تعامل که انزوا؟
( هجدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر : جمعه مؤرخ ۲۱ قوس (آذر) ۱۴۰۴ خورشیدی – ۱۲ دسامبر ۲۰۲۵ میلادی – ملبورن – استرالیا

تعامل که انزوا؟
نور محمد غفوری
په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د هغوی د سیاست، چلند او د نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د څرنګوالی له مخې ټاکل کېږی. افغانستان چې د څلورو لسیزو جګړو، سیاسی بېثباتۍ او بهرنیو لاسوهنو له امله ډېر زیانمن شوی، نن په داسې پړاو کې ولاړ دی چې تر هر وخت زیات له انزوا څخه وتلو او له نړۍ سره د فعال تعامل کولو ته اړتیا لری. په داسې حساسو شیبو کې یوازې د کورنیو هڅو پر مټ ثبات، اقتصادی رغونه او د خلکو هوساینه ترلاسه کول ډېر ستونزمن کار دی. د اوږدو جګړو، بندیزونو او بېاعتمادیو له تېرو تجربو وروسته، اوس هغه وخت رارسېدلی چې هم افغانی اداره د تعامل لپاره عملی او روښانه ګامونه پورته کړی، او هم بهرنی هېوادونه د انزوا او فشار پر ځای د مثبت، مسئولانه او واقعی تعامل لوری غوره کړی. نړیوال ملاتړ، پرانیستې لارې، متقابل تفاهم او د اعتماد فضا هغه اړتیاوې دی چې کولی شی افغانستان د ثبات، پرمختګ او د خلکو د هوساینې پر لور بوزی.
انزوا د هر هېواد سیاسی، اقتصادی او ټولنیز بنسټونه کمزوری کوی او د پرمختګ لارې یې بندوی. هغه هېواد چې د نړیوال نظام له بهیره ګوښه پاتې شی، د اقتصادی فرصتونو، پانګونې، بشری مرستو، علمی تجربو او ټکنالوژۍ له مهمو سرچینو محرومېږی. دا وضعیت د خلکو پر ورځنی ژوند ژور او منفی اغېز کوی او حاکمیت له سختو داخلی او بهرنیو فشارونو سره مخامخوی.
افغانستان هم په اوسنی وضعیت کې د محدودیتونو، بندیزونو او سیاسی انزوا له کبله له جدی ستونزو سره لاس او ګرېوان دی: اقتصاد کمزوری شوی، بشری وضعیت نازک او د خلکو ژوند له بېکارۍ، بېوزلۍ او نههیلی ډک دی. دغه شرایط نه یوازې د نظام د ثبات لپاره خطر پېښوی، بلکې د ټول ملت راتلونکی په تیارو کې ننباسی. انزوا په حقیقت کې ستونزې نه حلوی، بلکې لا یې پسې ډېروی او هېواد له نړیوال قافلې وروسته پاتې کوی.
تعامل د هر هېواد لپاره هغه ستره دروازه ده چې له لارې یې اقتصادی فرصتونه رامنځته کېږی، نړیوالې مرستې فعالیږی، د پانګونې لپاره زمینه پراخېږی او د پرمختګ لاره اسانه کېږی. هغه هېواد چې له نړیوالې ټولنې سره پرانیستې او رغنده اړیکې ولری، کولی شی بشری، تخنیکی او اقتصادی ملاتړ جذب کړی، نړیوال باور پیاوړی کړی او د ښوونې، روغتیا، ترانسپورټ او زیربناوو په برخو کې د پام وړ پرمختګونه وکړی.
تعامل نه یوازې د نظام د ثبات لپاره اساسی اړتیا ده، بلکې د خلکو د هوساینې، د اقتصاد د بیا فعالېدو، د کار بازار د پراختیا، د تعلیم او روغتیا د معیاری کېدو او د نړیوالو معیارونو د پلی کېدو لپاره هم محوری اهمیت لری. د تعامل له لارې افغانستان کولی شی د ودې په لوری محکم ګامونه واخلی، خپل نړیوال مقام ټینګ کړی او د مشروعیت، ثبات او پرمختګ پر لور په اعتماد او چټکتیا حرکت وکړی. تعامل په اصل کې د ستونزو د حل، د فرصتونو د پراختیا او د راتلونکی د لارې د روښانه کولو یوازینۍ اغېزمنه لاره ده.
نن نړۍ داسې سره نښلول شوې چې هېڅ هېواد نشی کولی په یوازې ځان خپلې اقتصادی، امنیتی او ټولنیزې ستونزې حل کړی؛ افغانستان ته هم د بشری مرستو، اقتصادی همکاریو، سیاسی مشروعیت، امنیتی همغږۍ او د نړیوالو تجربو د شریکولو په ګډون د نړۍ ملاتړ خورا اړین دی. خو دا ملاتړ هغه وخت اغېزمن تمامېږی چې د هېواد په دننه کې مثبت، اعتماد جوړونکی او واقعی ګامونه پورته شی او نړیواله ټولنه هم په خپلو تګلارو کې انعطاف وښیی.
اوسمهال دوامداره محدودیتونه، بندیزونه او دیپلوماتیکه واټن نیونه نه یوازې د افغانستان ستونزې نه کموی، بلکې لا یې ژوروی. د بشری وضعیت خرابېدل، اقتصادی رکود او د خلکو د ژوند د شرایطو نازک کېدل د دې فشارونو مستقیمې پایلې دی. له همدې کبله، نړیواله ټولنه باید د افغانستان په اړه یو متوازن، عملی او د حل لارې موندلو پر بنسټ داسې تګلاره خپله کړی چې ورپکې لاندې اصول بنسټیز ځای ولری:
· پر اقتصادی سکتور غیرضروری قیودات لرې شی، تر څو سوداګری او پانګونه بېرته فعاله شی؛
· بانکی محدودیتونه لرې یا نرم شی، ترڅو د افغانستان مالی سیستم عادی فعالیت وکړی؛
· د بشری مرستو لېږدول اسانه، شفاف او غیرسیاسی شی؛
· د سیاسی تعامل دروازې د خبرو او تفاهم له لارې پرانیستل شی، نه د فشارونو او انزوا له لارې.
نړیواله ټولنه کولی شی د رغنده تعامل په مټ د افغانستان د خلکو ژوند ښه کړی، د سیمې ثبات ته وده ورکړی، د بېاعتمادۍ فاصلې کمې کړی او د یو با ثباته راتلونکی لپاره زمینه برابره کړی. په ګډو هڅو، مثبتو ګامونو او واقعبینانه تعامل سره افغانستان او نړۍ دواړه ګټه ترلاسه کولای شی.
افغانستان هم باید د اعتماد جوړونې لپاره ګامونه پورته کړی. تعامل یوازې بهرنی اړخ نه لری؛ داخلی اصلاحات یې بنسټ دی. د بشری حقونو رعایت، د تعلیم ملاتړ، د اقتصادی قوانینو معیاری کول او د اداری فساد مخنیوی هغه ګامونه دی چې نړیوال اعتماد زیاتوی او تعامل ته زمینه برابروی. که دواړه خواوې د تفاهم، همکاریو او متقابل احترام لاره غوره کړی، نه یوازې افغانستان باثباته کېږی، بلکې سیمه او نړۍ به هم ترې ګټه واخلی.
نور محمد غفوری
۱۰ دسامبر ۲۰۲۵
ښاغلی غفوری، تاسو ډېر ښکلی تحلیل لیکلی دی. نیکمرغه اوسی