په دې تاریخی پړاو کې د ملی یووالی د پیاوړتیا لپاره باید پر مشترکاتو تمرکز وشی
( هجدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر : دوشنبه مؤرخ ۱۵ سرطان ( تیر) ۱۴۰۵ خورشیدی – ۷ جولای ۲۰۲۶ میلادی – ملبورن – استرالیا
—————————————————————————————————————-
په دې تاریخی پړاو کې د ملی یووالی د پیاوړتیا
لپاره باید پر مشترکاتو تمرکز وشی
نور محمد غفوری
افغانستان د خپل معاصر تاریخ له هغو حساسو پړاوونو څخه تېرېږی چې د هر وخت په پرتله ملی همغږی، سیاسی تدبیر او ټولنیز تفاهم ته ډېره اړتیا لری. په داسې شرایطو کې چې هېواد له بېلابېلو سیاسی، اقتصادی او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی، هره هغه موضوع چې د خلکو ترمنځ د بېلتون او تقابل فضا رامنځته کوی، باید په ډېر دقت، مسؤلیت او ملی لیدلوری وڅېړل شی.
په وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو له لارې د ژبې اړوند بحثونه، په ځانګړې توګه د «دری» او «فارسی» د نومونو، تاریخی مخینې او اړیکو په اړه، پراخ شوی دی. بېشکه دا موضوع د ژبپوهنې، تاریخ او ادبیاتو له مهمو علمی بحثونو څخه ده، خو د هغې څېړنه او ارزونه باید د علمی میتودونو، مستندو تاریخی سرچینو او مسلکی څېړنو پر بنسټ ترسره شی، نه د ټولنیزو رسنیو په احساساتی او قطبی فضا کې.
په نړۍ کې ګڼې تجربې ښیی چې د ژبې، قوم، مذهب او هویت په څېر حساس موضوعات کله ناکله د سیاسی رقابتونو، تبلیغاتی جګړو او حتی د بهرنیو لاسوهنو لپاره د اغېزمنو وسیلو په توګه کارول شوی دی. له همدې امله، سیاسی هوښیارتیا دا ایجابوی چې د هرې داسې موضوع د مطرح کېدو وخت، انګېزه او احتمالی پایلې په دقت وارزول شی، څو د ملی یووالی او ټولنیز ثبات پر وړاندې د ناخواسته زیان مخه ونیول شی.
دا په هېڅ صورت د دې معنا نه لری چې علمی بحثونه باید محدود شی. برعکس، د علم ازادی او علمی مناظره د هرې پرمختللې ټولنې اړتیا ده. خو د علمی بحث او سیاسی قطبی کېدو ترمنځ باید روښانه کرښه موجوده وی. د «دری» او «فارسی» د اړیکو، ورتهوالی او توپیرونو په اړه جدی علمی څېړنې باید په پوهنتونونو، علمی کنفرانسونو، څېړنیزو مرکزونو او تخصصی مجلو کې ترسره شی؛ هلته چې استدلال، سند او علمی نقد د بحث معیار وی، نه احساسات، شعارونه او متقابل تورونه.
ټولنیزې رسنۍ، که څه هم د نظر د تبادلې مهمه وسیله ده، خو د خپل جوړښت له مخې د پېچلو علمی موضوعاتو د ژورې ارزونې مناسب چاپېریال نه ګڼل کېږی. په دغو فضاوو کې ډېر وخت علمی استدلال د احساساتو، تعصب او سیاسی قطبی کېدو تر سیوری لاندې پاتې کېږی، چې پایله یې د تفاهم پر ځای د بېباورۍ او ټولنیز واټن زیاتېدل وی.
نن د افغانستان اساسی اړتیا دا ده چې پر هغو ارزښتونو تمرکز وشی چې د هېواد د ټولو اتباعو ترمنځ د ګډ ژوند، متقابل درناوی او ملی یووالی بنسټ جوړوی. د ګډو ګټو پیاوړتیا د اختلافاتو له ژورولو څخه ډېر ارزښت لری. فکری بلوغ دا ایجابوی چې د هرې حساسې موضوع په اړه، تر هر څه وړاندې، دا وپوښتل شی چې د هغې د مطرح کېدو وخت، موخه او اغېزې د هېواد له ملی ګټو سره څومره همغږی لری.
علمی حقیقت د څېړنې، استدلال او ازاد علمی بحث له لارې موندل کېږی، خو ملی یووالی د زغم، متقابل احترام او ګډ مسؤلیت محصول دی. بریالۍ ټولنې هغه دی چې هم د علمی اختلاف درناوی کوی او هم اجازه نه ورکوی چې علمی موضوعات د ټولنیزې تفرقې او سیاسی تقابل په وسیله بدل شی. افغانستان هم همداسې متوازن او مسؤلانه چلند ته اړتیا لری؛ داسې چلند چې د علم ازادی خوندی کړی او په عین حال کې د ملی یووالی او ګډو ملی ګټو ساتنه هم تضمین کړی.
نور محمد غفوری
۴ جولای ۲۰۲۶

ښاغلی غفوری صیب، ستاسو د ښکلی لیکنې
څخه مننه، کامیاب او بریالی اوسئ.
په درناوی
قیوم بشیر هروی