قوانینو د پلی کېدو څرنګوالی څېړل کېږی او د احتمالی سرغړونو، فساد او د واک د ناوړه کارونې مخنیوی کېږی.

پارلمان، خپلواک قضایی بنسټونه، د پلټنې ادارې، رسنۍ، مدنی ټولنې او عامه افکار د څارنې په بهیر کې مهم رول لری.

حساب ورکونه او څارنه د سیاسی سیستم د شفافیت، اغېزمنتیا او مشروعیت په پیاوړتیا کې مرسته کوی. که د واک د کارونې د ارزونې او حساب غوښتنې اغېزمنې لارې موجودې نه وی، د فساد او بې‌مسؤلیته حکومتولۍ خطر زیاتېږی. (یادونه: د سیاسی سیستم په اړه پاته دوهمه برخه به په راتلونکې لیکنه کې دوام ومومی)

۰۵.۱۱.۲۰۲۶

 

 

یک پاسخ به “سیاسی، اقتصادی، ټولنیز او کلتوری سیستمونه”

  1. admin گفت:

    ښاغلی غفوری صیب، ستاسې د ښکلی لیکنې له امله مننه، بریالی اوسئ
    پدرناوی
    قیوم بشیر هروی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما