۲۴ ساعت

25 آگوست
۱ دیدگاه

دهجران غم

تاریخ نشر شنبه سوم  سنبله  ۱۳۹۷ –  ۲۵ آگست  ۲۰۱۸–  هالند

دهجران غم

محترم سمیع الدین افغاني

دا چې نه د هیریدو دی د جانان غم

ژړوي مې، سوزوي مې دهجران غم

چې وعدې یې دراتلو شيٍ پوره نه شي

اوروي مې په زړګی کې دخفګان غم

د هجران په نا علاجه بستر پروت یم

 لټوم د خپل زخمي زړګي درمان غم

هر کنډر مې د زړګي  په اورلمبه شو

پکې پروت دیارد مینې پټ پنهان غم

 د اغیاردا  دوه مخۍ ته چې نظر شم

هیڅ یې نشته تصور کې د ایمان غم

دغربت دغه تیارې به خدای رڼا کړي

شې پوره به د خواږه زړګي ارمان غم

افغاني تکل او هوډ چې  سره مل وي

شې تسل  به د وختونو د دوران غم

———-

سمیع الدین افغاني

۲۵ – ۸ – ۲۰۱۸

م ۰ کال

 

یک پاسخ به “دهجران غم”

  1. admin گفت:

    تشکر دوست عزیز آقای سمیع الدین افغانی از سروده عالی تان. موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما