۲۴ ساعت

24 نوامبر
۳دیدگاه

د کابل ښارد ۱۳۹۵ کال د پوهنې ستوری

تاریخ  نشر پنجشنبه  چهارم  قوس   ۱۳۹۵ –  ۲۴ نوامبر   ۲۰۱۶ – هالند

د کابل ښارد ۱۳۹۵ کال د پوهنې ستوری وټاکل شو

ترتیب اواولېږونکی: ظفرخان « اهتـمام »

د کابل ښار د دولتي او خصوصي ښوونځیو د ۵۳ زره زده کوونکو ترمنځ تر سختو رقابتي سیالیو وروسته د کابل ښار د پوهنې ستوری وټاکل شو. ددې سیالیو په وروستي پړاو کې د کابل ښار د غازي عبدالله لیسې د یولسم ټولګي زده کوونکي عامر د محمد ایوب زوی د ۱۳۹۵ کال د پوهنې ستوري لقب خپل کړ. 

په دې تړاو د پوهنې وزارت د ساینس مرکز تالار کې د پوهنې د وزیر ، د وزارت د مرستیالانو او مرکزي رییسانو، ښوونکو، زده کوونکو او د زده کوونکو د والدینو په ګډون لویه غونډه جوړه شوې وه.

د پوهنې وزیر د زده کوونکو د ذهني ودې او پیاوړتیا په موخه د پوهنې ستوري د ټاکل کېدو پروګرام، چې هر کال د کابل ښار د پوهنې ریاست په نوښت د دولتي او خصوصي ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ جوړېږي، یو ګټور او مهم ګام وباله او هیله یې وښوده، چې په نورو ولایتونو کې هم د زده کوونکو د استعدادونو د غوړېدو په موخه ورته علمي سیالۍ جوړې شي

د کابل ښار د پوهنې رییس  د پوهنې ستوري د ټاکل کېدو په تړاو وویل، چې د ۱۳۹۵ ښوونیز کال له پیل راهیسې د دولتي او خصوصي ښوونځيو د یولسم ټولګي د ۵۳ زره زده کوونکو ترمنځ علمي سیالۍ پیل شوې، چې تر ۱۶ پړاونو وروسته ۱۰۰ تنه زده کوونکي وټاکل شول. د نوموړي په وینا، چې وروستي پړاو ته درې تنو زده کوونکو لاره پیدا کړې او ترمنځ به یې د پوهنې ستوري د ټاکل کېدو په موخه سیالي وشي.

 د پوهنې رییس زیاته کړه، چې د زده کوونکو د هڅونې او تشویق په موخه د لومړي مقام ګټونکي ته یو عراده موټر او لپ ټاپ کمپیوټر، دویم مقام ګټونکي ته یو لپ ټاپ کمپیوټر او نغدي جایزه او د درېیم مقام ګټونکي ته هم نغدي جایزې په پام کې نیول شوي دي

وروسته د آزموینې د منتخب پلاوي تر نظر لاندې د پوهنې ستوري د ټاکل کېدو وروستی پړاو سیالي پیل شوه چې دغه خپرونه دملي ټلوېزیون څخه ددوشنبې شپه دلړم په دیرشمه نشرشوه په پاییله کې:

د غازي عبدالله لېسې زده کوونکي عامردلغمان ولایت اصلي اوسېدونکي لومړی،

د عبدالاحمد جاوېد د لېسې زده کوونکې فریحې دلوګر ولایت اصلي اوسېدونکې  دویم

 د لامعه شهید لېسې زده کوونکې نېکبخت درېیم مقام خپل کړ.

د پروګرام په پای کې د پوهنې د وزیر  او یو شمېر نورو چارواکو لخوا د سیالیو ګټونکو ته ټاکل شوې جایزې ورکړل شوې.

ترتیب اواولېږونکی: ظفرخان « اهتـمام »

 

۳ پاسخ به “د کابل ښارد ۱۳۹۵ کال د پوهنې ستوری”

  1. admin گفت:

    تشکر از اهتمام عزیز ، خبر و گزارش عالیست من این موفقیت برای این عزیزان و خانواده هایشان تبریک عرض میکنم و موفقیت بیشتر شانرا خواهانم . یک موضوع را باید اضافه کنم که در وزارت ها بخصوص وزارت معارف فساد اداری به اوج خود رسید و خدا کند که حق به حقدار رسیده باشد . موفق وسلامت باشید.
    مهدی بشیر

  2. محترم محمد مهدي بشیر صیب از نشر مطلب که علم ومعار ف را تشویق میکند خیلی ممنون ام جناب عالی هیبات ازجمله ما بیچاره واری معلمین بوده که اتنشاء الله حق تلفی نشده است با احترام

  3. محترم محمد مهدی بشیر صیب از نشر مطلب که علم ومعار ف را تشویق میکند خیلی ممنون ! جناب عالی ستاره سوم که ازمروم کوششی ولایت بامیان بوده وهم درمورد نام پدرش ان وقت معلوماتم ناتکمیل بوده دوستانم انتقادنمود درین حاشیه ان را اضافه نموده واگر به آدمین محترم سایت تزئِن شده ، رنگه و واقعاً زیبا زحمت نباشددر اصل متن اضافه خواهتد نمود
    1- عامر ولد محمد ایوب دلغمان ولایت اصلي اوسېدونکي د غازي عبدالله لېسې زده کوونکي لومړی مقام ،
    2- فریحې ولدعبدالغفور دلوګر ولایت اصلي اوسېدونکې د عبدالاحمد جاوېد د لېسې زده کوونکې دویم مقام
    3- نېکبخت ولذ عبداللطیف دبامیان ولایت اصلی اوسيدونکي د لامعه شهید لېسې زده کوونکې درېیم مقام وگـڼه.
    د پروګرام په پای کې د پوهنې د وزیر او یو شمېر نورو چارواکو لخوا د سیالیو ګټونکو اویوشمېرمسؤلینـوته ټاکل شوې جایزې ورکړل شوې.
    ترتیب اولېږونکی: ظفرخان « اهتـمام »

    با احترام

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما