د آشنا مینه
تاریخ نشر چهار شنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۸ – سوم اپریل ۲۰۱۹ هالند
د آشنا مینه
محترم سمیع الدین افغاني
داسې چې مې مینه ده آشنا سره
نشته په خیالونو کې بل چا سره
زه یې تل په مینه باندې پایمه
هسې لکه ګل چې وي بورا سره
را به شي نګار ډیرو مدو نه پس
زړه په شي قرار د دلربا سره
مینه دې آشنا په زړګي ښه لګي
یم په فکر، هوش کې یاره تا سره
ژوند د پاکې مینې سره خوند کوي
نه د سالوسۍ نه د ریا سره
ما یې افغاني مینه احساس کړله
خوند یې کړي نازونه د آدا سره
———–
سمیع الدین افغاني
۳ – ۴ – ۲۰۱۹
م ۰ کال
درود به دوست گرامی آقای سمیع الدین افغاني ، تشکر از سروده عالی تان. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر
مننه ګران او د قدر وړ مهدی بشیر ستاسو د همیشنۍ پیرزوینی او محبت نه نړۍ نړۍ مننه خدای مو تل سوکاله او بریالي لره کور مو ودان سمیع الدین افغاني