د ادب پــه بــڼ سېـــلـۍ
تاریخ نشر سه شنبه ۲۸ جنوری ۲۰۱۴ هالند
دمرحوم غني خان د مړیني د څلوېښتمې ورځې د یاد غونډې اومشاعرې ته چې د لیکوالو انجمن جوړه کړې وه.
د ادب پــه بــڼ سېـــلـۍ
ظفرخان « اهتمـام »
توپان بیا یو ځلي ومروړلې ګوتې
هغه ګل یې د سپرلو او رنګینيو
چې چکو یې د ګېډیو
دغه بڼ ؤ غني کړی
زېږول به یې تل ژوي او نبات
پدې بڼ کې خوځېدل او کړېدل به
او آن دا چې
لوبغاړۍ به یې کولې
دې څېرو په دغه بڼ کې
هو ! غنده یې ناروا په شکوڼي جسم
او تله یې سړیتوب د مینې هغې ترازو کې
چې ورېښمین مزو یې ازاد وهل ټالونه
وه ډنډه یې د بابا د غیرتي پلوسې څانګه
نن هغه ګل سیلۍ وموښه په ګوتو
پرې شېبې د ژوند عطرینې ولاغني شوې
دا بد ژوندون مېلمه شو
راټو کیږي به سپرلو کې
– تل تر تله –
تر څو دا بڼ په نړۍ وي
څو ژوندون او دا لړۍ وي .
( کابل : ۲۹\ ۱\ ۱۳۷۵ ل – ل)
سروده زیباست جناب اهتمام صاحب ، خداوند مرحوم غنی خان بیامرزد. موفق باشید . مهدی بشیر
محترم مهدی بشیر صاحب سلامهای واحترامات ما راقبول کنید!
غنی خان درجنوری/ ۱۹۱۴ تولد ګردیده بود درین روزها صدمین سالګرد اش است بلی خداوند ج مرحوم غنی خان وتمامی مرده های ماوشما بیامرزد.
بااحترام