۲۴ ساعت

10 دسامبر
۱ دیدگاه

دیوعشاریه دریو ملیون افغانیو؛ په ارزښت

تاریخ نشر پنجشنبه   ۱۹  قوس ۱۳۹۴ –  دهم   دسامبر ۲۰۱۵ هالند

دیوعشاریه دریو  ملیون  افغانیو؛  په ارزښت دلوګرپه ولایت کې

یوپل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دلوګرولایت دخوښۍ ولسوالۍ دقلعه ناظرپه کلې کې یو جوړ شوی پل دلیندۍ په ۱۸ مه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. ددغه پل اوږدوالې ۱۰ مټره او سوريې څلورمټره دی، چې دکلیواوپراختیا وزارت دملي پیوستون پروګرام لخوا دشپږومیاشتوپه لړکې جوړ شو.

دلوګرد ملي پیوستون پروګرام ولایتي مسؤل  وویل، چې دغه پل دیوعشاریه دریومیلیون افغانیوپه ارزښت جوړشوی، چې یوعشاریه دوه میلونه افغانۍ دکلیواوپراخیتا وزارت دملي پیوستون دپروګرام له لورې او پاتې دځای خلکو دلس سلنې ونډې په اخیستو ؛ مالي لګښت ورکړل شوي.

د ملي پیوستون پروګرام ولایتي مسؤل زیاته کړه، چې ددې جوړشوي پل څخه۵۰۰ کورنۍ ګټه ورځنې اخلي.  د پل د پرانېستې په مراسمو کې لوګر والي ، ولایتي شورا مرستیال ، د لوګرامنیه قومندان ، دیو شمېر دولتي ادارو رئیسانو، د ملي پیوستون پروګرام ولایتي مسؤل ، دخوښۍ ولسوال او دسیمي مشرانو ګډون کړی ؤ.

 ۷۶کلن نجم الدین چې دسیمي مشر دی،هغه وویل:دغه پل ته هاغه وخت اړتیا پیداشوه، چې کله به سیلاب راغی د دي سیمې خلک به زیات وستونزو سره مخ ؤ.ده  زیاته کړه هغه ورځ مي نه هیرېږي چې یوه ورځ سیلاب راغلی ؤ او یو ۲۴ کلن ځوان یې له ځانه سره واخېست نو له هغې وروسته مونږ پل ته زیاته اړتیا پیداشوه اوس مهال دغه ستونزه حل شویده.

همدارنګه  ددې سیمې  خلکوهم دپل په جوړیدوخوښي څرګنده کړه، ويې ویل، کله چې پل شتون نه درلود، خلکو به دلرګیو پلونه جوړاوپرسربه يې خټې اوخاورې اچول سیلابونه به چې راغلل، هغه پل به يې ړنګ کړل او ځايي خلک به له زیاتوستونزوسره مخ شول. دوی دنوي جوړشوي پل دکلۍ په بیارغونه کې د دولت دکړنواوفعالیت یوستر خدمت وشمیرل.

داپه داسې حال کې ده، چې تیره ورځ هم په لوګرولایت کې دکلیواوپراخیتاوزارت دملي پیوستون پروګرام له لورې څه باندې ۹۰ بیلابیلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

شیرمحمد«امیني» ستانکزی

 

یک پاسخ به “دیوعشاریه دریو ملیون افغانیو؛ په ارزښت”

  1. admin گفت:

    تشکر از آقای شیرمحمد«امینی» ستانکزی گزارش زیبا ست .امید وارم که چنین پل ها در دیگر ولایت هم بسازند . تا مردم در مشکلات زندگی نکنند. موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما