د سیاسی فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول
( هجدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر : شنبه مؤرخ ۲۱ سنبله ( شهریور) ۱۴۰۵ خورشیدی – ۱۲ سپتامبر۲۰۲۶ میلادی – ملبورن – استرالیا
——————————————————————————————————————————————————–
(هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست او سازمانی فعالیت مینه وال ژوره او په حوصله ولولی او دقیقه یې وارزوی. )
سریزه: د سیاسی فعالیت اساسی مسئله:
هر سیاسی حرکت د یوه مشخص ټولنیز واقعیت په وړاندې د غبرګون په توګه رامنځته کېږی؛ خو یوازې غبرګون د دوامدار سیاسی بدلون لپاره کافی نه دی. سیاسی حرکت هغه مهال له موقتی بسیج څخه په یوه اغېزمن او دوامدار جریان اوړی چې د خپل فعالیت لپاره روښانه فکری ایډیا (فکری لیدلوری)، منسجم سیاسی هدف، سازمانی جوړښت او مشروع رهبری ولری.
د دې څلورو عناصرو ترمنځ اړیکه تصادفی نه ده، بلکې یو منطقی تسلسل جوړوی: ایډیا د حرکت «ولې؟» ته ځواب وایی، سیاسی هدف یې «څه؟» مشخصوی، سازمان د «څنګه؟» پوښتنې ته ځواب ورکوی او رهبری د همدې پروسې د عملی کولو مسئولیت پر غاړه اخلی. له همدې امله، د رهبرۍ د جوړولو بحث باید د یوه شخص له انتخاب څخه پیل نه شی؛ بلکې لومړی باید هغه فکری او ارزښتی بنسټونه مشخص شی چې رهبرۍ ته جهت او مشروعیت ورکوی.
د دې مقالې اساسی استدلال دا دی چې دوامدار او دموکراتیک سیاسی حرکت له شخص څخه نه، بلکې له ایډیا څخه پیلېږی؛ ایډیا سازمان ته اړتیا پیدا کوی، سازمان د رهبرۍ د تولید زمینه برابروی او دموکراتیک میکانیزمونه رهبرۍ ته مشروعیت ورکوی.
۱. ایډیا (فکری لیدلوری) ولې د سیاسی فعالیت لومړنی شرط دی؟
سیاسی ایډیا د یوه حرکت د فکری هویت او د مطلوب ټولنیز ـ سیاسی بدلون د تصور بنسټ جوړوی. هغه حرکت چې د ټولنې د ستونزو په اړه روښانه تحلیل، د بدلون په اړه مشخص تصور او د خپلو ارزښتونو په اړه واضح دریځ ونه لری، په اسانۍ سره د ورځنیو سیاسی پېښو، شخصی نفوذ او احساساتی شعارونو تر اغېز لاندې راځی. له همدې امله، ایډیا یوازې د شعارونو مجموعه نه ده؛ بلکې باید لږ تر لږه درې اساسی پوښتنې ځواب کړی:
- موجود وضعیت څه ډول دی او اساسی ستونزه څه ده؟
- مطلوب وضعیت یا سیاسی راتلونکی باید څه ډول وی؟
- له موجود وضعیت څخه مطلوب وضعیت ته د انتقال مشروعه لار کومه ده؟
د دې پوښتنو ځوابونه سیاسی حرکت ته فکری جهت ورکوی. په بل عبارت، ایډیا د سیاسی فعالیت لپاره د «لارښودونکې نقشې» حیثیت لری. که دا نقشه موجوده نه وی، سیاسی حرکت ممکن فعالیت ولری، خو د فعالیت جهت، معیار او پایله یې مبهمه پاتې کېږی.
نو د سیاسی فعالیت لومړنی ضرورت د یوه داسې فکری چوکاټ رامنځته کول دی چې ارزښتونه، اهداف، د ستونزو تحلیل او د عمل اصول په یوه منسجم سیاسی لیدلوری کې سره ونښلوی.
۲. له ایډیا څخه سیاسی سازمان ته؛ د فکر د عملی کېدو اړتیا:
یوازې ایډیا (فکری لیدلوری) هم د سیاسی بدلون لپاره کافی نه ده. ایډیا هغه وخت سیاسی ځواک پیدا کوی چې د جمعی عمل له لارې پلې شی، او د جمعی عمل لپاره بیا سازمان ته اړتیا ده.
له همدې ځایه د استدلال دویم پړاو راولاړېږی: که ایډیا د سیاسی حرکت د فکر استازیتوب کوی، سازمان د همدې فکر د عملی کولو وسیله ده.
سازمان د افرادو انفرادی ارادې په ګډو اهدافو او منظم فعالیت بدلوی. خو د سازمان جوړښت باید له هغه فکری اصل او ارزښتونو سره متناسب او جوړ وی چې حرکت یې د تحقق لپاره رامنځته شوی دی. که دموکراسی د حرکت له بنسټیزو ارزښتونو څخه وی، نو سازمان هم باید د داخلی دموکراسۍ، مشارکت، شفافیت، اختلاف د منلو او حسابورکونې پر اصولو ولاړ وی.
له همدې امله، سازمان باید د یوه فرد د شخصی نفوذ د پراخولو وسیله نه، بلکې د ګډې ایډیا او نظری لیدلوری د تحقق بنسټ وی. دا اصل د شخصمحورۍ د مخنیوی لپاره ځانګړی اهمیت لری؛ ځکه هر څومره چې د یوه حرکت د بقا اړتیا له یوه شخص سره زیاته وتړل شی، هماغومره یې نهادی ثبات کمېږی او سازمانی جوړښت یې خپل اساسی رول له لاسه ورکوی. د شخصیت محوره سازمانونو او سیاستونو او د هغو د ناکامه پایلو مثالونه زموږ په ځپل هېواد کې هم ډیر لیدل شوی دی.
۳. د رهبرۍ مسئله: رهبر باید «جوړ» شی، نه یوازې «وټاکل» شی:
کله چې ایډیا او سازمان رامنځته شی، بیا د رهبرۍ مسئله مطرح کېږی. دلته باید د «رهبر پیدا کولو» او «رهبر جوړولو» ترمنځ توپیر وشی.
رهبر پیدا کول عموماً د یوه مشهور یا بانفوذه شخص انتخاب ته اشاره کوی؛ خو رهبر جوړول یوه نهادی، تشکیلاتی او دوامداره پروسه ده چې د فکری روزنې، سیاسی تجربې، سازمانی مسئولیت، مشارکت او د اعتماد د تدریجی ترلاسه کولو له لارې ترسره کېږی. په سالم سیاسی حرکت کې رهبر باید د حرکت له دننه راڅرګند شی. هغه باید د خپلو فکری وړتیاوو، سیاسی بصیرت، اخلاقی اعتبار، سازمانی تجربې او د خلکو د اعتماد له لارې د رهبرۍ وړتیا ثابته کړی.
په دې معنا، رهبرۍ ته د رسېدو بهیر باید د سیاسی استعدادونو د روزنې لپاره داسې فرصتونه رامنځته کړی چې افراد په تدریجی ډول له عادی ګډونوال څخه فعال غړی، له فعال غړی څخه مسئول او له مسئول څخه د رهبرۍ وړ شخصیت ته وده وکړی.
دا بهیر د رهبرۍ انحصار ماتوی او د رهبرۍ د تولید ظرفیت په یوه شخص پورې نه محدودوی.
۴. دموکراسی؛ د رهبرۍ د مشروعیت میکانیزم:
د رهبرۍ راڅرګندېدل هغه وخت سیاسی مشروعیت پیدا کوی چې د دموکراتیکو اصولو له لارې ترسره شی. د رهبرۍ مشروعیت یوازې د دې له امله نه رامنځته کېږی چې یو شخص وړتیا لری؛ بلکې دا هم مهمه ده چې د هغه د رهبرۍ حق څنګه او د چا له خوا تایید شوی دی.
په دې اساس، د رهبرۍ د مشروعیت لپاره باید د انتخاب او مشارکت روښانه میکانیزمونه موجود وی. د داخلی ټاکنو، مشورې، شفافې پرېکړې، د غړو د مشارکت، د انتقاد د حق او د رهبر د حسابورکونې اصول د همدې مشروعیت بنسټ جوړوی.
دلته دموکراسی یوازې د رهبر د انتخاب یوه تخنیکی وسیله نه ده؛ بلکې د رهبرۍ د کنټرول او محدودولو وسیله هم ده. د رهبرۍ د مشروعیت ترڅنګ باید د واک د تمرکز د مخنیوی لپاره د واک د دورانی کېدو، د مسئولیتونو د وېش او د رهبر د کړنو د ارزونې امکان هم موجود وی.
په همدې معنا، دموکراتیکه رهبری هغه رهبری ده چې هم د خلکو له رضایت څخه مشروعیت اخلی او هم د خلکو، سازمان او اصولو پر وړاندې حساب ورکوی.
۵. د ایډیا او رهبر ترمنځ د واک اړیکه:
د سیاسی حرکت په جوړښت کې یوه اساسی ستونزه هغه مهال رامنځته کېږی چې رهبر له ایډیا څخه لوړ مقام پیدا کړی. که د یوه شخص نظر د حرکت د اصولو ځای ونیسی، نو ایډیا له یوه ګډ فکری بنسټ څخه په شخصی روایت بدلېږی.
د سالم سیاسی حرکت لپاره باید برعکس رابطه موجوده وی: رهبر باید د ایډیا، اصولو او د سازمانی قواعدو تابع وی.
دا اصل دوه مهمې پایلې لری. لومړی، د رهبر شخصی تمایلات د حرکت د عمومی اصولو ځای نه شی نیولی. دویم، د رهبر بدلون د حرکت د پای معنا نه لری؛ ځکه حرکت د یوه شخص پر ځای پر اصولو او بنسټونو ولاړ وی.
له همدې امله، د یوه سیاسی حرکت د پخوالی مهم معیار دا دی چې وکولای شی د رهبر له بدلون سره سره خپل فکری او سازمانی هویت وساتی.
۶. د رهبرۍ د جوړولو له پاره د سازمانی چاپېریال اصول:
که هدف د داسې رهبرۍ رامنځته کول وی چې هم وړتیا ولری او هم مشروعیت، نو د رهبرۍ د تولید له پاره یوازې د یوه مناسب شخص موندل بسنه نه کوی؛ بلکې داسې سازمانی چاپېریال باید رامنځته شی چې په هغه کې افراد وکولای شی خپلو فکری ظرفیتونو ته وده ورکړی، عملی تجربه حاصل کړی، مسئولیت ومنی او د غړو باور ترلاسه کړی. دا ډول چاپېریال باید لږ تر لږه پر څو اساسی اصولو ولاړ وی.
لومړی، فکری آزادی باید تضمین شی، څو غړی وکولای شی بې له وېرې خپل نظرونه مطرح کړی، له موجودو دریځونو سره مخالفت وکړی او د بېلابېلو لیدلورو ترمنځ آزاد بحث وشی. د فکری اختلاف مخنیوی په حقیقت کې د سازمان د فکری ودې مخنیوی دی؛ ځکه هغه سازمان چې یوازې یو نظر منی، په تدریجی ډول د انتقاد او د ځان د اصلاح وړتیا له لاسه ورکوی.
دویم، مشارکت باید یوازې تشریفاتی نه، بلکې واقعی وی. غړی باید د مهمو پرېکړو په بهیر کې ونډه ولری او احساس کړی چې سازمان د دوی ګډ جوړښت دی، نه د محدودو کسانو شخصی ساحه. همدا مشارکت د راتلونکو رهبرانو لپاره د مسئولیت اخیستلو او پرېکړه کولو عملی تجربه هم برابروی.
درېیم، سیاسی روزنه د رهبرۍ د تولید له پاره اساسی ارزښت لری. راتلونکی مسئولین او رهبران باید یوازې د سیاسی شعارونو له لارې ونه روزل شی؛ بلکې د سیاسی فکر، دموکراتیکو ارزښتونو، سازمانی مدیریت، خبرو اترو، د اختلاف د مدیریت او د مسئولیت د منلو په برخو کې دوامداره فکری او عملی روزنه ترلاسه کړی. رهبر یوازې په ټاکلو نه جوړېږی؛ رهبر د زدهکړې، تجربې او مسئولیت اخیستلو په بهیر کې جوړېږی.
څلورم، شفافیت د سازمانی باور بنسټ دی. د پرېکړو د نیولو، مسئولیتونو د وېش او د واک د کارولو میکانیزمونه باید روښانه وی، څو غړی پوه شی چې پرېکړې څنګه او د چا له خوا نیول کېږی. له شفافیت پرته د واک په اړه شکونه او بېباوری ډېرېږی او سازمانی مشروعیت زیانمنېږی.
پنځم، حسابورکونه باید د رهبرۍ یوه نه بېلېدونکې برخه وی. رهبران او مسئولین باید د خپلو پرېکړو او کړنو په اړه د سازمان غړو ته ځوابویونکی وی او د هغوی د کړنو د ارزونې لپاره روښانه میکانیزم موجود وی. حسابورکونه رهبر نه کمزوری کوی؛ برعکس، د رهبرۍ مشروعیت پیاوړی کوی او د واک له ناوړه استعمال څخه د مخنیوی وسیله ګرځی.
شپږم، د واک دورانی کېدل د رهبرۍ د انحصار د مخنیوی له پاره مهم اصل دی. که واک د اوږدې مودې له پاره د یوه شخص یا محدودې ډلې په لاس کې متمرکز شی، نو د سازمان دننه د بدیل رهبرۍ د رامنځته کېدو زمینه کمزورې کېږی. د رهبرۍ دورانی کېدل نه یوازې د واک د انحصار مخه نیسی، بلکې نورو وړ کسانو ته هم د مسئولیت اخیستلو او د رهبرۍ د تجربې فرصت برابروی.
اووم، د اختلاف مشروعیت باید د سالم سازمانی ژوند یوه برخه وبلل شی. مخالف نظر باید د دښمنۍ، خیانت یا شخصی مخالفت په معنا ونه ګڼل شی؛ بلکې د اصلاح، نقد او پرمختګ د یوې مشروع وسیلې په توګه باید ومنل شی. هغه سازمان چې دننه د اختلاف لپاره ځای لری، د خپلو تېروتنو د پېژندلو او د خپلو تګلارو د اصلاح زیات توان لری.
په دې معنا، د رهبرۍ د جوړولو سازمانی چاپېریال یوازې د رهبرانو د ټاکلو وسیله نه ده؛ بلکې خپله د رهبرۍ د تولید، روزنې او مشروعیت یو بنسټیز بهیر دی. په داسې چاپېریال کې رهبر له بهر څخه پر سازمان نه تحمیلېږی، بلکې د فکر، مشارکت، روزنې، مسئولیت او دموکراتیک انتخاب له بهیر څخه راټوکېږی. په داسې چاپېریال کې رهبرۍ ته د رسېدو معیار د شخصی اړیکو، وفادارۍ او کاریزما پر ځای وړتیا، مسئولیت، فکری ژمنتیا او دموکراتیک چلند ګرځی.
۷. له شخصمحورۍ څخه بنسټمحور سیاست ته
د سیاسی حرکتونو یوه مهمه ستونزه هغه مهال رامنځته کېږی چې د حرکت ټول فکری، سازمانی او سیاسی ظرفیت د یوه شخص په شاوخوا کې متمرکز شی. په داسې حالت کې د حرکت د بریا او ناکامۍ دواړه معیارونه له یوه شخص سره تړل کېږی.
بنسټمحوره سیاست د دې پر ځای چې پوښتنه وکړی «زموږ رهبر څوک دی؟»، لومړی دا پوښتنه مطرح کوی چې «زموږ اصول څه دی، زموږ هدف څه دی او د دې هدف لپاره کوم سازمانی میکانیزمونه لرو؟»
د دې بدلون اهمیت په دې کې دی چې سیاسی حرکت له شخص څخه مستقل کېږی. رهبر د حرکت لپاره مهم دی، خو حرکت د رهبر لپاره نه جوړېږی. رهبرۍ ته باید د یوه محدود، مشروع او حسابورکوونکی مسئولیت په سترګه وکتل شی، نه د مطلق واک د مقام په توګه.
پایله:
د پورته استدلال له مخې، د سیاسی فعالیت له پاره د ایډیا او رهبرۍ جوړول دوه جلا موضوعات نه دی؛ بلکې د یوه واحد سیاسی ـ سازمانی بهیر دوه متصل پړاوونه دی.
لومړی، ایډیا باید د ټولنې د ستونزو، ارزښتونو او مطلوب راتلونکی په اړه روښانه فکری لید وړاندې کړی. دویم، دغه لید باید د سازمان له لارې په منظم جمعی عمل بدل شی. درېیم، سازمان باید د فکری او عملی روزنې له لارې د رهبرۍ د تولید زمینه برابره کړی. څلورم، رهبری باید د دموکراتیکو میکانیزمونو له لارې مشروعیت ترلاسه او د حسابورکونې په چوکاټ کې محدود پاتې شی.
له همدې امله، د یوه سالم سیاسی حرکت منطقی تسلسل داسې تعریفېدای شی:
ایډیا د ارزښتونو د ټاکلو بنسټ جوړوی؛ ارزښتونه سیاسی هدف ته جهت ورکوی؛ سیاسی هدف د سازمان اړتیا رامنځته کوی؛ سازمان د رهبرۍ د روزنې زمینه برابروی؛ روزل شوې رهبری د دموکراتیک انتخاب له لارې مشروعیت ترلاسه کوی؛ او مشروعه رهبری د حسابورکونې له اصل سره تړلې پاتې کېږی.
ایډیا ← ارزښتونه ← سیاسی هدف ← سازمان ← د رهبرۍ روزنه ← دموکراتیک انتخاب ← مشروعه رهبری ← حسابورکونه
په دې تسلسل کې رهبر د حرکت د پیل ټکی نه، بلکې د یوه فکری او سازمانی بهیر محصول دی. هغه وخت سیاسی حرکت له شخصمحورۍ څخه بنسټمحورۍ ته انتقالېږی چې ایډیا د رهبرۍ څخه مخکې، اصول د اشخاصو څخه پورته او سازمان د یوه فرد څخه پراخ وی.
په پایله کې، د سیاسی فعالیت اساسی موخه باید یوازې د یوه «قوی رهبر» پیدا کول نه وی؛ بلکې داسې قوی فکری او سازمانی بنسټ جوړول وی چې له هغې څخه وړ، دموکراتیک او حسابورکوونکی رهبر په طبیعی ډول راڅرګند شی. همدا بهیر د دوامدار سیاسی حرکت، د واک د سالم انتقال او د دموکراتیک سیاست د بنسټیز ثبات لپاره اساسی شرط ګڼل کېدای شی.
۱۱/۰۹/۲۰۲۶

ښاغلی غفوری صیب، ستاسې د ښکلی مقالې څخه مننه. بریالی اوسئ.
په درناوی
قیوم بشیر هروی