۲۴ ساعت

12 ژوئن
۵دیدگاه

خماري سترګي

تاریخ  نشر  چهار شنبه ۱۲ جون ۲۰۱۳ هالند

Naamloos

خماري سترګي

یعقوب منګل

8 / 6 / 2013

آلمان

یعقوب منگل

یعقوب منگل

ســورشــال پــرســر٬ پـه اوربــل وهــي لاسونـه

زړه ئ رانــه وړي ٬ عــالمــونــه غــرقــوینــه

توري سترګي چه راووزي٬ګودرته شي روانه

کږه وږه شي دخیـالـه ٬ کـوي نـازاومکیـزونــه

پــسرلي دی هــره خواشــنه ٬ وطــن ګلــزاردي

 پیغلي ځي صحراته ٬ ټولوي ګیډۍ ګیډۍ ګلونــه

سترګي ئ ګل٬خوله ئ غاټول٬زلفي ئ سنبل دي

داسـره اننګي ئ دارغــوان ښکلــي رنــګــونــه

پــه خمارو سـترګـو چه تورکاجل کــړي پــوري

داسي ښکاري چه خالي کړي ئ دی ډک جامونه

څڼي دی مه  پریکوه ٬ پریږده  چه اوږدي شــي

پـه خـوب ویـده  جانان به خوري په کي ټالونــه

یعقوب( منګل) ته لاس ددوستـۍ اومیني ورکـړه

مه ئ  ځوره وه  په زړه کي ئ ډیردي آرمانـونه

یعقوب منګل

 

۵ پاسخ به “خماري سترګي”

  1. h.forough گفت:

    منگل صاحب شعر دیر شکلی ده مگر سترگو خطرناک دی لژ زره پام ته ضرورت لری سلامت وسی شوخی وه

  2. ښاغلي فروغ صاحب!ستاسودنیک نصیحت څخه یوه نړۍ مننه٬زه کوښښ کوم چه خپل ځان له داسي سترګو څخه وساتم.
    لکه چه واي:
    سترګي یي ډکي تفنګچي دي
    زه ئ په ډکوتفنګچوویشتلي یمه

    فروغ صاحب ستاسوروغتیااوبریالیتوب دتل لپاره زمایواځینۍ هیله ده.

  3. شهلا ولیزاده گفت:

    عالیست و جذاب!

  4. شهلاجان!ممنون ازشما٬زنده وسلامت باشید.

  5. همایون عالمی گفت:

    سترګی ئ ګل٬خوله ئ غاټول٬زلفی ئ سنبل دی

    داسـره اننګی ئ دارغــوان ښکلــی رنــګــونــه

    دا می په خدای چه دیر خوښ شوه ُ

    بریالی اوسی منګل صاحب

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما