۲۴ ساعت

17 ژانویه
۱ دیدگاه

په لوګرکې د۳۷۵۶ تنوزده کوونکو څخه

تاریخ نشر یکشنبه ۲۷ جدی  ۱۳۹۴ – ۱۷ جنوری  ۲۰۱۶ هالند

په لوګرکې د۳۷۵۶ تنوزده کوونکوڅخه دکانکورآزموینه واخیستل شوه

شیرمحمد«امیني» (ستانکزی)

په لوګرکې د ۳۷۵۶ داوطلبو زده کوونکوڅخه د کانکور ازموینه دلوګرپه عالي محمدي دارالعلوم کې   دمرغومې په ۲۶ مه او ۲۷ مه واخیستل شوه.

دلوړو زده کړو وزارت د دې ازموینې د اخیستلو په موخه د پوهنیار احمد جاوید رسولي په مشرۍ خپله یوه څلویښت کسیزه کمیټه رالیږلې وه، چې د همدغې کمیټې د غړو له خوا د دو ورځوپه لړکېدکانکورآزموینه  واخیستل شوه.

دپوهنې ریاست ویاند محمدشاه پورعرب دلوګرجریدې خبریال ته وویل، چې  دغه آزموینه  په پوره بې طرفۍ، روڼتیا او د بشپړې سولې او امنیت په فضا کې واخیستل شوه. عرب وویل، چې دکانکورپه ازموینه کې ټول ټال ۳۷۵۶ تنو داوطلبانو ګډون کړی ؤ،  چې شاوخوا ۲۵۴ تنه یې نجونې وې، چې په دې کې  ۲۵۶۵ تنه يې دسږکال د دولسم ټولګي فارغان او ۱۱۹۱تنه دمخکنیو کلونومتفرقه اودپلې هاخوا (خارج مرز) دواطلبان  شامل ؤ.

عرب زیاته کړه، د کانکوردآزموینې داخیستوپه لړکې د ټولو غیري قانوني لارو مخه نیول شوې وه او هیڅ چاته اجازه نه وه ورکول  کیده، چې په دې ملي پروسه کې غیري قانوني عمل ترسره کړي.

دعرب په خبره، د لوګردسږني کانکور ازموینه د تیرو کلونو په پرتله ډیر توپیر درلود، ځکه چې د تیروکلونو په ازموینوکې دولتي چارواکي او نور مسؤولو کسانوپه آزاد ډول دازموینې په صحنې کې ګرځیدل خو دا ځل په دې ازموینه کې د دوی د ټولو د ګرځیدو مخینوی شويؤ.

دویلو وړده، چې تیرکال په لوګرکې دکانکورپه آزموینه کې ۳۷۳۹ تنو زده کوونکو ګډون کړي ؤ. چې دتیرکال دآزموینې  په پرتله سږني کانکور ګډونوالوشمیر  ۱۷ تنه پکې زیاتوالی راغلي دی.

شیرمحمد«امیني» (ستانکزی)

 

یک پاسخ به “په لوګرکې د۳۷۵۶ تنوزده کوونکو څخه”

  1. admin گفت:

    تشکر آقای ستانکزی گرامی از گزارش تان. موفقیت این جوانان عزیز را آرزو میکتم. زنده باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما