د سیستمونو ډولونه
( نوزدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر : چهارشنبه مؤرخ ۶ عقرب ( آبان ) ۱۴۰۵ خورشیدی – ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ میلادی – ملبورن – استرالیا
————————————————————————————————————————————————–
د سیستمونو ډولونه
د سیستمونو د وېش عمده معیارونه
نور محمد غفوری
سریزه
په تېرو دوو مقالو کې مو درنو لوستونکو ته د سیستم د مفهوم او د هغه د فعالیت د څرنګوالی په اړه معلومات وړاندې کړل. په لومړۍ مقاله کې مو وڅېړل چې سیستم څه ته ویل کېږی او اساسی ځانګړتیاوې یې کومې دی؛ په دویمه مقاله کې مو تشریح کړه چې د سیستم بېلابېلې برخې څنګه فعالیت کوی، له یو بل سره څه ډول اړیکې لری او د خپلو متقابلو اړیکو له لارې څنګه پایلې رامنځته کوی.
سیستمونه د جوړښت، فعالیت او موخو له مخې له یو بل سره توپیر لری. ځینې یې په طبیعی ډول رامنځته کېږی، لکه د انسان بدن او ایکولوژیکی سیستمونه؛ ځینې نور د انسان له خوا د ځانګړو اړتیاوو د پوره کولو له پاره جوړېږی، لکه بانکی او ښوونیز سیستمونه. همدارنګه، ځینې سیستمونه له خپل چاپېریال سره د موادو، انرژۍ یا معلوماتو تبادله کوی، او د ځینې نورو اړیکې له چاپېریال سره محدودې وی. ځینې سیستمونه د مطالعې اصلی موضوع وی، خو ځینې نور د لویو سیستمونو د برخو (اجزاوو) په توګه فعالیت کوی.
د دغو توپیرونو د پېژندلو او د سیستمونو د جوړښت او فعالیت د ښه درک له پاره، په سیستمونو پورې په اړوندو علمی څانګو کې له بېلابېلو معیارونو څخه ګټه اخیستل کېږی. دې بهیر ته د سیستمونو تصنیف یا کلاسیفیکاسیون ویل کېږی. د تصنیف موخه یوازې د سیستمونو په ډلو وېشل نه دی، بلکې دا هم ده چې د هغوی ځانګړتیاوې، له یو بل سره توپیرونه او په لویو جوړښتونو کې د هغوی اړیکې په منظم ډول وپېژندل شی.
۱. د سیستمونو د وېش عمده معیارونه
د سیستمونو د ښه پېژندلو له پاره باید لومړی روښانه کړو چې د کومې ځانګړتیا له مخې او په کوم معیار یې په ګروپونو وېشو. په دې مقاله کې د سیستمونو د تصنیف له پاره څلور عمده معیارونه په پام کې نیسو:
۱. د سیستم د رامنځته کېدو له مخې: د دې معیار له مخې سیستمونه په طبیعی او مصنوعی سیستمونو وېشل کېږی. دلته د سیستم د رامنځته کېدو څرنګوالی مهم دی؛ یعنې سیستم په طبیعی بهیرونو کې رامنځته شوی او که د انسان له خوا طرحه او په مصنوعی ډول جوړ شوی دی.
۲. له چاپېریال سره د اړیکو له مخې: د دې معیار له مخې سیستمونه په پرانیستو او تړلو سیستمونو وېشل کېږی. دلته د سیستم او چاپېریال ترمنځ د موادو، انرژۍ او معلوماتو د تبادلې څرنګوالی په پام کې نیول کېږی. البته، په پرانیستو او تړلو سیستمونو کې د توپیر دقیق معیار د علمی څانګې له مخې بدلېدای شی؛ ځکه په بېلابېلو علمی ډګرونو کې له چاپېریال سره د سیستم د اړیکو ډولونه په یو شان معنا نه کارول کېږی.
۳. په یوه لوی جوړښت کې د ځای او د مطالعې د کچې له مخې: د دې معیار له مخې سیستمونه د اصلی سیستم او فرعی سیستم په توګه پېژندل کېږی. دلته مهمه دا ده چې د څېړنې په مهال سیستم په یوه لوی جوړښت کې څه ځای لری او د مطالعې په بهیر کې په کومه کچه ورباندې تمرکز کوو.
۴. د فعالیت د ډګر له مخې: د دې معیار له مخې سیستمونه د فعالیت د برخې او ساحې پر بنسټ وېشل کېږی؛ لکه سیاسی، اقتصادی، ټولنیز، کلتوری، امنیتی، حقوقی، ښوونیز، تخنیکی او نور سیستمونه.
دا معیارونه د سیستمونو بېلابېل اړخونه روښانوی؛ له همدې امله، یو سیستم د یوه معیار له مخې په یوه ډله او د بل معیار له مخې په بله ډله کې راتلای شی. د بېلګې په توګه، یو بانکی سیستم د رامنځته کېدو له مخې مصنوعی سیستم دی، ځکه انسانانو د مالی خدمتونو د وړاندې کولو له پاره جوړ کړی دی. له چاپېریال سره د اړیکو له مخې پرانیستی سیستم ګڼل کېږی، ځکه له مشتریانو، نورو مالی بنسټونو، دولتی ادارو او اقتصادی چاپېریال سره اړیکې او تبادلې لری. د یوه هېواد د اقتصادی سیستم په چوکاټ کې فرعی سیستم دی، خو د فعالیت د ډګر له مخې اقتصادی سیستم ګڼل کېږی.
۲. طبیعی او مصنوعی سیستمونه
د سیستمونو د وېش لومړی معیار د هغوی د رامنځته کېدو څرنګوالی دی. د دې معیار له مخې، سیستمونه په دوو عمومی ډلو وېشل کېدای شی: طبیعی سیستمونه او مصنوعی سیستمونه. د دواړو ترمنځ اساسی توپیر دا دی چې سیستم په طبیعی بهیرونو کې رامنځته شوی او که د انسان له خوا د یوې ټاکلې اړتیا یا موخې له پاره جوړ شوی دی.
طبیعی سیستمونه
طبیعی سیستمونه هغه دی چې د طبیعی بهیرونو او شرایطو په پایله کې (تر ډیره د انسان له مداخلې پرته) رامنځته شوی وی، نه دا چې انسان په مستقیم ډول د یوه ټاکلی پلان له مخې جوړ کړی وی. د انسان بدن، د ځمکې د اقلیم سیستم، د سیندونو سیستم او ایکولوژیکی سیستمونه یې بېلګې دی.
د انسان بدن یو طبیعی سیستم دی، ځکه له بېلابېلو غړو او جوړښتونو څخه جوړ شوی او هره برخه یې ځانګړې دنده ترسره کوی. زړه وینه پمپ کوی، سږی د اکسیجن او کاربن ډایاکسایډ تبادله ترسره کوی او عصبی سیستم د بدن د بېلابېلو فعالیتونو په تنظیم کې ونډه لری. د دغو برخو فعالیتونه له یو بل سره تړلی دی؛ له همدې امله، د یوې برخې فعالیت پر نورو برخو او د ټول بدن پر فعالیت اغېز کولای شی. د بدن د ژوندی پاتې کېدو او عادی فعالیت له پاره د دغو برخو ترمنځ همغږی اړینه ده.
مصنوعی سیستمونه
مصنوعی سیستمونه هغه دی چې انسان یې د یوې ځانګړې اړتیا د پوره کولو، موخې ته د رسېدو یا د ستونزې د حل له پاره طرحه او رامنځته کوی. ښوونیز نظام، بانکی سیستم، ترانسپورتی سیستم، ترافیکی سیستم، د یوه شرکت اداری جوړښت او د برېښنا د وېش سیستم او داسې نور یې بېلګې دی.
د بېلګې په توګه، ښوونیز سیستم د زدهکړې او پوهې د لېږد له پاره رامنځته کېږی. په دې سیستم کې زدهکوونکی، ښوونکی، ښوونځی، درسی مواد، تعلیمی ادارې او اړوندې تګلارې بېلابېلې برخې دی. خو یوازې د دغو برخو شتون ښوونیز سیستم نه جوړوی؛ د هغوی ترمنځ اړیکې، د دندو وېش، همغږی او ګډ فعالیت هم مهم دی. د بېلګې په توګه، د ښوونکو تدریس، د زدهکوونکو زدهکړه، د درسی موادو کیفیت او د تعلیمی ادارو مدیریت ټول د ښوونیز سیستم پر فعالیت او پایلو اغېز کوی.
د طبیعی او مصنوعی سیستمونو ترمنځ توپیر
د طبیعی او مصنوعی سیستمونو ترمنځ اساسی توپیر د هغوی د رامنځته کېدو په څرنګوالی کې دی، نه دا چې یو حتماً منظم وی او بل نه وی، یا یو موخه ولری او بل یې ونه لری. طبیعی سیستمونه هم منظم جوړښتونه او د فعالیت ځانګړتیاوې لری، او مصنوعی سیستمونه هم د انسان له خوا د ټاکلو موخو د ترلاسه کولو له پاره جوړېږی.
همدارنګه، دا توپیر په دې معنا نه دی چې طبیعی سیستمونه هېڅکله د انسان تر اغېز لاندې نه راځی، یا مصنوعی سیستمونه له طبیعی شرایطو سره اړیکه نه لری. انسان کولای شی طبیعی سیستمونه بدل کړی؛ د بېلګې په توګه، د ځنګلونو وهل د یوې سیمې پر ایکولوژیکی سیستم اغېز کوی. په ورته وخت کې، مصنوعی سیستمونه هم د طبیعی چاپېریال، سرچینو او شرایطو تر اغېز لاندې فعالیت کوی. د برېښنا د تولید او وېش سیستم، د بېلګې په توګه، د اوبو، باد، سونتوکو او نورو سرچینو له شتون سره تړاو لرلای شی.
۳. پرانیستی (واز) او تړلی (بسته) سیستمونه
د سیستمونو د وېش دویم معیار له خپل چاپېریال سره د هغوی د اړیکو څرنګوالی دی. د دې معیار له مخې، سیستمونه په عمومی ډول پرانیستی او تړلی سیستمونه بلل کېږی. د دې وېش اساسی موخه دا ده چې معلومه کړو سیستم له خپل چاپېریال سره څه ډول اړیکې لری او کوم شیان د سیستم او چاپېریال ترمنځ تبادله کېږی؛ یا په بل عبارت: د «پرانیستی» او «تړلی» سیستم تعریف او د توپیر معیار په ټولو علمی څانګو کې یو شان نه دی.
پرانیستی سیستمونه
پرانیستی سیستمونه هغه دی چې له خپل چاپېریال سره د مادې، انرژۍ یا معلوماتو تبادله کوی. د دې تبادلې ډول او کچه د سیستم له ماهیت او فعالیت سره تړاو لری.
د بېلګې په توګه، د انسان بدن له چاپېریال څخه خواړه، اوبه او اکسیجن ترلاسه کوی، انرژی مصرفوی او تودوخه، کاربن ډایاکسایډ او نور مواد چاپېریال ته باسی. له همدې امله، د انسان بدن یو پرانیستی سیستم ګڼل کېږی؛ ځکه فعالیت او ژوند یې له چاپېریال سره له دوامداره تبادلې سره تړلی دی.
په همدې ډول، ښوونیز نظام له ټولنې څخه زدهکوونکی، سرچینې او معلومات ترلاسه کوی، ښوونه او روزنه وړاندې کوی او د ټولنې پر پوهه، مهارتونو او ټولنیز ژوند اغېز کوی. ټولنیز، اقتصادی او سیاسی سیستمونه هم له خپل چاپېریال او نورو سیستمونو سره اړیکې لری. د بېلګې په توګه، اقتصادی سیستم له کورنیو، بازارونو، دولتی ادارو او نړیوال اقتصاد سره اړیکې او تبادلې لری؛ له همدې امله، په دغو برخو کې بدلونونه د اقتصادی سیستم پر فعالیت او پایلو اغېز کولای شی.
