د پوهې، علم او ادب د پیاوړي قلم خاوند
الحاج استاد دوکتورمحمد سعید(سعید افغاني)
د پوهې، علم او ادب د پیاوړي قلم خاوند
نن د فبروري (۲۵) نیټه د استاد سعید افغاني دوفات اوه ویشتمه کلیزه ده
انجنیرعبدالقادرمسعود
زه د داسې یو نامتو عالم او تکړه لیکوال په اړه څو کرښې لیکم، چې دهغه دروند نوم نه یوازې زموږ په هیواد کې، بلکې په نورو هیوادونو کې هم د یو مخور استاد، علمي، روحاني او ملي شخصیت په توګه خپل ځانګړې ځای او مقام لري.
زموږ په ټولنه کې زیاتره خلک د نومیالیو، وتلیو او میړنیو څیرو کارنامې او ویاړنې هغه وخت ستایي او نمانځي، چې هغوی په دې دنیا کې نه وي. دا ډیره ښه خبره ده، موږ باید د دوی یاد په خپلو زړونو کې ژوندی وساتو، خو که په ژوند کې هم د هغو پر آثارو، علمي او څیړنیزو کره کتنو،