ټول قافیه یوولس څپه ایزه معـما!
تاریخ نشر چهار شنبه پنجم جون ۲۰۱۳ هالند
ټول قافیه یوولس څپه ایزه معـما!
ظفـرخان اهتمام
چې په خـوله کـلیمه وايي مـسلمان
وي ژوندی به څـوآبـاد وي داجهان
کړه خـبرياره له دې حکمتـه ځـان
که یې نــه منې دلـیـل کړه نمـایان
زه له خـېـټې درتـه نه وایـم داشـان
حقیقت دی لکه لمرغوندې روښان
شه تسلیم دواړه لاسي پرېده میدان
که ويـــل لرې نـوژريې کړه بـیان
ياځواب په نـظم غواړم دغه شـان
نه غزل ، نه رباعی دی نه داستان
په دې شکل یې پوهېـږي شاعـران
چې سرخلاص نه کړې په رمزد دې چیستآن
«اهتمام» دمهمانۍ کړه که يې ځوان
ظفـرخان اهتمام
مننه له ۲۴ ساعت څخه – ځواب: د مسلمان نوم او زمانی مکان ټاکل شوی نه دی خو چې په خوله کلیمه وایی دی خو ژوندی دی هر کله او هر چیرې چې وي ځکه مړی خو خبرې نه شی کولی اوس یې منئ کنه ؟!؟.که څوک یې په شعر ځوابوی په همدغه فورم،وزن ،ردیف اود هیجاء ووپه شمېر کې په شه وی.
ښکلی او په زړه پوری شعر دی
ښکلی او په زړه پوری شعر دی
پخوا هم خلکو ویل څوک چې جواری خوري جنازه یې نه کېـږي، ځکه د ژوندي سړي خو هم جنازه نه کيږی.