ژورنالیستان باید د وینې تویولو پرځای
تاریخ نشر سه شنبه هشتمم جدی ۱۳۹۴ – ۲۹ دسامبر ۲۰۱۵ هالند
ژورنالیستان باید د وینې تویولو پرځای د خولې تویولو خبر په لیډ کې راولي
خبریال: شیرمحمد (امیني) «ستانکزی»
دغه ټکی؛ لوګروالي دپل علم په ښارکې د ناورتعلیمي پروګرام دپیل پرمهال وکړه. دناورښوونیز پروګرام دپیلیدو په غونډه کې، چې دمرغومې په اومه جوړه شوی وه، د لوګر والي سربیره؛ د ناور تعلیمي پروګرام مسؤل ، د اطلاعاتواوکلتور رئیس محمدشفیق پوپلاو ګڼ شمیرځوانانو ګډون کړيؤ.
ناورښوونیزپروګرام د عملي ژونالیزم په برخه کې د ښوونځیو او مدرسو زده کوونکي روزي.
د لوګروالي ددې ښوونیزمرکزدپیل په مراسموکې ځوانانوته د خپلوخبروپرمهال وویل: دنهه میاشتني ښوونیزپروګرام تاسوته دا مسؤلیت درپه برخه کوي، کوم، چې نن هغه دهیوادلپاره اړتیا لیدونکي دي، ځکه چې ژورنالیزم د ولس سترګي دي او په کار ده چې لارویان یې خپل کار په بې لورې، کره او دقت ترسره کړي.
والي ځوانان ته دوخت په ارزښت وویل: نن ورځ تاسوته لوی چانس برابرشوی، چې باید دوخت په استفادې دغه سترچانس له لاسه ورنه کړئ اوخپل ښوونیز زده کړې ته دوام ورکړئ، ځکه چې وخت تیریدونکی ده اوبیرته نه ګرزي.
والي وویل: ژورنالیستان باید په لیډکې دوینې تویولو، مرګونو، وژنواو ورانولو پرځای هڅه وکړي، چې دبیارغوونې، جوړونې اوسمسورونې خبرځای پرځای کړي، ترڅودغه منفي کلمې دخلکو له ذهنونوڅخه پاکې او ځای يې مثبتې کلمې ونیسي.
همدارنګه لوگر والی ، د ژورنالیزم په ارزښت هم خبرې وکړي او ځوانان یې په دې برخه کې عملي کارونو ته وهڅول.
دیاد پروګرام مسول اباسین بریال لوګرجریدې خبریال ته وویل: چې په دغه ښوونیزپروګرام کې به ۹۵تنه هغه ځوانان د ژورنالیزم په برخه کې وروزي کوم، چې دښوونځیواومدرسوزده کوونکي دي. اباسین زیاته کړه، چې یاد پروګرام به نهه میاشتې دوام وکړي.
دیو بل خبر له مخی
په لوګر کې، د دوه نیم میلونه افغانیو په ارزښت؛ یواستنادي دیوال ګټې اخیستنی ته وسپارل شو
دلوګرمرکزاړوند دتنګي واغجان په سیمه کې؛ د دوه نیم میلونوافغانیوپه ارزښت یواستنادي دیوال وړمه ورځ دمرغومې په ۷ مه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه دیوال دپرانستوپرمهال لوګر والي محمد حلیم فدایي، دولایتي شورا رئیس سیدقریب الله سادات، دټولګټوچارو رئیس انجنیرعبدالولي رئیسي د دولتي ادارو رئیسانو او دسیمي قومي مشران ګډون درلود.
لوګر والي ددغه دیوال جوړیدوخوښي ترڅنګ دسیمې خلکوته مبارکي ویې ویل، والي زیاته کړه، چې یاد دیوال کولای شې، چې د کابل او پکتیا د لارې موټرونه د لویدلو له خطرڅخه بچ کړي.
انجنیر رئیسي لوګرجریدې خبریال ته وویل: چې دغه دیوال دتنګي واغجان په سیمه کې د ټولګټو وزارت له لوري د دوه نیم میلیونوافغانیو په لګښت په ۳۵ ورځو کې جوړ شوی، چې دوه سوه متره اوږد والی او درې نیم متره سور لري. رئیسي زیاته کړه، چې یاد دیوال دسړک څخه دموټرو دښوېدنې اولویدوپه موخه رغاول شوی دی.
خبریال : شیرمحمد((امیني)) ستانکزی
تشکر آقای شیرمحمد((امینی)) ستانکزی از گزارش های جالب تان . همیشه صحت وسلامت باشید. مهدی بشیر