تړلی سیستمونه
د تړلی سیستم اصطلاح باید د اړوند علمی ډګر له تعریف سره سم وکارول شی؛ ځکه په بېلابېلو علمی څانګو کې یې معنا یو شان نه ده. په عمومی او ځینو ټولنیزو یا سازمانی بحثونو کې تړلی سیستم هغه سیستم ته ویل کېږی چې له چاپېریال سره یې اړیکې یا تبادلې محدودې وی، یا د تحلیل پر مهال یې داخلی جوړښت ته تر بهرنیو اړیکو ډېر پام کېږی.
خو په ترمودینامیک کې د تړلی سیستم تعریف دقیق دی: تړلی سیستم له چاپېریال سره ماده نه تبادله کوی، خو انرژی ورسره تبادله کولای شی. په مقابل کې، منزوی سیستم نه ماده او نه انرژی له چاپېریال سره تبادله کوی.
په عملی نړۍ کې بشپړ منزوی سیستمونه ډېر کم دی. همدارنګه، په ټولنیزو او سازمانی مطالعاتو کې کله ناکله یو سیستم د تحلیل له پاره تر ډېره له چاپېریاله جلا په پام کې نیول کېږی؛ خو دا تحلیلی جلاوالی په خپله دا معنا نه لری چې سیستم په واقعیت کې له چاپېریال سره هېڅ اړیکه نه لری.
د پرانیستو او تړلو سیستمونو د توپیر پېژندل ځکه مهم دی چې د یوه سیستم فعالیت یوازې د هغه په داخلی برخو او اړیکو پورې نه تړل کېږی. چاپېریال، سرچینې، بهرنی شرایط او له نورو سیستمونو سره اړیکې هم د هغه پر فعالیت او پایلو اغېز کولای شی. د همدې اړیکو څېړنه مرسته کوی چې د سیستم د بدلونونو او د هغه د پایلو لاملونه په ښه توګه درک کړو.
د تړلیو او منزوی سیستمونو ترمنځ توپیر
په ټرموډینامیک (Thermodynamics) فزیک کې – چې د تودوخې، انرژۍ، کار او د هغوی ترمنځ د بدلونونو او اړیکو مطالعه کوی– تړلی او منزوی سیستمونه یو له بل سره توپیر لری. تړلی سیستم له خپل چاپېریال سره ماده نه تبادله کوی، خو انرژی تبادله کولای شی. د بېلګې په توګه، په یوه کلک او تړلی لوښی کې د ګاز اندازه ثابته پاتې کېدای شی، خو که لوښی له بهر سره تودوخه تبادله کړی، د ګاز د تودوخې درجه بدلېدای شی.
برعکس، منزوی سیستم هغه دی چې له چاپېریال سره نه ماده او نه انرژی تبادله کوی. په واقعی نړۍ کې د بشپړ منزوی سیستم رامنځته کول ډېر ستونزمن دی؛ له همدې امله، په علمی څېړنو کې ډېر وخت د داسې سیستمونو فرضی یا نږدې بېلګې کارول کېږی.
په دې توګه، د دواړو ترمنځ اساسی توپیر دا دی چې تړلی سیستم له چاپېریال سره د انرژۍ تبادله کولای شی، خو منزوی سیستم په بشپړ تعریف کې له چاپېریال سره هېڅ ډول ماده یا انرژی نه تبادله کوی.
په راتلونکې لیکنه کې به د اصلی او فرعی سیستمونو او د فعالیت د ډګر له مخې د سیستمونو د کتګوریزاسیون (طبقه بندۍ) په اړوند معلومات وړاندې شی.
۲۵/۱۰/۲۰۲۶م
(پاته لری)

ښاغلی غفوری صیب، ستاسې د ښکلی لیکنې له امله مننه، بریالی اوسئ
پدرناوی
قیوم بشیر هروی